په لندن کې ګډیِ مشاعرې ته بــلــنــه

بسم الله الرمن الرحيم!


په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه ، هرکال، د نورو مِلي، ديني او کلتوري مُناسِبتونو د تجليلونو تر منځ، مشاعرې او ادبي غوَنډیِ هم جوړوي . د سږ ( ۲۰۱۲ م) کال لومړنۍ ګډه مشاعره د جنوَرۍ په نهويشتم (۲۹)، د يکشنبیِ (دوَيم) په ورځ د مازديګر په څلورو بجو د ټولنیِ د مرکز په تالار کې جوړيږي .ټول افغان شاعران چې په هره وطني ژبه شعر وَيل يا راليږل غواړي، په دې شانداره مشاعره کې به، په وطنواله مينه، اِستقبال شي .هغه افغان شاعران چې د هزاره ګي، اوزبيکي، ترکمني، بلوچي، پشه يې، نورستاني،… اوشيغناني ژبو د ښکليو او خوږو شعرونو په وَيلو او يا راليږلو سره دمشاعرې ګډونوال نازَوي ښه ده چې، د ډله ييز او عام پوهَـوي د پاره ، په خوَږه او روانه پښتو یا دري ژبه د خپلو شعرونو ترجمې هم ولري . دهر خواږه شعر سره به يې ژباړه ، همزمانه، د افغان ولسونو د ادب مينه والو ته، د ټولنیِ د يوه مجرب نطاق او ديکليماتور ( يا تکړه نطاقیِ او ديکليماتوریِ) په واسطه وړاندیِ شي .که د وريا ځايونو قدرمن شاعران غواړي چې د ټيليفون اويا ويډيويي اړيکو له لاریِ په دې مشاعره کې برخه واخلي په لاندیِ ټيليفونونو اويا ايمېلونو دې تماس راسره ونيسي چې ګډون ته يې تخنيکي اِمکانات برابر کړو .د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو وطنپالو شاعرانو ته، په افغاني مينیِ، بلنه درکوي، چې د افغاني خوږو ژبو او ګډ ښکلي افغاني کلتور په ساتلو او پاللو کې، دلته او هر بل چېریِ، برخه واخلئ او خپل مِلي فرض ترسره کړئ .په درنښت!په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ کلتوري څانکهدټولنیِ پته :West Acton Community CentreChurchill GardensLondon W3 0JN
02089938168: Tel02089932129: Tel
sarinuk@live.co.uk