جنګونه اوافغانستان

 دنړ ۍ ډيرى هيوادونه دتاريخې جنګونو، واقعاتو ، برياو اودشکستونو څخه ډک پراته دى ، اګرچې هرقوم اوټولنه په خپلو قومي برياو باندې فخرکوي ، مګرداشکست دې چې په تواريخوکې د ټولنوپه فکرونوکې نه هيريدونکى او تکليف ورکونکى تاثيرات پريږدې چې ، له امله يې دتل لپاره د ذلت او رسوائى داغ پخپلو لمنو ږدې  ، په ځينو وختونوکې بيا دبى شميره شکستونو وروسته يوه ښه بريا ديوقوم په تاريخ کې دجبران  ځاى ګڼل کيږې ، دنپولين د بى شميره برياو وروسته کله چې ، هغه ته  په روس باندې په بريد کې شکست ورپه برخه شونو تاريخ بدل شو ، له هغې وروسته دبلجيم هيواد په واټرلو کې ډيوک آف ولينکټن په لاسونو په مکمله توګه شکست او ناکامۍ سره مخامخ شو ،ونيول شو اوپه سينټ هيلنيا نومې ټاپوزمه کې دقيد ژوند يې تيرکړ او ومړ .
دغه رازد ايډولف هټلر ټولى لوي ،لوي برياوى د لينن ګراډ څخه د شکست په واسطه له خاورو سره پيوسته شوې  دپوځ پرخپل ځان باور پاى ته ورسيده ، فيلډ مارشال پاؤټسن وسله وغورځوله او ډيرژر  د هټلر پوځونو ته پرځاى کې شکست سره مخامخ شو چې ، په نتيجه يې روسې پوځونو پربرلن باندې قبضه وکړه ، اوهټلردشرم او رسوائى له امله ځان وژنه وکړه چې دغه راز  نه هم فرانسوى اونه هم المانى عوام دخپل تاريخ خواشينونکى شکستونه هيرولى شې .
همدغه ډول په اول نړۍ وال جنګ کې د اتحاديانو دبى شميره برياو سره د ګلى پولې پرځاى دترکيانو څخه شکست اود شاوخوا سل زره فوځيانو وژل کيدو له امله دهغوى په برياو باندې دهغوې په ټولنوکې د غمونو ماتمونه پيل شول ، ددغې برعکس د انګريزانو د بى شميره خواشينونکو شکستونو وروسته په دوهم نړيوال جنګ کې د فيلډ مارشال منټګمرى د جرمن فيلد مارشال روميل ته په مصرکې د الامين پرځاى باندې بريا د ټولو شکستونو لعنتونه او رسوايانى پريمنځلې .
همدارنګه  د منګوليانو بى شميره ځليدونکى او ډيرې ظالمانه برياو باندې دترک مملوک سلطان ملک الظهير بيبرس څخه په چينه جالوت ( اردن ) اود مشرقې ترکې پرځايونو کې ځواکمنه شکستونه ورکړل چې له امله بې بيا د منګوليانو خپى په ميدان جنګ کې ټينګې نه شولې .
 
لدې سربيره روس هيواد چې په بمونوکې يې تردې مهاله پورې بيلګه نه ليدل کيږې اودهغه هغه ارمان چې کوم د زار بادشاهانو يې خوبونه ليدل او ډيرى اسلامى هيوادونه يې د خپو لاندې کړى ؤ اوپرهغوى يې د ډيرو ظلمونو سربيره دهغوې په اسلام ډوله نومونو پرځاى هغوى کوف ، وف او نوف وغيره ته اړکړى ؤ په افغانستان بريد وکړ چې له امله افغان وګړو له هغوى سره په روسته پاتې وسلو تبرونو ، کودالو او نيزو سره دهغوې پروړاندې مقاومت پيل کړ و اوميليونونه افغانانو د اسلامى ناموس دساتلو لپاره بيلابيلو هيوادونو ته هجرتونه وکړل ، دهجرت په اولنيو کلونوکې که څه هم افغانانو سره بيلابيلې مرستې شوې په ١٩٨٠ کال کې دافغان مهاجرو کيمپونو کې يويې ددې مضمون ليکونکى هم شتون لره ، هغه خپلې چاچۍ دسعودې بادشاه ملک عبدالله ،جنرال ضياء الحق اود اطريش د بادشاه سربيره دبيلابيلو هيوادونو لويو چارواکې له ډير نږدې څخه ليدلې له نن څخه ٣١کاله وړاندې کله چې زه ٧ کلن ماشوم وم پرهغه مهال د يوکيلو غنمو قيمت څلورانى ؤ ( ديوى پاکستانى روپۍ څلورمه برخه ) له موږسره د مهاجرت په وخت بيلابيلې مرستې کيدلې چې په هغې کې نقدې روپۍ ، غنم ، تيل ، غوړې ، وريجې ، شهد ، کمپلې ، خيمې ، ترپالونه ، دوايانې اوداسې نور اړين توکې يوه اهمه خبره بايد چې وويل شې زموږ مشرانو پلارانو پدې نيت هجرت کړې ؤ چې په اسلامى هيواد يې سرو لښکرو يرغل کړې ؤ اوهغوې داسلام د ختمولو لپاره په افغانستان هيواد بريد کړې ؤ دافغانستان غيرتمندو وګړو داکار نه شو زغملې اودهغوې په خپل ګران هيواد افغانستان کې دې کافران او د اسلام د سپيڅلې دين ختمونکى اووسيږې ، زموږ مشرانو له هغوې سره په ګران هيوادافغانستان کې مقاومت غوښتل مګر د وخت ځينې  حکمرانان دسرو لښکرو سره يوځاى شوې ؤ لدې امله موږ او زموږ مشران هجرت کولو ته اړشوې ؤ .
 
دپښتو متل دى چې پيشو د خداى لپاره موږک نه نيسې هغه مهال چې امريکايانو غوښتل خپل مقابل  ځواک ته په يوشکل نه په شکل ماتى ورکړې اوافغانستان کې يې په منصوبه بندۍ ښکيل کړ او دهغوله عواموسره يې په بيلابيلو برخوکې مرستې کولې اوافغانانو دهغوى په مرسته سور لښکر په ١٩٩٢ ع کال اړکړ اوهغه دېته مجبوره شو چې له افغانستان څخه خپل ټغرورټول کړې ، دټوليدو سملاسې وروسته هغه اسلامې هيوادونه چې روس ورباندې د ٧٢ کلونو په خپله قبضه ساتلى وه ازاد شول اونړۍ سوپرځواک په صفربدل شو ،له هغې مخکې دخپل وخت يوبل نړيوال ځواک چې پرخاوره يې لمرنه ډوبيده هم په افغانستان کې شرمناک شکست سره مخامخ شوې ؤ .
 
دتاريخ ترټولو لوى سبق دا ياديږې چې له تاريخ څخه څوک عبرت نه اخلى پرون پدې خاوره کې روس له ماتې سره مخامخ شو او نن يوبل چې خپل ځان دنړۍ سترځواک ګڼې له ماتې سره مخامخ ښکارې او لينګي يې رپيدلې دى او چاړه ورته په اوبوکې ښکاره شويده ، په افغانستان کې يې ډير بوږنونکى ظلمونه وکړل له څو ورځو د ماشوم څخه واخله ترسل کلن وګړو پورې يې په وحشيانه بريدونوکې  افغانان شهيدان کړيدى اودشاوخوا لسو کلونو څخه خپل تندې د افغانستان له غرونوسره جنګوى اوڅه په لاس نه ورځې دشکست په احساس کولو چې مخې ته يې ولاړدى اقرار نه کوې او وخت به پريکړه وکړې چې څوک بريا او څوک شکست سره مخامخ کيږې .
 
ليک : مسيح الله (عصام)
Masihullah_asam@yahoo.com