
ژاړمه ځکه چې،خندا نه راځيکلي زمونږ ته ،هېڅ رڼا نه راځي
ښکاري چې لمر هم راته شا کړی ده ځکه مو شپو ته ، هېڅ سبا نه راځي
غرونو ئې بيا لارې نيولی دي،جوړد يار له لورې ،هېڅ هوا نه راځي
ساقي په خپله جام په جام جګويزما په لور ئې ،هېڅ سلا نه راځي
شېخه !راځه چې دی مېلمه کړم ،ننداسې وختونه ،بيا او بيا نه راځي
دلته ډېره د مېخوارانو شوه،اوسنور دی جومات ته ،هېڅ ملا نه راځي
مين ته وايه ،بس دي کډ ه کوهبيا په دی لاره، هېڅ ښکلا نه راځي
پېښور،پښتونخوا ١٦/٠١/٢٠١٢ م٠ق٠مين