
Barakwal Myakhel
\"د ارزګان يو ماشوم ګل بويوي\"دا عجيبه ده ګل چي ګل بويويپاک او سپېڅلي دي يو بل بويويدوى دي همداسې سره تل بويويخداى مه کړه وينې چي د خپل بويوياو يا د چرسو زهري ګل بويوي
دا ښايسته، دغه معصومه څېرهډکه د مينې له مفهومه څېرهله خوشالۍ خندا محرومه څېرهدا بېنوا او دا بې نومه څېرهغواړي د خپل وطن سنبل بويوي\"د ارزګان يو ماشوم ګل بويوي\"
تر څو به نه لري قلم او کتاب؟تر څو به الوځي دوى، بم او کتاب؟تر څو به اخلي ترېنه زغم او کتاب؟تر څو به نه غواړي ژوند سم او کتاب؟تر څو لوګي به د مشعل بويوي؟\"د ارزګان يو ماشوم ګل بويوي\"
ښادۍ مېلې په خپل روزګان کې غواړي((تيرى، چوره*)) تل په امان کې غواړيلوبې په خپل تنکي جهان کې غواړيسوله په ګران افغانستان کې غواړيچي جنت خاوره خپله تل بويوي\"د ارزګان يو ماشوم ګل بويوي\"
سترګې يې وايي چي افغان يم افغانپه وفا، مينه کې ودان يم افغانپر ژوند مين يمه دهقان يم افغانخواخوږى زه د هر انسان يم افغانبلا مي ولې بيا بورجل بويوي\"د ارزګان يو ماشوم ګل بويوي\".
* تيرى: د ارزګان ولايت مرکز، ترين کوټ او چوره د دې ولايت يوه ولسوالي.
١٩ جنوري ٢٠١٢م کال
يادونه: په فيس بوک د روهي ويب پاڼې لخوا دغه انځور خپور شوی و، ښاغلي بارکوال مياخيل ورته ډېر ښکلی شعر جوړ کړی، چې موږ يې رانقلولو ته اړ کړو.