د نكريځو ګټې

 


محيب رحمتي
 
نكريځي د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوشحالۍ په وخت په لاسونو او پښو لګول كېږي، په پښتنو سيمو كي ډېرى خلك چي كله سر وخرېي بيا يې په سر لګوي چي د سر ګرمايښت يې ورك سي،  په طبي ګټو باندي به يې ډېر لږ خلك خبر دي يا به نه وي، د پاكستان د همدرد پوهنتون مشر وايي، “كه په نكريځيو باندي سمه څېړنه وسي نو د ورځني ژوند د ډېرو ناروغيو دوا ده”
 
كه نكريځي په سوځېدلي ځاى كېښودل سي نو زخم ښه كېږي او نښه يې هم نه پاته كېږي، د پوستكي دناروغيو لپاره هم ګټوري دي، د بندونو د درد او د لاسو او تلو د سوي لپاره هم ښه دي
هغه وايي “د علاج لپاره نكرېزي څښل كېږي هم، په دواوو كي هم ګډېږي، په بيلابيلو ډولونو په مرهمونو كي هم ګډېږي، له دې نه تيل هم ايستل كېږي”
 
د طبي كارپوهانو څېړنه ښيي چي د نكريځو يو ښه والى دا دى چي خوب راوړي، د هغه په وينا چي په دې اړه څېړنه موجوده ده چي كه د نكريځي تازه ګل يا پاڼه په بالښت كي كېښودل سي نو بيا سړي ته ښه خوب ورځي
د پاكستان، هندوستان او د مصر په ګډون نور هم داسي هيوادونه سته چي نكريځي د دواوو او نورو اړتيا لپاره واردوي، او همدا راز عرب هيوادونه، اروپا، شمالي امريكا او نور هيوادونه هم نكريځي واردوي
 خو دا چي زموږپه هيواد كي د لاسونو او پښو له سره كېدو نه ماسوا به نور له نكرېزو څومره ګټل اخيستل كېږي
 
په يخ په موسم كي د نكريځو عطر ډېر خلك ډېر خوښوي،   هغه خلك چي د زړه د ويري مريضان دي هغوى ته د نكرېزو د عطر لګولو مشوره هم وركول كېږي، د پوهانو په خبره په نكريځو كي د اعصابي قوت د ډېرېدو ښه والى هم سته، له دې نه ماسوا كه د كتاب په وركو كي د نكرېزو پاڼه كېښودل سي نو له نوچكه به خوندي و
 
د جان محمد په نامه يو كوچي وايي : نكريځي د پسه د ټوخۍ لپاره ښه دي، نكريځي دي خيشتې سي بيا دي لكه بام يا لږ غټ دونه پسه ته وركړي، او همدا راز كله چي پسه لمر ووهي  د هغه لپاره هم ښه دي،
 
د زرګونو كلونه نه راهسي د دومره ګټو لرلو سره سره بيا هم خلك يوازي نكرېزي د لاسو او پښو سره كولو لپاره كاروي،