انجنير \

  2012-01-15کابل:
انجنير ګلبدين \"حکمتيار\" د افغانستان د حزب سلامي امير دى چې پر افغانستان د امريکايي فوځ د بريد څخه وورسته هغه پټ او جنګيالي يې د بهرنيو او کورنيو قواوو پر ضد روان مقاومت کې برخه اخلي.د هغه ګوند پر افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د مجاهدينو د لويو ګوندونو څخه ؤ چې په جهاد کې يې پوره ونډه درلوده.په دې وروستيو کې د هغه د ګوند استازو په کابل کې د ناټو د قواوو قوماندان جان آلن ، د امريکا د سفير ريان کراکر (Ryan Crocker)، جمهور رئيس حامد \"کرزي\" او نورو کورنيو او بهرنيو مسئولينو سره وکتل خو داسې معلومه شوه چې په مذاکراتو کې کوم پرمختګ ندې شوې.افغان اسلامي اژانس انجنير \"حکمتيار\" ته يو شمير پوښتنې استولي وې چې ځوابونه يې تر لاسه شوي او دا دى دغه مرکه کټ مټ نشر ته سپارل کيږي.2012-01-15افغان اسلامي اژانس١-پوښتنه : ستاسي په نظر د بون وروستي کنفرانس به د  افغانستان پر اوضاع کوم ډول تاثير ولري؟ځواب:- د بون د کنفرانس د ترکيب او اغراضو له پلوه د هغه لمړني کنفرانس په څير دي چې غوښتل يي د افغانستان اشغال ته مشروعيت ورکړي ،دکابل لپاره يي يو لاسپوڅى حکومت جوړ کړ او د دى حکومت وزارتونه يې په هغو هيوادو او په دوى پوري تړلو ډلو وويشل چې له متحده ايالاتو سره يې د افغانستان په نيولو کې مرسته او ملګرتيا وکړه . نه په لمړني کنفرانس کې د افغان ولس حقيقي تمثيل شوي او نه په دي کې ، نه په هغه کې دافغان ولس حقيقي استازو برخه درلوده او نه په دي کې ، لکه څنګه چې د هغه پايلي افغانانو ته بدي وي او د نامشروع اشغال او ظالمانه جنګ باعث شو دا هم له دي پرته بله پايله او نتيجه نشي درلوداى.٢-پوښتنه : د افغانستان روانه وضعه څه ډول وينئ ؟.ځواب :- ماته د افغانستان وضعه کټ مټ هغسي بريښې لکه د روسي فوځونو تر وتلو څومياشتي وړاندي وضعه ، ناټو په جګړي کې ماته خوړلي ،امريکا خپلو ناروا موخو ته په رسيدو کې پاته راغلي ، د کابل لاسپوڅى حکومت د شړيدو په حال کې دي ، بهرني ځواکونه له وتلو پرته بله هيڅ چاره او بديل نه لري ، د دوي له وتلو وروسته به د کابل حکومت ډير ژر نسکوريږي.٣-پوښتنه : نړۍ وال فکرکوي که بهرنۍ قواووي له افغانستان ووځي نو دنولس سوه او نوى د لسيزي حالات به رامنځته شي نو ايا تاسو د هغه ډول حالاتو د مخنيوي لپاره کوم پرګرام لرئ او که نه ؟.ځواب :- د نولس سوه او نوي دلسيزي حالات هغو بهرنيو طاقتونو رامنځته کړي وو چې د افغانستان په اوسني اشغال کې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه برخه لري، دا د مسکو او واشنګټن خپلمنځي توافق وو چې د روسي فوځونو له وتلو وروسته د نجيب حکومت پاته شي ، جګړه دوام وکړي ، د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حکومت د راتلو په هر صورت او هره بيه مخنيوي وشي ، د کميونستانو او غربپالو تر منځ ائتلاف رامنځته شي او د روسي فوځونو نيمګړى جنګي ماموريت دي ائتلاف ته وسپارل شې ،ايران او پاکستان له دي منصوبي سره توافق وکړ ، دايران په وساطت شمالي ائتلاف جوړ شو ، کله چې دا ائتلاف په خپل ماموريت کې ناکام شو او د ختميدو په درشل کې ودريدو طالبان رامنځته شول ، په لمړي سر کې طالبانو د کابل له حکومت سره د حزب اسلامي په ضد لاس يو کړ ، د دوي دواړو توافق پر دي وو چې په کابل کې به د ظاهرخان تر مشرۍ لاندي ائتلافي حکومت جوړوي ، خو دا منصوبه ناکامه شوه او د دوي دواړو تر منځ دجګړو اور بل شو او تر هغه يې دوام وکړ چې پر افغانستان د  امريکا تر مشرۍ لاندي بريد ته لار اواره شوه او په دي بريد کې د مسکو او تهران په شمول ټولو هغو هيوادو برخه واخيسته چې د مجاهدينو له بري او په افغانستان کې د يوه اسلامي حکومت له جوړيدو ويريدل.که اوس د اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته مسکو او واشنګټن او د دوي منطقوي موئتلفين يو ځل بيا په افغانستان کې د جګړو د دوام منصوبه ولري نو احتمال شته چې د نولس سوه او نوي دلسيزي حالات رامنځته شي ، خو دا هم يو حقيقت دي چې اوس د افغانستان ، سيمي او نړۍ حالات تر ډيره حده بدل شوي ، نه مسکو او تهران او په دوي پوري تړلي ډلي په مخکني موقعيت کي دي ، نه پاکستان او نه به د ناټو ځواکونه له وتلو وروسته امريکا اوملګري يې په داسي موقعيت کي وي چې هغه مهال ول ، که مجاهدين يو بل ته لاس ورکړي او پر يوې معقولي طرحي توافق وکړي نو په يقين سر ويلي شو چې د مخکنيو ترخو تجربو د تکرار مخنوي ممکن او اسان دي.٤-پوښتنه : ايا کله د امريکا او يا د کابل حکومت لخوا د مذاکراتو بلنه درکړي شوي که نه ؟.ځواب :- هو ! او په وار وار ، وروستۍ ځل يي په دي رواني مياشت کې وو .٥-پوښتنه : ايا تاسو تر اوسه پوري له حکومت او امريکانو سره مذاکرات کړي او که نه ؟ که کړي مو وي نتايج يې څه ډول د ي ؟.ځواب :- هو! هم مو د کابل له حکومت سره څو ځلي مذاکرات درلودل او هم له امريکانو سره ، خو تر اوسه مو د دوي له لوري داسي واضح ،د منلو وړ،پر واقعيتونو ولاړه طرحه نه ده تر لاسه کړي چې د اعتناء او يادولو وړ وي ، د کابل حکومت بې واکه دي ،امريکايان داسي طرح  نه لري چې افغان ولس او مجاهدينو ته د منلو وړ وي.٦-پوښتنه : د افغانستان د مسئلي د حل لپاره له چا سره او په کومو شرائطو مذاکرات غواړئ؟.ځواب :- مونږ له ټولو ذيدخلو لوريو سره ګټور او اصولي مذاکراتو ته چمتو يو ، شرايط مو دا دي چې دا مذاکرات بايد په يوې داسي طرحي توافق ته لار اواره کړي چې د بهرنيو فوځونو بلاقيد و شرط وتل ، د افغانستان ازادي او خپلواکي ، د خپل برخليک په ټاکلو کې د افغانانو مسلم حق او د افغان ولس ملي حاکميت تضمين کړي . دا د مجاهدينو او ټول افغان ولس اصلي شرايط دي چې له دي پرته نه روغه جوړه راتلي شي او نه جګړه پاى ته رسيدلي شې.٧-پوښتنه : ايا تاسو هم د طالبانو په څير د مذاکراتو څخه دمخه د بهرنيو قواوو وتل غواړئ او که څنګه ؟.ځواب :- موږ د مذاکراتو د څرنګوالي ، شرائطو او وخت په اړه بيل او مستقل دريځ او تګلاره لرو ، نه دهغو په څير يو چې په پټه مذاکرات کوي او په څرګنده وايي ، مونږ د فوځونو تر وتلو وړاندي مذاکرات نه کوو !! د اساسي غوښتنو پر ځاي داسي غوښتني وړاندي کوي چې ارزښت او اهميت ئې د درېيمې او څلورمي کچې دئ ، لکه د بنديانو خوشي کول ، له تور ليست د دوي د نومونو حذفول ، او دي ته ورته غوښتني ، موږ د بهرنيو فوځونو بلاقيد او فوري وتل غواړو خو داسي نه وايو چې نا معقوله ده چې څوک ووايې : لمړي ووځي بيا به مذاکرات کوو!! او تر دي هم نا معقول کار دا دي چې په اعلاميو کې دا خبره وکړو خو په پټه هره مياشت يو ځل مذاکرات ولرو!! زه ګمان نه کوم چې طالبان دي د مذاکراتو مخالف وي ، زما د معلوماتو له مخي هغوي په وار وار په مختلفو کچو بالواسطه او بلا واسطه مذاکرات کړي.٨-پوښتنه : آيا د بون په (څير) کنفرانس کې به برخه واخلئ او که نه ؟.ځواب :- مونږ نه د بن په لمړي کنفرانس کې برخه واخيستله نه په دوهم کي او نه په راتلونکي کې دي ته ورته کنفرانسونو کې برخه اخلو.٩-پوښتنه: د افغانستان د اوسنۍ ستونزي دحل لپاره په تاسو د خلقيانو ،پرچميانو او دهغو خلکو سره چې د حامد کرزي په حکومت کې ئې کار کړي ګډحکومت جوړولو ته چمتو شي ؟.ځواب :- لڼد او قاطع ځواب دا دي چې نه ! موږ له پردي پالو او دين دښمنو ډلو سره نه ګډي جبهي جوړولو ته چمتو يو او نه ګډ حکومت جوړولو ته . ١٠-پوښتنه : له طالبانو سره خپلي اړيکي څه ډول بولئ او هغه کوم عامل دي چې په سياسي او فوځي ډګر کي يي ستاسي لاري جلا کړي دي؟.ځواب :- د دي ځواب بايد له طالبانو وپوښتئ ، هغوي تر ټولو وړاندي له حزب اسلامي سره وجنګيدل ، له ټولو ډلو سره يي ا ئتلافونه کړي خو له حزب اسلامي سره  يې له يووالي  ډډه کړي ، تري وپوښتئ چې دا ولي ؟!! موږ هر هغه چاته د ورور او همسنګ په سترګه ګورو چې خپله ازادي او خپلواکي غواړي او په خپلواک افغانستان کې د وولس د خوښې اسلامي حکومت جوړيدو لپاره جهاد کوي ، خو دا بايد واضح کړم  چې مونږ له هيڅ ډلې سره پر څو خبرو توافق نشو کولاى ، د زور کارونې له لارې پر افغانانو حکومت کول مخصوصاً د پرديو د مټو ، وسلو او پيسو په زور په جوماتونو ، مدرسو مکتوبونو او د ولس د ګڼه ګوڼې په ځايونو کې چاودنې ، د علماؤ او جهادي شخصيتونو ترور ، په جوماتونو کې د خپلو مخالفينو د وژلو په موخه داسې چاودنې چې بې ګناه لمونځ کوونکي په کې وژل کيږي ، د اسلامي اصولو مطابق انتخاباتو سره مخالفت ، د مکتبونو تړل او ورانول ........١١-پوښتنه :  د امريکا سره د افغانستان راتلونکى ستراتيژيکي سند څه ډول وينئ ؟ ايا دغه تړون د افغانستان په ګټه بولئ او که نه ؟ځواب: نه د کابل حکومت يو مشروع او قانوني حکومت دى چې د افغانستان وولس په استازيتوب داسې تړون لاسليک کړي او لاسليک يې څه اعتبار ولري او نه د داسې سندونو د منلو او نه منلو په اړه کوم استقلال او واک لري ،  دا د امريکايانو لاسپوڅې ذليل حکومت دى ، هغه څه کوي چې امريکايان يې پرې ګماري ، لاسليک يې داسې دې لکه د کم امريکايي افغان مامور لاسليک ، دوى داسې ډير سندونه امضاء کړي ، امريکايانو د دوى په وړاندې د سندونو متن ايښې او دوى په پټو سترګو لاسليک کړى ، دوى له امريکايانو سره دا سند هم لاسليک کړې چې په افغانستان کې زندانونه درلودې شي ، خپل مخالفين نيولې ، بندي کولاى ، محاکمه کولاى او له هيواده بهر انتقالولاى شي ، د شپې او ورځې له لورې هر مهال او په هر ځاى کې عمليات تر سره کولاى شي ، له ويزې پرته افغانستان ته تګ راتګ کولاى شي ، د افغانستان له فضاء د خپلو الوتکو لپاره او له سړکونو يې د خپلو ټاګونو او وسائطو لپاره استفاده کولاى شي ...ستراتيژيک سند په حقيقت کې د افغانستان د دايمي اشغال سند دى نه بل څه ، داسې سندونه کمونستانو هم له روسانو سره لاسليک کړې ؤ خو نه يواځې دا چې روسانو او کمونستانو ته يې څه ګټه ونه رسوله بلکه د دوى دواړو سر يې وخوړ او د کمونيزم او شوروي اتحاد د زوال سند ترې جوړ شو ، ښايي د دې سند پايله به دې ته ورته وي.١٢- پوښتنه :که د افغانستان اوسني چارواکي امريکا ته د فوځي اډو په ورکولو سلا شي او هم لويه جرګه يې ومني نو ستاسې عکس العمل به څه وي؟ځواب: د کابل چارواکو توافق او عدم توافق هيڅ ارزښت نه لي ، هغوى د بهرنيو فوځونو په پاته کيدا ټينګار کوي او په الحاح سره له امريکايانو غواړي چې مزيد پاته شي ، دا پريکړه به په واشنګټن کې کيږي چې تر کله په افغانستان کې پاته وي او د دوى د حضور څرنګوالى يې څنګه وي ، په دې اړه نه د کابل حکومت پريکړه څه اهميت لري او نه د تش په نامه لويې جرګې پريکړې ، مونږ به تر هغه خپل جهاد ته دوام ورکوو چې د بهرنيو ځواکونو وروستى فوځي له هيواده ووځي او په خپلواک افغانستان کې د افغان وولس د خوښې متخب اسلامي حکومت جوړ شي.١٣-پوښتنه : له هندوستان سره به مو د افغانستان ستراتيژيک تړون لوستى وي په دې اړه ستاسې نظر څه دى؟ځواب : له هند او نورو سره د ستراتيژيک تړون خبرونه هغه مهال مطرح شول چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په ضد مخالفتونه تشديد شول ، د کابل چارواکو ته وظيفه ورکړې شوه چې د مخالفتونو د سړولو په موخه له هند او نورو سره د داسې ستراتيژيک تړون په نامه څه سندونه لاسليک کړي او په دې سره افغانانو ته داسې وښيي چې دا يوه عادي معامله ده او بايد د افغانستان د دايمي اشغال سند يې ونه ګڼي.١٤-پوښتنه : د حکومت د سولې پروګرام د افغانستان په ګټه بولئ که نه ؟ځواب: د کابل حکومت نه د صلحې راتلو تلوسه لري او نه کومه طرح ، د صلحې مخکنې کميسيون ته انګريزانو څو ميليونه پونډ ورکړي وو چې د مجاهدينو قوماندانان پرې واخلي او د دوى په وړاندې يې تسلميدو ته چمتو کړي او د صلحې عالي شورى ته امريکايانو څو ميليونه ډالر په همدې موخه ورکړل ، انګريزانو وويل : زمونږ د دغو پيسو نوې سلنه د کميسيون د غړيو له لورې حيف ومل شوي ....بايد انتظار وکړو چې امريکايان به د دغو پيسو په اړه څه وايي ، يقيناً چې د دوى وينا به حتماً د انګريزانو په څير وي ، دا شورى د صلحې د تامين په اړه هيڅ نه شي کولاى ، نه له دوې سره واک شته او نه اراده ، د کابل جمهور رئيس په وار وار د مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې غواړي چې د شپې له لورې عمليات او د افغانانو د کورونو لټول بند کړئ ، خو هغوى د يوه عادي افسر په خوله او د مطبوعاتو له لارې ځواب ورکوي : دا عمليات او تالاشئ ضروري  او ګټور دي او لړۍ به يې دوام کوي ، زمونږ خاصو ځواکونو تر اوسه نږدې درې زره داسې عمليات تر سره کړي تر دې وروسته به هم دوام ورکوي !! چې د جمهور رئيس واک او اغيز دومره وي نو د حکومت کميسيونونه به د څه کولو وس او توان لري؟!!١٥-پوښتنه : تاسو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره څه ډول طرح لرئ؟ځواب : زمونږ طرح دا ده :١-بهرني ځواکونه دى د يوه داسې معقول مهال ويش مطابق له افغانستان ووځي چې مجاهدينو ته د منلو وړ وي.٢-لمړى دې له ښارونو او ګڼ ميشتو سيمو ووځي او په عسکري مراکزو کې دې ځاى پر ځاى شي او بيا په بشپړه توګه او له ټول هيواد.٣-د امنيت چارې دې په بشپړه توګه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي ، بهرني ځواکونه به د افغانستان په هيڅ ګوټ کې او په هيڅ حالت کې په خپل سر د نظامي عملياتو ، د کورونو تالاشئ او نيونو حق نه لري .٤-قدرت دې يا يوه داسې موقت حکومت ته وليږدول شي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي ، که نور لوري دا نشي منلاى نو په اوسني حکومت کې دې داسې تعديل راشي چې ټولو ته د منلو وړ وي ، خو په دې حکومت کې به متنازع فيه څيرې او په فساد ، ملي خيانت ، بې دينئ او جنګي جناياتو  تورن کسان نه وي . همدا راز د حکومت د درې ګونو امنيتي قواوو په مشرتابه کې به داسې کسان نه وي چې د يوې ډلې په پلوئ او د بلې ډلې په ضد جنګيدلي وي.٥-د پارلمان پر ځاى به د ټولو افغاني لورو په اتفاق د ملي امنيت په نامه يوه داسې شورى جوړيږي چې د غړو شمير به يې له اوو تر پنځلسو پورې وي او په مهمو ملي مسائلو کې به د وروستۍ پريکړې واک ورسره وي ، د دې شورى مقر به په داسې ولايت کې وي چې امنيت يې په بشپړه توګه د افغاني ځواکونو په لاس کې وي او هيڅ بهرنى ځواک پکې نه وي.٦-د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست ، وولسي جرګې او ولايتي شورى ګانو لپاره يو ځاى ، يو ځل او هم مهال انتخاب تر سره کيږي.٧-په دې انتخاباتو کې د حکومت او کابينې غړي او واليان يواځې په هغه صورت کې د برخې اخيستو حق لري چې د انتخاباتو تر نيټې شپږ مياشتې مخکې له خپلې دندې استعفاء وکړي.٨-په لمړي منتخب حکومت کې به د هر لورې برخه د هغه د آراوو په تناسب وي او له شورى به د اعتماد رايه تر لاسه کوي ، خو تر دې وروسته به بريمن لورې پر دې مکلف نه وي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.٩-هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو کې د برخې اخيستو حق لري چې په لمړي انتخاباتو کې تر لس په سلو کې زياتې رايې تر لاسه کړي وي.١٠-په دې مودې کې به په جګړو کې ښکيلو لورو تر منځ بشپړ اوربند تامين وي ، ټول سياسي بنديان به خوشې کيږي ، ټول لوري به ژمنه کوي چې له دې وروسته به نه قدرت ته د رسيدو لپاره ناروا لارې لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله کاروي.١١-لمړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چې د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅيړي او د هيواد د اساسي قانون په اړه ورووستۍ پريکړه وکړي.١٢-هيڅ بهرنى هيواد به دا حق نه لري چې په افغانستان کې زندان ولري ، کوم افغان محاکمه او مجازات کړي ، يا يې د محاکمې لپاره بهر ته انتقال او په بل ځاى کې يې محبوس او محاکمه کړي.١٣-په اختلاس ، د مخدره موادو قاچاق ، د ملي شتمنيو په غصب او په جنګي جناياتو تورن کسان به شرعي محکمې ته سپارل کيږي او هيڅ لورې به له هغوى په څرګنده يا پټه تګه دفاع نه کوي.١٤-د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به بهرني جنګيالي هم په افغانستان کې نه وي.١٥-کوم کورنى او بهرنى لورى چې د روغې جوړې له دې ميثاق سره مخالفت او د جګړې پر دوام ټينګار وکړي مونږ ټول به په ګډه او تر هغه د جنګ غوښتونکو مقابله کوو چې خپل هيواد او وولس د هغوى له شر او ضرر وژغورو.١٦-پوښتنه : د امريکا او ناټو پر ضد روان جهاد او مقاومت کې ستاسې ګوند څومره ونډه لري ؟ځواب : الحمد لله د حزب اسلامي ونډه په دې جهاد کې ځلانده ده ، هم د جهاد په فکري اړخ کې او هم يې په نظامي اړخ کې فعاله او د پام وړ ونډه لري ، اوسنې جهاد د حزب له لورې پيل شو هم د جهاد اعلان د حزب له لورې وو او هم لومړني عمليات ، تر يو نيم کال پورې حزب اسلامي د جهاد په ډګر کې يواځې ؤ ، نور جهادي لوري نږدې يو نيم کال وروسته ډګر ته راووتل ، اوس د خپل وس او ذاتي امکاناتو په اندازه په مسلحانه جهاد کې برخه لرو ، هغو مجاهدينو ته چې مونږ يې له اکمال عاجز يو دا اجازه مو ورکړې چې د نورو ډلو په څنګ کې جهاد وکړي ، البته له دې سره مو په هيڅ حالت کې توافق نه دې کړې چې کوم بهرنى هيواد ته د روزنې او اکمال لپاره وليږل شي او د هغوى د خوښې عمليات تر سره کړي ، مونږ ته د ځينيو ګاونډيو په شمول ځينيو هيوادونو په وار وار دا وړانديزنه کړي چې خپل قوماندانان د تجهيز او روزنې لپاره ورمعرفي کړو خو مونږ له دې کار ډډه کړې ، متآسفانه ځينې ډلې همدا کار کوي.١٧-پوښتنه : څه فکر کوئ چې اخوان المسلمين په افغانستان کې د امريکا ملاتړ کوي او که نه ؟ دا ځکه چې يو شمير هغه ډلې او کسان چې ځانونو ته يې د اخوان المسلمين کلک غړي ويل اوس په افغانستان کې د امريکا ملاتړ  کوي ، په دې اړه ستاسې نظر څه دې؟ځواب : ګمان نه کوم چې اخوان المسلمين يا اخوان المسلمين ته منسوب ډله به په افغانستان يا بل هيواد کې د امريکايانو ملاتړ وکړي ، اخوان المسلمين يو اسلامي ګوند دى او روښانه سابقه لري ، هغه څوک به د امريکايانو ملګرتيا کوي چې اسلام او اسلامي ګوندونو ته يې انتساب دروغجن  او منافقانه وي.والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهحکمتيارافغانستانجدي ١٣٩٠پاى      ش / ا                 (ازا)