
سیاسي سیستمونه په نړۍ کښۍ د هیوادونو تر منځ
زیات یو له بل سره د جوړښت له قرره توپیر لري، او ورځ په ورځ یی د پیژندګلوۍ ساحه
پیچلي او مغلقه کیدونکي ده، لکه څرنګه چی تکنالوجي په خپل ډګر کښی د پرمختګ په لور
روانه ده، همداسي په نورو برخو کښي که هغه اجتماعي، سیاسیي اواقتصادي وي د پرمختګ
او تغیر په لور په خوځیدو دي. نو د همدي پرمختګونو سربیره یو هم د رسنیو برخه ده
کوم چی زما په اند په یو دیموکراتیک نظام کښي له دري واړو قوو(مقننه، اجرائیه
او قضا ئیه) څخه یي قدرت زیات او هم په زیاتیدو ده.
په یو هیواد کښی د افرادو ترمنځ د یو حکومت د
قدرت د تعادل ساتلو په خاطر د قدرت د جلاوالي نظریه د لمړی ځل لپاره فرانسوي
مفکر(مونتسکیو) ورکړه، له هغه نه وروسته د نړۍ اکثریتو هیوادونو دهمدي مفکوري طرف
وکړ، او د خپل حکومت د قدرت د تعادل ساتلو لپاره یی د خپل حکومت قدرت په دریو
څانګو/قوو وویشه چی هغه قوی عبارت دي له مقننه، اجرائیه
او قضا ئیه قوو څخه، چی تر اوسه د نړۍ زیات هیوادونه په همدي سیستم روان دي او یو
له بل سره د یوي سیکي د دوه مخونو بڼه لري، که چیرته د یو حکومت له قظائیه قوي،
مقننه قوي او اجرائیه قوي څخه یوه نه وي نو هماغه نظام په یو منظم ډول د پرمختګ پر
لور نشي خوځیدلي. نو په څنګ د پورتنیو دریو قوو نن سبا رسنۍ د یو ستري دندي په
درلودلو سره په معاصره نړۍ کښي ځینی د دولتي چارو ماهرین او د نظر خاوندان په دی
اند کړي دي چی میډیا (رسنۍ) په یو دیموکراتیک نظام کښی د مقننه قوي، اجرائیه قوي
او قضا ئیه قوي ترڅنګ دڅلورمي قوي ځاي نیولي ده، او دا نوم رسنیو ته د لمړي ځل لپاره
د انګلیستان د پارلمان غړي لارډ مکاولي ورکړ.
نو له دي ځایه ویلی
شو چي په معاصره نړۍ کښي رسنیو په یو دیموکراتیک نظام کښي ډیر مهم ځاي نیولي ده،
نو د یو مطرحي دندی په درلودلو سره یي د ملت او حکومت ترمنځ د یو پله شکل خپل کړي
ده، ځکه بغیر له رسنیو عام خلک د خپلي ټولني لپاره د چارواکو مثبت اومنفي ډریځوونه
نشي پیژندلي او د رسنیو په نه شتون کښي چارواکی زیات هغه څه کولي شي کوم چي د
ټولني په زیان تمامیږي، خو نن سبا عام خلک د رسنیو له برکته د نړۍ په هرځاي کښي د
چارواکو له هر ډول فعالیتنو څخه لکه
اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي باخبر پاته کیداي شي. نو ویلۍ شو چی په یوه دیموکرات نظام کښي د
مطبوعاتو ازادي د هماغه نظام د خلکو لپاره د ملا د تیرځاي لري او د هماغه هیواد د
ترکۍ او پرمختګ تضمین ورکوي.
مالکولم.ایکس د
رسنیو د زیات قدرت په اړه داسي وایي (مطبوعات د ځمکي پر سر د نړۍ تر ټولو پیاوړۍ
جوړښت ده، د مطبوعاتو قدرت دا ده چی بي ګناه ګناهکار کړي او ګناهکار بی ګناه کړي،
ځکه دوي کنټرولونکي د ټولني د افکارو دی). د ایکس خبري ته په کتو سره رسنۍ په یو
دیموکراتیک نظام کښی اهم رول لري، او هر ژورنالیست د یو ټولنۍ او چارواکي تر منځ د
قضائي نماینده رول لري، که چیرته ژورنالیست له پاکو احساساتو څخه کار واخلي او هغه
څه چی یی دنده ده په پاک ډول پر مخ بوځی د هماغي ټولني د نیکمرغۍ باعث ګرځي، اما که
چیرته ژورنالیست د څه نور ګټو لپاره کار وکړي، نو د هماغي ټولني د بدمرغۍ باعث
ګرځي او ورسره د هماغه ټول سیاسی نظام د بدمرغۍ باعث ګرځي.
او همدارنګه
رسنۍ په یو دیموکراتیک نظام کښي د هماغه نظام د ضعیفو نقطو د پیدا کیدا او له حکوت
سره د هماغې خلا په ډکولو کښي د یادولو وړ ونډه لري. د یو مفکر له نظره یو
دیموکراتیک نظام بغیر له رسنیو یو بی اربي سیکل ته ورته ده.
نو ژورنالیستان
د داسي زیاتو مسولیتونو او د یوداسي مهمی دندي په درلودلو سره باید د حکومت او ملت
ترمنځ همیشه ډیر بیطرفه واوسی. او ملت ته د حقیقت د پیداکولو په لور هر وخت او په
هر حالت کښي باید ازاد او مستقل واوسي، تر
څو خپله له مصولیتونو نه ډکه دنده په ایماندارۍ سره ترسره کړي. او د ژورنالیستانو
لپاره باید دا ازادي ددي معنی ورنه کړي چی دوي ددي ازادۍ مستحق افراد دي او ورسره
د هر ډول کړنو مستحق دي، بلکی همدا ازادي و ژورنالیستانو ته د یو ملت له لوري د
ازاد اوسیدلو او معثقو حقایقو د راټولولو په صورت کښی ورکړل شوي ده. او ورسره په څنګ ددي ټولو د رسنیو لپاره ضروري ده چي د
عامو خلکو د جزباتو خیال وساتی همدی نقطی ته په نظر کښي نیولو سره باید د ډاډ وړ
اضافي احتیاطي اقدامات وشي، ځکه د افغانانو تاریخ ته په کتو سره د پام وړ
انقلابونه او غوځنګونه د بی ځایه جزباتو د قربانۍ شایدي ورکوي،
د رسنیو
پورتنیو خصوصیاتو او د افغانستان و اوسنیو حالاتو ته په کتو سره کوم چي د یو
دیموکراتیک نظام تر پوښښ لاندی د یو نامعلوم برخلیک په لور روان ده، و یو
ژورنالیست ته څه پکار دي چی وئي کړي؟ او تر کومه حده ددي ربړیدلۍ ملت لپاره د
یوداسي مهمي او له مصولیتونو نه ډکي دندي په درلودلو سره څه کول پکار دي؟ دا هغه
پوښتني دي کوم چي هر افغان ژورنالیست مکلفوي چي له خپل ځان سره یی ددي ځوریدلي او
ربړیدلي ملت ته د رښتیني عمل کولو په خاطروټولني ته په ښه ډول تعریف او ترجمه کړي.
په درنښت
زمری
(نقشبندی)