
ملا سمیع الله
لس کاله وړاندې همدا شپې ورځې وې ، چې په لومړي ځل امریکایان زموږ سیمې ته راورسیدل ، دوی دافغانستان مرکزي سیمې لاندې کړې وې ، او دژمې په دې شنه یخ کې یې هڅه کوله ، چې په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې هم خپل دښمن ( طالبان ) وځپي ، که ژمی هرڅو سوړ وو مګر دامریکایي پوځيانووینه فوق العاده توده وو ، ډیره لواړه یې ویله ، او له خپلو چورلکو او همر موټرو سره زموږ په ځمکه او هوا خورا په تاو کې ګرځیدل .
بوش امرکړی وو ، چې دښمن یا مړ غواړم یا ژوندی ، او دایې هم ورسره تبی کړې وه ، چې یا به له موږ سره یئ یا زموږ له دښمنانو سره ، د راډیوګانو په بې سرحده صاحبنظرانو او حقوق پوهانو هم ګبڼۍ ګډه وه ، ټولو ویل چې بوش صاحب (!) چې څه کړي ډیر ښه کړي ، دنیا یوه مدیریت ته اړتیا لري ، او تر بوش نه بل ښه دنړۍ مدیر به چیرته وي .
دژمي لومړنۍ واورې پریوتې وې ، هرسهار به چې راپاڅیدو ، نو له اسماني واورې سره یوځای به کله ناکله امریکایي واوره هم شوې وه ، له امریکایي واورې مطلب دامریکایانو لخوا دهغو تبلیغاتي پاڼو پاشل دي ، چې هر بیګا به یې زموږ دکلي کوڅې او پټۍ پرې ډک کړي وه ، په دې تبلیغاتي پاڼو کې امریکایانو خورا کبرجن پیغامونو دافغانانو په ادرس خپرول .
یوه ورځ یو ډول کاغذونو پاشل شوي وو ، چې دطالبانو دګڼو مشرانو عسکونه په کې وه ، دځینو عکسونو په مخ باندې دایره او چلیپا کش شوې وه ، او مطلب یې داوه چې داکسان موږ نیولي دي ، او نور عکسونه بیا دامریکایي ډالري نوټ په یوه پیڅه رسم شوي وو ، او ورسره کښل شوي وه چې که داکسان مو په لاس راکړل داسې شنه ډالر به پرې درکړو .
په هغه عکسونو کې چې چلیپا پرې کښل شوې وه ، دطالبانو داستخباراتو دمرستیال عبدالحق وثیق او لوی درستیز ملا فاضل اخند عکسونه وو ، او په هغو تصویرونو کې چې امریکایانو یې دنیولو هوډ کړی وو ، داسامه ، ایمن ظواهري ، سیف العدل ، ابوالفرج اللیبي ، جلال الدین حقاني ، سیف الرحمن منصور او طیب اغا عکسونه وو .
دلته ماته دامریکایي استخباراتو یوه لویه کمزوري هم راښکاره شوه ، ځکه سیف الرحمن منصور چې دوی یې دنیولو هوډ کړی وو، تردې وړاندې له دوی سره دشاهیکوټ په جګړه کې شهید شوی وو ، او بله داچې دنوموړي له نامه سره یې یو پردی عکس لګولی وو ، په هرحال
له هماغه ژمي څخه دادی پوره لس کاله پوره شول ، اوس وضعیت څنګه دی ؟
اوس امریکایان نه یوازې دطالبانو له مړه یا ژوندي نیولو څخه تیر شوي ، بلکې له لویه سره دطالبانو له دښمنۍ انکار کوي ، دبوش مرستیال ځای ناستي جوبایډن څو ورځې وړاندې وویل چې طالبان زموږ دښمنان نه دي !!
اوس امریکایان په طیب اغا پسې په کلیو او غرونو کې نه ګرځي او نه یې په سر انعام ټاکي ، بلکې دا د ځان پرده بولي ، چې که دطالبانو دمشر ملامحمد عمر دسیاسي استازي په عنوان دطیب اغا ادرس پیدا کړي ، ترڅو د ابرومندانه تیښتې په اړه توافق ته ورسره ورسیږي .
اوس امریکایان دعبدالحق وثیق او ملا فاضل نیول خپله لویه لاسته راوړنه نه بولي ، بلکې بندي ساتل یې د مذاکراتو په وړاندې لوی خنډ بولي نو ځکه حاضر شوي چې ازاد یې کړي .
او په مجموع کې ویلی شو چې امریکا اوس هغه امریکا نه ده کومه چې لس کاله وړاندې په موږ رالوتلې وه ، دلس کلن جهاد په برکت اوس دامریکا باد په بشپړه توګه وتلی دی ، نو ځکه پله پسې هیښوونکو تنزلاتو ته تن ږدي