خبرتيا ،ګردې افغان مېډيا ته يوليک

 خبرتيا ،ګردې افغان مېډيا ته يوليک
افغاني رسنۍ دې د پاکستان عوامي نېشنل پارټۍ د غړو او دوئ ته ورته د نورو پرولل شوي پښتنوپر ليکنو بشپړبندېز ولګوي  ليکنې شعر او خبرتياوې  دې نه خپروي .
مېوند اشنا
له امو نه مې وطن دی تر جېهلم
لکه باز کله ورځم کله راځم
جمعه خان صوفي صېب  او د دۀ نور  نېشنليان خو لا ښه خلک دي چې افغانانو ته په خپل وطن )له امو تر جېهلمه ( کې پېغور کوئ چې له يوۀ ښاره بل ښارته تللي دي اوپه خپلو ليکنو کې وايي چې  ننګرهاريانوخو بېخي  پر پېښور يرغل کړی دی د پېښور لارې کوڅې او هديرې پر ننګرهاريانو ډکې شوي دي نو راياد شي چې  هغه هېندو راجه ګاندي به ويل هېندستان ته افغانان له افغانستانه راغلي دي خو افغانستان ته افغانان له عربستانه راغلي دي بيا دې ځينولږه نوره څېړنه پر افغانانو وکړه او پايله يې دا راويسته چې افغانان هېڅ وطن نه لري دا خلک له اسرايل څخه راغلي دي يهود دي اوس هلته په خپل وطن اسرايلوکې عربان يهود نه پرېږدي او دلته په خپل وطن له اموتر جېهلمه کې افغانان نشنليان نه پرېږدئ د افغانانو ازاد تګ راتګ په خپل وطن له امو تر جېهلمه کې نه يواځې  نېشنليان لمبه کړي دي بلکې داسې ډېر يې پر اور سېځلي دي او لا سوځي .
 د افغانستان په اړه چې په جرمني کې غونډه رابلل شوې وه د پاکستان  پارلمان په کې د  نه ګډونه پرېکړه وکړه  په پارلمان کې د دريو کمېټو مشران پښتانۀ دي  اسفنديار خان ،فضل الرحمان خان مولا،سليم سېف الله خان پنجابی خو په کې نه وو نو بيا ولې دغه پښتنو د پښتنو په غونډه کې د نه ګډونه پرېکړه وکړه .
  له خېبر نيوز  سره د نېشنل پارټۍ غړی افضل خان لالا  دا خبره کوي چې زه  پاکستان ته لومړيتوب ورکوم زما پاکستان دا فېصله کړې ده چې د افغانانو غونډو ته به يو کس هم نه ځي  زه يو پاکستانی شهري يم زه ځکه د افغانانو غونډې ته نه ځم .
د بن لادن ناولي له مرګه وروسته چې کله پاکستاني جنرالانو د تړلو دروازو شاته کومه غونډه رابللې وه  چې پښتانۀ مشران هم په کې وۀ په دغه غونډکې جنرالانو  دا خبره وکړه چې افغانستان به تر هغه وخته پورې موږ پرېنږدو تر څوپورې چې يې د دډيورند کرښه نه وي منلې.
 د پنجاب سوبايي اسمبلۍ  دا خبره کوي چې موږ په يوناټيډنېشن کې د ډېورند د کرښې ډېر کمزوري اسناد لرو په يوناټيډنېشن کې افغانستان له امو څخه تر جېهلمه پورې دی . نېشنليانو ته يې اوس ګوته ورکړې ده که دا د ډېورند کرښه مو پر افغانان ومنله اسپنديار خان به صدرپاکستان کړواو ټول نېشنليان به  بيا د ډوډۍ پر ځای ډالرې خوري .
 له نن څخه ٤٠ کاله پخوا اجمل خټک ،اعظم هوتي، افراسياب خټک او ورسره نور باډيګاټان کابل ته چا استولي وۀ ؟  جمعه خان صوفي صېب په خپلوليکنو کې ومنله چې ذولفقار علي بټو استولي وۀ .
  د سوبه خېبر وزيراعلی حېدرهوتي  دا خبرې کوي چې هند په افغانستان کې  زموږ پر ضد تخريبکاري کوي تر څو چې د فسادجرړه افغانستان زموږ په خوا کې وي موږ ښه ورځ نه شو ليدلی همدغه  هند دحېدرخان پر ډر نيکه غفارخان  فلمونه نه جوړه وي او دا خبره هم کوي چې د هېند پر سر چې کوم اسمان شين بې ستنوولاړ دی دا غفار خان ودرولی دی  هېند يې ازاد کړی دی .
 سليم سېف الله خان چې کابل ته په يوۀ رسمي سفر تلل وو خېبر نيوز ترې وپوښتل چې تۀ د يوۀ پښتون په صېفت افغانستان ته تللی وې او که نه کومه لارښونه درته شوې وه ) دلته د پښتون  په صېفت خپلواک دی (هغۀ   ووېل چې نه موږ ته  د اي ايس اي له خوا يوه ځانګړې لارښونه شوې وه چې هلته په کابل کې څه ووايو او له چا سره ووينو .خو ما دومره زړورتوب وکړ چې خپلو ملګرو ته مې وويل افغانان خپلواکه خلک دي موږ دا نه شو کولی چې ورته ووايو تاسې دا وکړئ او دا مه کوئ  .
سبا به د اي ايس اي کارمندان بيا ډيپلوماسي پېل کړي  او دا دروغجن به بيا راته غوږ کې ببولالا وايي چې لر او بر يو افغان دی خونن دې ظالمانو  موږ په ډېر سخت او کړاوجن وخت کې يواځې پرېښودلو.
په درناوي