
د جرګی ګډون
کونکو په برلین ښار کی د اسپین د انستیتوت
جوړیدونکی غونډی چی په روان ۲۰۱۲ کال د جنورۍ د میاشتی په نهمه نیټه د
امریکا د کانګریس د غړو په ګډون او د جرمنی د یو شمیر چارواکو په کوربه توب جوړه
شوی وه خبری وشوی .
د خبری رسنیو د
راپورونو له مخی د برلین پورتنۍ یادی شوی غونډی ته د افغانستان ځینی پخوانی او
اوسنی جنګسالاران او جنګی مجرمین د ګډون لپاره رابلل شوی و .
د اجندا مهمه
موضوع د نورو موضوعاتو په څنګ کی په افغانستان کی د فدرالی سیستم د رامنځ ته کولو
طرحی وی ، چی په د غونډی کی ځای ورکړل شوی وو .
د ادیسی په ښار
کی میشتو افغان منورینو د یادی غونډی په اړوند بحثونه وکړل او د دوی د غوښتنو په
اساس او هم د ملی ګټو د ساتلو او د داسی بی بنیاده طرحو د عملی کیدو د مخنیوی په
خاطر لاندی پریکړی وشوی .
موږ په داسی
حال کی چی د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د نړیوالو تلاشونو نه هیروو او هم د
نړیوالو ټولنی د یو موټی افغانستان د ثبات او پرمختیا لپاره د هلو ځلو هرکلی کوو ،
ولی هیچا ته موږ خپلی وسی دا اجازه نه ده ورکړی چی د افغان ملت دښمنان د خپلو سیاسی او اقتصادی شومو هدفونو د پلی
کیدو لپاره داسی غونډی او فیصلی وکړی چی افغان ملت په ټوټو وویشی .
افغانستان په
اوسنیو شرایطو کی یو مرکزی حکومت او مرکزی حاکمیت ته ضرورت لری تر څو خپله ځمکنۍ
بشپړتیا وساتی .
د تاریخ په
اوږدو کی افغان ملت ته دا ثابته شوی ده چی
زموږ ګاونډی هیوادونه ، چی اوږدی او شریکی پولی راسره لری ، دا هڅه کړی ده چی زموږ
له داخلی نارامیو څخه په ګټی اخیستو سره یا زموږ د خاوری یوه برخه لاندی کړی او یا
هم زموږ په کورنیو چارو کی د کړکیچ د لا زیاتیدو لپاره لاسوهنی وکړی .
موږ له ټولو
هیوادوالو دا هیله لرو چی د وطن د کړکیچ د حل په لاره کی لاس په لاس ګامونه پورته
کړی ، او په کورنی او نړیواله کچه د دښمنانو شومو او ناکامو هدفونو د پلی کیدو مخه
ونیسی .
تاسو د خبری
رسنیو له لاری معلومه ده چی پورتنی ناستی د زیاتو سیاسی حلقو له خوا او هم د مدنی
ټولنو له خوا او په عمومی ډول د افغانستان د اکثریت وګړو له خوا غندل شوی ده ، او
د خارجی ټولنو داسی عمل یی د افغان ملت په کورنیو چارو کی لاسوهنه بللی ده . او
همدارنګه د افغانستان د دولت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کی هم په ښکاره ډول
څرګندیږی چی د دی ډول خبرو او غونډو چی د ملی وحدت له روحی سره برابری نه وی په
ټوکلی توګه مخالفت شوی او د هغو افرادو او یا ټولنو چی داسی غونډو ته سازماندهی او
بلنه ورکوی زموږ د هیواد په کورنیو چارو کی یی لاس وهنه بللی ده .
افغان ملت د دی
توان لری چی د هر چا ښه ګام ته هرکلی ووایی ، زموږ غوښتنه د افغان ملت له دینداره
، کارپوهانو ، پر وطن مینو خلکو او سیاست پوهانو څخه دا ده چی د دغسی غونډو په
مقابل کی زغرنده غبرګون وښیی ، تر څو موږ یو ځل بیا عملا د وطن له ټوټه کیدو سره
مخامخ نشو .
موږ د نویمو کلونو تور تاریخ چی زموږ د هیواد ګران وطن
افغانستان د ټوټه کیدو تکلونه وشول ولی د دښمنانو دغه شان تکلونه او هلی ځلی له
ناکامۍ سره مخامخ شوی، ندی هیری کړی . داسی ناوړه غمیزی باید د افغانستان په تاریخ
کی تکرار نشی .
د دایسی د ښار
د افغان منورینو له خوا
استاد منګل