نړی دجنوري په 11 مه نېټه :

 

_ نن ورځ د مننې  (National Thank You Day) نړيواله ورځ ده ؛
_ په1909 زکال کې په امريکا کې له نيويارک نه فېلاديلفيه ته ښځې په دې موخه ولاړې ، چې دموټرو دځغاستې په سياليو کې برخه واخلي ؛
_ په1917 زکال کې د باچا خان زوی او دپښتنو سياستوال خان عبدالولي خان زېږيدلی . نور مالوت په دې پته : د ولي خان پخوانی ژوند ترﻻسه کولی شی ؛
_ په1922 زکال کې په کاناډا کې دلومړي ځل لپاره دشکرې ناروغۍdiabetes څخه د انسولين insulin په مرسته ، ديوه انسان  درملنه وشوه ؛
_ په1946 زکال کې  انور خواجه شاهي نظام نسکور او پرځای يې دالبانيا جمهوريت رامنځته کړ ؛
_ په2002 زکال کې په افغانستان کې په جګړه کې نيول شوي طالبان او د القاعدي غړي ، په ګوانتانامو کې واچول شول ، چې نړيوال بشري حقوقو د مؤسساتولخوا دامريکا حکومت  ترنيوکې ﻻندې راغی .