
حنیف حماد
تېره ورځ مې په یوه ورځپاڼه کې د (پیمپرپوش
سپاهی) تر سرلیک لاندې یوه لیکنه ترسترګو شوه چې په افغانستان کې دامریکایې
ځواکونو د (قحط الپیمپر!!) په موضوع راڅرخېده،نو زړه مې غوښتل چې په دې نوې موضوع درسره خواله وکړم .
په دې ورستیو کې دامريکا حکومت په غیررسمي بڼه
له پاکستاني پوځي کړيو نه غوښتنه کړې چې
په ډېر لږ وخت کې ددوي هغه اکمالاتي موټر
چې دپوځیانو پیمپراو تشناب کاغذونه پکې
بار دي ، ورحواله کړي .
دخبر له مخې چې ددوي پوځیان که څه هم په مرمۍ ضد
ټانګونو کې سپاره وي خو کله چې په جګړه کې له طالبانوسره مخامخ کیږي نو دهغوي له
ویرې د حاجت درفع کولو لپاره دباندې وتلو ته زړه نه ښه کوي چې ترټولو ښه او
متبادله لاره یې دپیمپر تړل رواج شوي دي . له کومه وخته چې پاکستان د ناټویې
ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ خپله لاره تړلې، پوځیان یې دپیمپرونو د قلت له
امله له سختې پریشانۍ څخه سر ټکوي . ویل کیږې چې کله امریکایې پوځيان له طالبانو
سره په جګړه کښېوزي نو بې اختیاره یې چای جواب ایله کیږي نو ددې لپاره چې پتلون او
یونیفارم یې ساتل شوي وي، د پیمپر تړل اړین بلل شوی دي .
د ( نیوز ) ورځپاڼې مشهور لیکوال انصار عباسي
د(پیمپروالی فوج) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده چې پکښې یې د موضوع په اړه
یو لړ نور جزئیات هم راسپړلي.
نوموړی وایې (( ددې خبر په اړه مې له ایساف او
امریکایې سفارت سره اړیکه ونیوله خو دایساف له لورې کوم ځواب رانکړل شو، او
دامریکایې سفارت ویاند راته وویل چې نه دي کوم پوځي دي او نه هم په دې اړه چې
ګواکې امریکایې پوځیان دجګړې په مهال پیمپرونه استعمالوي ، کوم معلومات لري .))
انصارعباسي په خپله مقاله کې لیکې چې کله مې په دې اړه خبر خپور کړ نو یوه
امریکایې مامور راته په ټلیفون کې ګیله
وکړه چې تاسو غوندې کس څخه خو مو دا ډول توقع نه درلوده چې داموضوع دومره په شد او
مد وڅیړي .
له کومه وخته چې دا خبر درسنیو په سکرین ځلیدلی،
تراوسه پاکستاني حکومت دامریکا دې غوښتنې ته لبیک ندي ویلی.خوپاکستاني حکومت ته
دیوې مشورې له مخې ویلی شو چې په ډیره کمه موده کې زیات شمیر پیمپر تر جګړه ځپلو
پوځيانو ورسوي ،چې په دې سره به یې دانساني
خواخوږي یوه ستره بېلګه وړاندې کړې وي او له بلې خوا به یې سیمه او ځان دمحیط له
ککړتیا نه ژغورلی وي . که چېرې پاکستان ددې خبرې په منلو کې ځنډ وکړي هسي نه چې په
ګران هیواد افغانستان کې دیورانیمې او فاسفورس بمونو له بوی نه علاوه یوبل بدبوی
هم په هیواد او سیمه کې سرایت وکړي او دا
دپسرلي په راروان موسم کې دګلاب او سنځلو بوی مو په ویر ولړي !!!!
که څه هم له دې خبر نه جوتیږي چې دافغانستان روان
جنګ دنړۍ په حربي اړخ کې د تاریخ یو نوی باب پرانیست،دا ځکه چې په تېرو جګړو کې به
مود زره پوش ، ډال ،سپر،تورې بالاخره
دراکټ ،ټانګ او توپ نومونه تر غوږو کېدل خو په دې ورستیو کې یوه نوې اصطلاح (
پیمپرپوش) هم میدان ته سر راښکاره کړ چې شاید په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو هیواد
دخپلو سرتېرو لپاره دپیمپر او تشناب کاغذ دانتظام لپاره سرګردان وي .عجیبه خو لادا
چې دا دهغه هیواد برخلیک دي چې دټکنالوژۍ او صنعت غومبر یې دنیا په سر اخستې ده .
کوم وخت چې مې دا خبر لوست دعربي ژبې هغه مشهور
متل مې نیغ ذهن ته ودرید چې وایې ( السیف بالساعد لا
الساعد بالسیف) په دې مفهوم چې : توره چې توره ده دبازو برکت دي ، نه دا چې
بازو په توره بازو دي .
ثابته خبره ده چې که دچا له زړه نه ایمان،جرأت او
غیرت کډه کړې وې نو دبشپړې نړۍ اسلحه او لوژستیکي مرستې (logistic support) یې په درد نه خوري .بالعکس که
اوس هم له چاسره ایماني ځواک او جهادي جذبه وي نو په یوازې تن هرڅومره متکبر او
زبېښاکګر پوځ له ماتې او رسوایي سره مخ کولای شي .
امریکا او دهغې ایتلافیان کیدای شې
ایله اوس په دې پوه شوي وي چې نور یې په دې هیواد کې ددوي دورځې خوبونه (day dreaming) نشي ترسره کیدای او خیر یې په دې
کي دي چې نورله دې ځمکې خپلې پښې سپکې کړي هسي نه چې دپیمپر او تشناب کاغذ له
غوښتلو بعد خپلو پوځیانو ته کفن او تابوتونه هم له پاکستان نه را وغواړي .
حنیف حماد