د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد اووه پنځوسمې غونډې رپوټ

 

 
د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې  د۱۳۹۰ کال د سلواغې په لومړۍ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه .دغونډې مشره نظیفه نیازۍ ،ویانده نعیمه غني اوآغلې وږمه ځدران په پښتو برخه کې د ماسترۍ د پروګرام محصله د غونډې میلمنه وه. د غونډې په سر کې دهیواد د لوی لیکوال او ادبپوه ښاغلي استادسعدالدین شپون له پاملرنې او ټیلیفوني پیغام څخه  مننه وشوه چې دبهیر دغونډو په اړه یې رااستولی و میرمن بهیر له قدرمن استاد سره  ژمنه کوي چې دموسم له سمیدو سره به یې غونډې دتیر په څیرهره اونۍ شي د بهیر غونډې یوازې دژمي دیخني له امله په دوو اوونیو کې یو ځل جوړیږي چې د کب په میاشت کې به بیرته اوونیزې شي. همدارنګه د تکړه لیکوال او کره کتونکي اجمل پسرلي له پاملرنې څخه هم مننه وشوه چې د میرمن بهیر د ویبپاڼې او نورو فعالیتونو په کړه یې کړې ده.وروسته په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې او دری تنه نوې ګډون والې غړې هره یوه نبیله محبي ،عادله محبي اوآغلې مژده جانه د بهیر ګډونوالو ته وروپیژندل شوي .چې د بهیر غړو یې تود هرکلی وکړ. دغه راز د ویبپاڼې لپاره چې د ندا ساپۍ تر څنګ محموده تقوا او نعیمه غني هم موظفې شوې د انترنیټي امکاناتو په ترلاسه کیدو سره د میرمن بهیر ویبپاڼه ډیر ژر په نوې بڼه فعالیت پیل کړي.
له دې وروسته د ښاغلي علم ګل سحر له خوا د شعر دجوړښت په اړه یو ګټور لکچر وړاندې شو .اودکره کتنې په برخه کې دلیمی نیازۍ په شعر د هغې په غیاب کې کره کتنه وشوه دلیمې نیازۍ شعر:
خیال او فکر
ستا په یاد هغه شیبه د خیال او فکر
چې شوه مونږ ته خاطره د خیال او فکر
څوک مصنف وڅوک  شاعر واړه لګیا وو
ځکه هلته وه جګړه د خیال او فکر
که قلم او کاغذ سوزي بیا نو ګوره
ځواني مرګه  مړه ډيوه د خیال او فکر
هغه باغ به دې سمسور شې بیا به یې وینې
که راتاو شي پرې څپه د خیال او فکر
بیا مې سوزي ښونځی  په بیلتانه کې
ټیټه شوې دې شمله د خیال او فکر
که دې نن او سبا ګورې نو بیا غوږ شه
مالیدلې اینه د خیا او فکر
خپل هیواد به ضروري په ده ودان وي
دا لیمه او دا وعده دخیال اوفکر
په دغه شعر د بهیر غړو هرې یوې پاکیزه آرزو ، جمیلې ساپۍ، ساهره شریف، نعیمه غني، او څو نورو خویندو خبرې وکړې.
په شعر کې د اړینو اصلاحاتو له راوستلوڅخه وروسته دشعر نوې بڼه په لاندې ډول ده:
له کره کتنې وروسته د لیمې نیازۍ شعر
ستا په یاد هغه شیبه د خیال و فکر
چې شوه موږته خاطره دخیال وفکر
څوک مصنف وڅوک شاعر واړه لګیاوو
ځکه هلته وه جګړه دخیال وفکر
که قلم او کاغذ سوځي بیا نو ګوره
ځواني مرګه مړه ډیوه دخیال وفکر
هغه باغ به دې سمسور شي بیا به یې وینې
که راتاو شي پرې څپه دخیال وفکر
بیا مې سوځي د مکتب په بیلتانه کې
ټیټه شوې ده شمله دخیال وفکر
که دې نن او سبا ګورې نو بیا غوږشه!
مالیدلې آیینه دخیال وفکر
خپل وطن به ضروري په دې ودان وي
دا لیمه او دا وعده دخیال وفکر
وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه .آغلې ګلالی عمر خیل ،سونیتا مدبر ،سمین صدف،نظیفه نیازۍ ، جمیلې ساپۍ ،فرشته امر خیل، زمزمه نیازۍ اوپاکیزه آرزو  دمشاعری په برخه کې خپل شعرونه ولوستل . دیادولو وړ ده چې د ټیلفوني ستونزو له مله د بهیر دغیابي غړو شعرونه وانه وریدل شول. یاده دې وي چې دآغلې پاکیزه آرزو
شعر دمیرمن سحر ګلې سره په بغلان ولایت کې دشوي تاوتریخوالي په هکله وو.غونډه د ورځې په دریو بجو پای ته ورسیده.
زمزمه نیازۍ