په قطر کې دطالبانو دفتر ... نظامي مړینه او سیاسي زیږیدنه

 په قطر کې د دفتر پرانېستنې په اړه دطالبانو پریکړه یو لړ پوښتنې راپنځوي په ورته وخت کې کارپوهان وايي دا ډول پرمختګ مانا داده ،چې طالبان سیاست ته مخه کړي او وسله وغورځوي . په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانېستنې دبحث لپاره نوی موضوع ده په افغانستان کې ټولې ښکیلې خواوې هڅه کوي ،چې خپلې موخې ته ورسیږي متحده ایالات ، افغانستان ، طالبان او قطر هر یو جلاجلا موخې لري ، خو کارپوهان بیا وايي : دفتر نغده پایله به دا وي ،چې طالبان وسله وغورځوي او په سیاسي ژوند کې ورګډ شي . طالبان امریکايي خوځښت دی : په حلوان پوهنتون کې دنړیوالو اړیکو استاد ډاکتر جهاد عودة وايي د دا ډول یو پرمختګ اټکل لا ډیر پخوا کېده ځکه دا خو شونې نه ده ،چې په افغانستان کې به ټول عمر جګړه روانه وي هغه ( ایلاف ویبپاڼې ) ته وویل : امریکا په افغان ستونزه کې پر ګردو خواوو ، ګاونډیانو ، خلیجي هېوادونو خپل اغیز لري ډاکتر عودة زیاتوي : دا نوی جوړجاړې دافغانستان له تاریخي شننې پرته نه شو ارزولای هغه زیاتوي خپله طالبان هم دامریکا دمستقیمې پالنې په ترڅ کې رازیږول شوې دي او افغانستان ته دامریکا له راتګ سره ،چې طالبان کوم بریدونه ترسره کوي دا دکنترول شوو بریدونو په لړ کې راځي . سیاست ته دطالبانو ور ګډول : ډاکتر عودة وايي : امریکاغواړي ، چې له افغانستانه ووځي ، خو مخکې له دې ،چې له دې کاواکه هېواد راووځي غواړي دخپل ځان او افغانستان ساتنه او ژغورنه خوندي کړي او له طالبانو دا زمینه واخلي ،چې بیرته دافغانستان پر برخلیک واکمن شي . امریکا دبن لادن پر وژلو له القاعدې نوکان او وزرونه ایستې دي په دی مانا ، چې نور هغه القاعده نه ده ،چې دامریکا او نورو ګټې او امنیت وګواښي . اوس متحده ایالات ، خلیجي هېوادونه ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او قطر ټول پردې سلا شوې دي ،چې طالبان سیاست ته رامات کړي او غړو ته یې ته په حکومت کې ونډه او څوکۍ ورکړي ، خو طالبان به وسله غورځوي او له زورزیاتي به لاس اخلي ، چې طالبان به نور افغانستان او نړۍ کې سوله او ټیکاو نه ګواښي . امریکا هغه مهال دې ډول یو ګام پورته کولو ته زړه ښه کړ کله ،چې یې له طالب مشرانو څرګند ضمانتونه واخستل . قطر رول : په نوي تړون / معامله کې دقطر درول په اړه ډاکتر عودة وايي : قطر له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې لري او په سیمه کې دامریکا دګټو په موخه سیاسي رول لوبوي کولای شو ، چې قطر ته د(ناڅرګند ټیکه دار ) خطاب وکړو نه دلاسپوڅي هغه ،چې ډیری وخت یې ځنې شنونکې په همدې نوم یادوي ځکه اوسمهال دسیاست په ډګر کې دا ډول اصطلاحات او ژبه ځای نه لري ،بلکې ددې پر ځای له امریکا سره دستراتیژیکو اړیکو اصطلاح کارول کیږي . که چیرې خبره دامریکا او قطر ترمنځ دلاسپوڅیتوب وي بیا نو مصر ( دحسنی مبارک دواکمنۍ پر مهال ) سعودي عربستان ، خلیجي هېوادونه ان الجزایر او المغرب هم له امریکا سره ستراتیژیک تړون لري او موږ بیا ورته دلاسپوڅي اصطلاح کارولې شوو خو نه ،خبره دمتبادلو ګټو ده ، چې تړون یې بریدونه ټاکي . امریکا نظامي ماته وخوړه : یافادستراتیژیکو څیړنو مرکز مشر ډاکتر رفعت سید احمد بیابل څه وايي : نوموړي (ایلاف ویبپاڼې ) ته زیاته کړه : قطر دامریکايي ستراتیژۍ په چوکاټ کې رول لوبوي او په سیمه کې دامریکا پلانونه او تګلارې پلې کوي نوموړې وايي : کله ، چې امریکا ناکامیږي بیا نو قطر او ځینې خلیجي هېوادونه ، چې د( شرکتي دولت ) په نوم یادیږي دخپل بادار لپاره د مزد په بدل کې یوڅه ترسره کوي دا مزد کېدای شي ګټه وي او په سیمه کې همدې هېواد ته ډیر رول ورکول وي او یا دګاز دصادرولو سلنه ورته زیاته کړي . ډاکتر سید احمد زیاتوي : قطر دامریکا په استازیتوب په لیبیا ، سوریه کې درسنیو له لارې خپل رول ترسره کړ او له اپوزیسیون سره یې مالي مرسته هم وکړه . ډاکتر سید احمد زیاتوي : قطر هغه مهال خپل سیاسي رول لوبوي کله، چې امریکا وانګیري ،چې زه له ماتې سره مخ کیږم او یا له نورو اړخونو سره دپټو اړیکو دکانال دپرانېستلو لېوالتیا یې پسې واخلي دبیلګې په توګه حماس ، طالبان ، ایران ، په سوریه کې حکومت او اپوزیسیون . کله ، چې دامریکا پر وړاندې لار وتړل شي او یا یې ګټې له ګواښ سره مخ شي نو دا مهال نو دزیږ ځواک پر ځای دنرم / پوست ځواک دکارونې اړتیا ډیره لیدل کیږي . طالبانو په دې معامله کې تاوان وکړ : طالبان او امریکا دستونزې دوه اړخونه دي د دا ډول یو پرمختګ دمانا په اړه ډاکتر سیداحمد وايي : د طالبانو په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې ددې اوښتون / بدلون مانا داده ،چې امریکا په افغانستان کې دطالبانو پر وړاندې ماته وخوړه واشنګټن غواړي ،چې له طالبانو سیاسي کسات واخلي ځکه نظامي حل لاره دومره اغیزناکه ثابته نشوه لکه څومره ،چې تمه کېده . طالبان که چیرې په قطر کې دخپل دفتر پرانېستنه ومني دا به په ټوله دطالبانو دمړینې په مانا وي دسر سړي به یې ترور شي د دویمې درجې مشران به یې محاصره او یا له منځه یوړل شي پایله به یې دا وي ،چې په افغانستان کې به د طالبانو ټغر دتل لپاره ورټول شي . دا هم دیادونې ده کله ،چې د وسلوال مقاومت خوځښتونه سیاسي ډګر ته راننوځي او یا دواک او حکومت هوس یې پسې واخلي دا مهال یې نو ملاتړ / محبوبیت پیکه او کم شي او په پای کې چور له منځه ولاړ شي که چیرې طالبان په قطر کې د دفتر معامله ومني نو په لوی لاس ځان له ورته برخلیک سره مخامخوي . په افغان قضیه کې لوری دافغانستان او پاکستان دچارو کارپوه ډاکتر محمد سعید وايي : طالبانو په تېر یو نیم کال کې څرګندې لاسته راوړنې درلودې همدا لامل دی ، چې طالبان دافغانستان په سیاست او ستراتیژۍ کې مهم لوری ګڼل کیږي په افغانستان کې دامریکایانو دځینو تیروتنو لامله ځینې خلک طالبان خوښوي اوس نو دا اړینه ده ،چې طالبان سیاست ته راننوځي . ډاکتر سعید وايي : امریکا غواړي ، چې له طالبانو سره نامستقیمې خبرې وشي دلته نو قطر دمنځګړي رول لوبوي ددې ترڅنګ قطر داهم کولای شي ،چې دبسپنو / مال پر وسیله پر طالبانو فشار راوړي . د دفتر پرانېستل به دامریکا او طالبانو ترمنځ دخبرو اترو پیلامه وي او دا به په افغانستان کې دنوي سیاست پیل هم وي . ډاکتر سعید وايي : طالبانو له ګونتنامو څخه دخپلو غړو راخوشی کول ، په حکومت کې دلوړو او مهمو څوکیو ورکول دوسلې غورځول او سیاست ته راماتیدل دشرط په توګه وړاندې کړې دي . کېدای شي دخبرو اترو په ترڅ کې دواړه خواوې دې پریکړې ته ورسیږي ،چې هغه طالب مشران له زندان څخه راخلاص شي ،چې د دښمن په سترګه ورته نه کتل کیږي او نه په ګانده ( راتلونکې ) امریکا ته سردرد راپیدا کولای شي . امریکايي هرکلې : سپینې ماڼۍ په قطر کې دطالبانو ددفتر د پرانیستنې هر کلی کړې دی ، دسپینې ماڼۍ ویاند کرني وايي : ( کېدای شي دا دفتر به له سختدریځو سره دخبرو اترو لپاره یو ادرس رامنځته کړي او دېوې لسیزې جګړې باب به نور وتړي ) هغه زیاتوي ( موږ د هر ې هغې پروسې هرکلی کوو ،چې مشري یې دافغانستان په لاس کې وي ،چې سولې ته لار پرانیزي او دسولې په اړه زموږ په دریځ کې کوم بدلون نه دی رامنځته شوې ) .