
داچي تاسوپه خپله يوه ليكنه كي چي دروهي ويبپاڼي لاري خپره سوې ليكلي چي دغه پېښه ونه غندل سوه اوياهم خپره نه سوه خوموږپه ډاډسره ويلاى سوچي دغه موضوع په سيمه ايزه،ملي اونړيواله كچه خپره سوې اوهم دهلمندولايت مقام درسنيومركزدبي بي سي اونورورسنيوسره پدي اړه معلومات شريك كړي اودبرتانوي ځواكونولخوايې دماشومانوځورونه په كلكوټكوغندلې ده.
هلمندوالي محمدګلاب منګل هم ددې پېښي څخه دخپرېدوسره سم دستي په هلمندكي دبرتانوي ځواكونوقوماندان جنرال پاټريك خپل دفتر ته وغوښت اودپېښې په غندلوسربيره يې هغه ته لارښوونه وكړه چي داډول پېښي بياتكرارنسي چي جنرال پاټريك په ځواب كي وويل چي دپيښي عاملين په لندن كي نيول سوي اودمحكمې دپريكړي انتظارباسي.
نه غواړم چي ليكنه ډيره اوږده كړم يوازي دلته درته يوڅولينكونه دسندپه ډول چي دغه موضوع پكښې خپره سوې اوغندل سوې ده دركوم.
دبينوادويبپاڼي له لاري:
http://benawa.com/details.php?id=46974
دهلمندراډيوتلويزيون دويبپاڼي له لاري:
http://www.hrt.af/news_detail/912
دهلمندراډيوتلويزيون دخبري سرويس له لاري:
http://www.youtube.com/watch?v=z9hgmLlqYd8&list=UUdPSEY-YHMwUCH0IjXisrhA&index=6&feature=plcp
په هلمندكي دبرتانوي سرتيرولخوادماشومانوځورونه نه يوازي په پورته رسنيوكي خپره سوې بلكه دافغانستان دملي راډيوتلويزيون له لاري هم دجنوري پراتلسمه نېټه خپره سوې چي دهلمندوالي ښاغلي محمدګلاب منګل لخوادغه پېښه په كلكه غندل سوې.
ن.نظري