د عقاب خټک د زوکړې سلمه کاليزه ونمانځل شوه

د کوزې پښتونخوا د نوميالي ادبپوه او مورخ ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې په وياړ علمي- څېړنيز سيمينار په کابل کې ترسره شو.
سرفراز خان عقاب خټک د ١٩١١زېږديز کال د کوزې پښتونخوا په چارسده سيمه کې زېږېدلى او په ١٩٨٤ز کال يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
ياد شوى سيمينار، چې د ١٣٩٠لمريز کال د سلواغې په ٢مه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو علمي مرکز له خوا جوړ شوى و، په کې سلګونو علمي-فرهنګي شخصيتونو، ليکوالو او څېړونکو برخه درلوده.
د سيمينار په لومړۍ پرانيسته غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي له پيغام سربېره د بېلابېلو وزارتونو، علمي، تعليمي او اکاډميکو فرهنګي ادارو پيغامونه ولوستل شول.
د ولسمشر کرزي په پيغام کې راغلي و، چې ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک له هغو ادبپوهانو څخه و، چې د څېړنې لپاره يې نوي موضوعات ټاکل او زيار يې وېسته، چې په خپلو څېړنو کې د پخوانيو څېړنو نيمګړتياوې پوره کړي.
 حامد کرزي زياته کړې ده: ((د عقاب خټک د ديد ساحه پراخه وه، فکر يې ژور او پوخ و. د ده څېړنو زموږ د ادب او تاريخ ځينې تياره څنګونه روښانه کړل.))
په پيغام کې زياته شوې، چې عقاب خټک په دري او انګريزي ادبياتو کې هم ژوره مطالعه درلوده، د خاقاني غوندې ستر شاعر په اړه يې څېړنې کړي او د ده قصيدې يې  انګريزي ژبې ته اړولې دي؛ دغه راز د انګريزي ادب ځينې شهکارونه يې په پښتو ژباړلي دي.
د دې سيمينار د علمي غونډې په بهير کې د پوهانو او څېړونکو له خوا د مقالو او ويناوو په ترڅ کې د عقاب خټک د ژوند، علمي، فرهنګي او ټولنيز شخصيت په اړه هر اړخيزې څرګندونې وشوې.
د دغه علمي- څېړنيز سيمينار په پاى کې برخه والو د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د خټک ژباړې د يوې باصلاحيته مرجع له خوا راټولې او تر تخصصي کتنې وروسته دې چاپ او خپرې کړي.
دغه راز د قومو و قبايلو او سرحدونو چارو له وزارت څخه غوښتنه شوې، چې د عقاب خټک کليات، چې اوس يې چاپي نسخې نه موندل کېږي، چاپ کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د سرفراز خان (تاريخ خټک) اثر دې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړيوال مرکز له خوا له اردو ژبې څخه پښتو ته وژباړل او چاپ دې شي.
دغه راز په پرېکړه کې زياته شوې، چې د عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې د علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه دې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له لوري چاپ او خپره شي.