انگرېزپوځونه اوناولي هدفونه

سلطان احمد (هلمند)

دانگرېزدخونړي ښکېلاک، شومو موخو،ناولوهدفونو،بشري حقونوتېرى،پټي اولڅي وژني ،ځورونو اونيوونو تاريخ په نړۍ کي هرچاته څرگند دى .
دانگرېزانود چلونو سره افغانان په تاريخ کي ډېره بلدتيا لري ځکه ډير لويه مخينه ورسره لري ،له تاريخ څخه يې تېريږو راځوپه هلمند کي دانگرېزانو د ناولوکړونو کرونولوژۍ ته چي په تېرولسوکلونو کي يې داچي په هلمند کي مېشت دي تر سره کړي دي .
دادى يو ځل بيا دنړۍ اوهيواد رسنۍ دانگريزانو دهغه دوو پوځيانو دشرمه ډک عمل په ترسره کولوډکي سوې چي ددوو افغاني ماشومانوسره يې کړي دې کړني د دوى دهيواد اوهم يې دپوځ دشرمنده گۍ سبب شوه .
دوې ورځي مخکي د لندن (سن رايز)ورځپاڼي ديوراپور له مخي په هلمند کي دوه يوولس کلن ماشومان د برتانوي پوځيانو له خوا په جنسي ځوروني تورن وپېژندل شول.
داپېښه په کامره کي ريکارډ سوې ده ،په ويډيوفلم کي دوه يوولس کلن ماشومان
چي يوه يې نجلۍ اويو يې همزولى هلک ورسره دى ددوو برتانوي پوځيانو له خوا جنسي اړيکوته هڅول کيږي ،ماشومان گواښل سوي اوډارل سوي ....... ،چي نوريې د رسنيو دادابو له مخي نه شو کښلاى .
پيښه شاوخوا يونيمه مياشت مخکي ،د ډسمبر پر( ١٦ – ١٧ ) باندي بلل سوې ده ، ځاي يې دهلمند ولايت لښکرگاه ښار دهلمند سيند شمال لويديز ته د(چاه
انجير) سيمه ښودل سوى ده .
په ياده پېښه کي د برتانيې پوځ يو بريد من او يوپوځي تورن پېژندل سوي دي
په پېښه د برتانيې ددفاع وزارت او ډيويډ کاميرون هم خبر سو  . دې کړني دتېرو هغو په څېر چي په هلمند کي تېر کال د برتانوي دانيل کروک له خوا هلمندي زده کوونکى په چاړه وهل ، او يا امريکايي پوځونو له خوا تيري اوونۍ درسنيو په سرليک کي د افغانانو پر درو مړو باندي د امريکا د څلورو سمندري ځواکونو له خو بولي کول دافغانانو څه چي دنړۍ دمسلمانانو او نورو بشري حقونو دساتني فعالينو شديد غبرگونونه را پارولي دي او د افغانانو په ځانگړې توگه دپښتنو په ذهنو کي خو يې دانگرېزانو سره ددوستۍ پر ځاى ددښمنۍ حس ترپخوا ډېرکړى دى ځکه داډول کړني يوازي دپښتنو سره کيږي
.
دلته به دموضوع شاليد ته يوڅه ځيرشو، تېره لسيزه کي انگريزانو يوځل بيا دخپل تېر تاريخ دښمني له افغانستان سره وښودل اوددې ډول کړنو څخه يې داجوته کړه چي دوى د افغانستان په معاصر تاريخ کي دخپلو څوځله ماتو او وژنو(= ميوند غزا اونورو...)غچ اوس په دې ډول وژنو ، نيونو ، دشپو چاپې  (حملې) ، د کريس مريس په خوښيو کي دافغانانو دبدن غړي پرېکول او ياهم پر ماشومانو جنسي تېري باندي اخلي .
که څه هم دبشري حقونو تش په نامه اعلاميې پر (١٩٤٨\١٠\١٧ ) ،  (١٩٦٦\١٢\١٦) ،(١٩٧٦م)  دهغه پلي کېدل او بيا په دا ورستيو کي دماشومانو په حقونو چي دهمدوى او متحدينو لخوا جوړسوي او وړاندي سوي دي ،  ترموږ ، ځمکخواره اوسړي خواره انگرېزان ښه پوهيږي  چي دا يوازي اويوازي زموږ اوانگريز دتيرو دښمنيود غچ بل مخ بللاى شو . ددوى داډول کړني لومړۍ او ورستۍ نه دي دې ته ورته کرغېړني کړني د هلمند په کليو او بانډو کي روزانه ترسره کيږي چي لا يې ډيرو رسنيو ته لاره نه ده موندلې لکه :همدا پر
ماشومانو تيرى،پرحيواناتو جنسي تېرى ، د مالدارانو اوچوپانانو پسونه او
مالونه په زور وړل اوخوړل ،دخلکو په کورونو او مېشت ځايونو کي چټلي کول ، په شپه کي د خلکو دروازې په بمونو الوزول ،په سپيو باندي دښځمنو
اوماشومانو پلټل (تلاشي) ،دخلکو په کوهڼيزو ځمکو کي پوځي چوڼۍ جوړول ،
دخلکو دباغونو او پاليزونو مېوې په زوره وړل اوخوړل ، خلک تر روحي فشار
لاندي کول ، بې هدفه ډزي کول ، په ډول ډول بهانو دخلکو نيونه ، دافغاني
ماشونو اسلامي او افغاني تربيه خرابول په لارو کي هغوۍ ته خوراک توکي
ورگوزارول هغه څه دي چي هرڅوک يې له نژدې څاري .
 د هلمند درسنيو مرکز ددې کړنو په نه خپرولوبشري پړه بلل کيږي اود وگړو د
حق ږغ  په نه  پورته کولو تورن بلل کيږي اودقانون څخه بې خبري عذر نه ګڼل
کيږي . همدا ډول هلمندي مشران په څنگ يې والي سره له ادارې ، فرهنگپال ،
علمي مرکزونه اولښکرگاه ښاريان هم دغبرگون په نه ښودلو وجدانآ پړه بلل
کيږي چي ولي خپل بچي دداسي ځناور له دښمنيو ډکو اوزهرجنو منگولو څخه د
ژغورلو هڅه نه کوي دا يوه افغاني او پښتني موضوع ده غبرگون اوږغ پورته
کول دهرافغان ايماني او افغاني دنده ده او پرې چوپ پاته کېدل دپښتونولۍ ننگ ،ناموس اومقدساتو ته سپکاوى دى.
 انگريزان دنړۍ په تاريخ کي ډېر ناوړه نوم لري ،په (١٥٧٧ – ١٥٨٠ م )
کلونو کي چي انگرېزي سمدري غلو (ريلي اوډريګ ) د انگلستان دملکې لومړۍ
اليزابيتي په مرسته اوهڅونه د اسپانويانو پر هغه بېړۍ باندي چي دامريکا
څخه لوټ سوي  شته اوسره زر لېږدول حمله وکړه او دوولسو ميليونوليرو په
شاوخوا کي دغلا پيسۍ د انگريز خزانې ته ولوېدې ايا داهغه انگرېزان نه دي
؟!
 ايا دا هغه انگرېزان نه دي چي د هلمند يورانيم کاږي او په لرغونو ودانيو
کي چاودني کوي اولرغوني توکي يې  برټيش موزيم ته وړي ؟؟؟



د واکمني لاس پوڅي ادارې څخه خو ددې ډول کړنو دمخنيوي هيڅ تمه نه کيږي
،ځکه که د ورځي سل+ سل وژني دوى يې پروا نه کوي پر ماشومانو تېرى ددوى لپاره څه ارزښت لري دوى کم د ولسمشر خوږبچى مېرويس د رحيم وردک اوبسم الله محمدي اولادونه دي او بل په اساسي قانون کي دبشري حقونو خونديتوب هم د بېوزلو لپاره نه دى    .!!! ولسمشراو اداره يې دپارلمان سره پخپله د يوککړ اوپېچلي سياسي ناروغۍ او اداري فساد ښکار دي ، له يوې خو اد ولس
مشر ضعيف موقف ، بې انصافه گاونډي هيوادونه ، د ادارې پراخ فساد ،مخالفين ،ستراتېژيک تړونونه ، دهيواد کمزورى اقتصاد ،کوکنار ، دسولي لوبيزي خبري ، پرلوړو څوکيود تورنو ، بېسوادانو ،ناپوهانو او هيوادپلورونکو شتون ددې لامل سوي چي ددې ډول بشري جنايتونو او کړونو هيڅ پوښتنه ونه کړي ځکه دوى څوکۍ ساتي هيواد نه ساتي اوبل  ملامت هم نه دي ځکه  هيواد ساتني اوولس ژغورني ته ددوبۍ اوبرلين له سفرونو وزگارهم نه دي . په ورستي کي دانگريزانو اويا امريکايانو دا ډول کړني د افغانانو ددين ملي وياړنو ،کلتور ،دودونو او افغاني ارزښتونو سپکاوى دى افغانان ويښ دي داهرڅه څاري ، په دې کړنو به افغانان يوځل بيا حتمي دخپل جابر دښمن د له منځه وړلو هوډ کوي دايوب   اوغازي محمد جان خان لار به خپلوي ...  تاريخ به يې ياد لري .


سلطان احمد (هلمند)