هرلیکنه په یو ځل لوستلو ښایې...!

01/12/1390                             لیکنه :زاهد صمدزی

  لیکنه یا متن هر هغه څه چی له ټکو،کلیمواو په جملو پیل شوي وی،په ترکیب کی ښودل شوي وي،یوه لیکنه ده .داچی لیک لیکنه څه ارزښت لري،له کومه پیدا اوله څه وخته رواج شوي اوترمونږه رارسیدلی په دی اړوند ډیرو لیکوالانو څه کښلی اوخپل اندونه یې ترمونږه را رسولی دي.

متن لیک اونور ویېونه چی ورته لرو نن سبا یی هرڅوک د کښی یا دنوی الی په درلودو چی دکپیوټر د کیلیانو تخته ده، لیک دود کوي...
هیره دی نه وي چی دنړۍ ۷۰سلنه وګړۍ دسواد په ګانه سمبال شوي،۱۵سلنه وګړو یې یواځی لاس پسی نیولي،پاتی برخه وګړۍ یې په بیلابیلو اثرونو تري بې برخې پاتي شوي .
په دی لړۍ کی زمونږ هیوادوال هم دسر په کرښه کې ځان راپیژنۍ ،اوکه لږ ورپه مخ شو اوپه دوه کټګوریو یې وویشو نو دمیرمنو نوم به مو په مخ ګونځی پیداکړي.
که پکی یوه بله کړکۍ پرانیزو دافغانیستان وګړۍ بیا ۷۰ سلنه بیسواده په سره کرښه کښل شوي،پاتي سلنه چی لمړنۍ زدکړی ترسره کړي او ان تر پوره باسواده څیرو چی نومیالان دي ،پکی شتون لرۍ.
په افغانیستان کی ۴۰سلنه ماشومان اوځوانان اوس په زدکړو بوخت دي او۶۰سلنه یې لاهم له ښوونځېو اوپوهنتونونو لري دي،داچی ولۍ دځوابونو ځولۍ به یې تاسو هم ښایې په شا ګرځوې.
له یوی نیمې لسیزي راپدی خوا بیا افغان بچې اوټولو افغان وګړو ته یوڅه زمینه برابره شوي او بله خوا میډیا یا رسنۍ بیا هم تراوسه بی ساري پرمختګ کړی ،چی له دی رسنیو څخه چاپۍ ،غږېزۍ اوتصویرۍ رسنۍ دي او دهر افغان کور تری  برخمن شوي دی.په دی کی یوه رسنۍ چی دټول افغان لپاره لا دلاس رسۍ تمه مو کمه بریښي .دنوي نړۍ تړونکې اله کمپوټراود انټرنیټ پروګرام دې.چی په نړۍ کی موله هرکس سره انځورېز،لیکنېز او غږیېز تړۍ. لدی سره یو څه رایادشول چی دانټرنیټ په یوه پاڼه کي می یوه ورځ په لیدویې په مغزو کی ځاې وموند،هغه داچی کښل شوې وه:
(دنړۍ په دی تړونکې اله کی، چی ستاسي ترلاس لاندی کمپیوټردي ،اوویا میلیارده پاڼۍ مطالب شتون لرۍ...،که دا رقم دیوه عام وګړۍ چي ۷۰ کاله ژوند ولرۍ وویشو،نوپه یوه شپه او ورځ به په یوه انسان 2777.7777777777  پاڼۍ دلوستلولپاره ورسیږۍ). لدی به لږ راکښته شو زمونږپه هیوادکی هم هره ورځ په زرګونو ورځپاڼۍ،اونېزۍ،میاشتنۍ اوکتابونه چاپیږي...
اوپه بیا یادونې سره چي زمونږ دهیواد هغه سلنه چي باسواده ده،دلوستلو رواج نلرو، په نغوتي سره که ووایو،هرڅوک که یوه مجله په لاس کی اخلی نو یواځې دسرپښتۍ ،دپاڼو شمېرل اود انځورونو لیدلو ته یې تږي ښکارۍ اوشاته یې غورځوې.هغه دشاعر خبره:         ( ګرانۍ هره کرښه می دزړه په وینو کښلۍ  ـ  داسی بی ارزښته ورته مه ګوره لتکۍ به شی).
هرڅوک که هر کلیمه کاږې لس ځله پری فکر کوي،اوله کاږلو ورسته د زړه دوینو خطاب ورته کوي.هره کاږلې لیکنه دترپایه په لوستلو کي خپل موخه او پیام راته اوروي .ترډیره دخوښۍ ځاې یې بولم چی اوسنۍ ځوانانو ته د یادو څیزونو نه، یوه ته په اسانۍ لاسرسۍ لری.دځوان کل څخه به می غوښتنه هم داوی چي دلوستلو،مطالعی عادت په ځان کي دومره واکمن کړي چی نومیالۍ شې...
نوهره کرښه یا لیکنه په یوځل لوستلو ښایې او ارزۍ.