لس کلنه ديموکراسي او بې برېښنا پايتخت

ښاغلو لوستونکو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
دا دی د ديموکراسۍ د علمبردارانو او د بيا ودانولو د قهرمانانو د حکومت لس کاله وشول چی اطرافونه خو لا څه کوی چی د هيواد پايتخت بې برښنا پاتی دی
اول خو داچې :
په هيواد کې د برښنا نوی بندونه جوړنه شول اونه خو موجوده فابريکي و رغول شوې او برښنا له تاجکستان ، ازبکستان څخه په لوړ مصرف راوستل شوه ، کله هغه هيوادونه د برښنا نرخ لوړ کړي يا د هيوادونو تر مينځ څه اختلاف راشي بيا به دا برښنا قطع کوي او ټول شوي مصارف به بې ځايه لاړ شي ، په دې مسئله کې خو ګيله ځکه نه کوو چې تاسې د خپل واک نه ياست.
اوس به راشو دې مسئلې ته چې آيا دا برښنا ښار ته رسدلی ده؟ او که نه؟ فعاليت کولای شي او که نه ؟د برق په اړه دا ټول خدمتونه ستندردی؟ ځکه رئيس جمهور صاحب په عنعنوي جرګه کې وويل : مونږ ډير پرمختګونه کړی دي د هغه جملې يو هم برښنا ده چې اوس مهال د يو ميګا واټ څخه زیاته اضافي برښنا لرو.
کيدای شي ریس جمهور رښتیا ویلی وی او برښنا اضافه وي خوولی دی پدی ندی خبر چی آیا صنعتی فابریکو ته برق ورکړل شوی؟ او کنه؟او په ښار کې د مسکونی ساحو د برښنا څه حال دی د نمونې د پاره لاندې څو مثالونه ذکر کوو :
د خوشحال خان ساحه او هغی ته مخامخ نيازبيک چې نهم برج مربوطه ساحه راځي دڅلورو مياشتو راهیسې يې ‌ډیری وخت برښنا نه وی او که راهم شی ډیره ضعیفه برښناوی اوبیا کله ځی او کله راځی هغه هم د ماسختن او سهار په وختونو کې د دوی په وينا چې کوم سیوچ یې خراب شوی ؤ،بیا يې برق په مستقيم ډول تړلی ؤ چی بلاخره دغه ترانسفرمرد زیاد فشار له امله وسوزیلدلو،او دخریداری شعبی ته امرشوی ؤ چی سیوچ واخلی پدا تیرو څلورو میاشتو کی خودا سیوچ وانه خستل شو مخکی لدی چی نوی سیوچ نصب شی ترانسفر مر وسوزیدو او ټول کورونه پدی ساړه ژمی کی بی برښنا شپی او ورځی سبا کوی. خدای خبر چی دا به څه وخت جوړیګی او هغه نوی سیوچ به څه وخت اخستل کیږی او بیا به څه وخت نصبیږی.
دوهم داچې : په همدغو ساحو او د ښار په نورو برخو کې ډیری کورونه بې برښنا دي تنها د نيازبيک او فاضل بيک په ساحوکی ډیرزیات کورنه بې برښناپاتی دي او کله هم چی چا حکومتي چارواکو ته عريضه وړاندې کړیده په ځواب کی ورته ویل شویدی چی د تاسود ساحی برق اضافه بار دی تاسې انتظار وباسئ تر څو مونږ نوی ترانسفرمر نصب کړو، دا څوکاله خلک په همدې انتظار کې شپې سبا کوي خدای خبر چې کله به دا ترانسفرمر نصبيږي، اوبرق به قوی کیږی او د مسکونی ساحی ټولو وګړوته به د برق آسانتیاوی برابریږی ؟
دریم غفلت او فساد :
د غفلت او فساد د پاره هم دلته يو مثال ذکر شوی په شکل کې يو پايه ليدل کيږي چې تقريباً فرعي سرک يې بند کړی دی او موټر په تکليف ور څخه تېريږي، اوبل دا چی دغه پایه فلزی ده چی د وړو ماشومانود برښنا دنیولو خطریی هم ډیرزیاد لیدل کیږی اوهمدارنګه دبرق صندقونه، میترونه، لینونه په ډیر ‌ډیرغیرمسلکی ډول نصب شوی او تړل شوی دی چی اکثریت وخت دبرښنا د شارتی لامل کیږی او هره لحظه د مرګ خطر پیښولی شی، نو ددغسی کارونو اصلاح کول اود پایو بې ځايه کول تخنيکي کسان غواړي د محل خلکو څو ځله ددې ساحې د برښنا مسئولينو ته وويل چې دغسی پايی لرې کړئ. او په مناسب ځای کی نوی پایی نصب کړی خو هغوی هیڅ توجونده کړی ځکه چی دوی ته کومه شخصی کټه پکی نشته.
دا څنګه اداره ده چې د برښنا بيلونه په خپل وخت جمع کولای شئ او که څوک پخپل وخت پيسې تحويل نه کړي هغه جریمه کولای شی او د بښنا لین یی قطع کولای شئ خو د خلکو مشکل ولی نشی حل کولای ؟
همدارنګه نور هم ډير مشکلات شته .
اوس وزيرصاحب ، رئيس صاحب ، آمرصاحب ، مامور صاحب ،برقی صاحب آیا تاسې ددې حالاتو څخه خبر ياست ؟ که خبرنه یاستی هیله کوو چی ځان خبرکړی او که خبر یاست نو څه پلان لرئ ، د برښنا د رسولو د پاره څومره کلونو ته ضرورت دی ؟ دا مشکلات به کله ختمیږی؟ او څو کلونه نور به دغی مظلوم ملت ته بازی ورکوی؟
او همدارنګه په دې اړه د پارلمان غړیو څه کړیدی او څه کولی شی؟
د مربوطه مسؤلینوڅخه په ډیره درناوی هیله کوو چی دا مشکلات زر تر زره حل کړی.
مننه
و السلام