محمدحنيف
حيران
راځئ چې نوی کال په نوي عزم
په داسې شان ونمانځو
لکه کليزه د نيازبين بچوکي
لکه يادونه د جانان ونمانځو
راځئ چې سږ کال يوه لوبه وکړو
هر يوسړی خپله سينه څيرې کړو
لکه د کاڼو لکه موم زړونه راوباسو ترې
په يو هدف په يوه نوم زړونه راوباسو
ترې
بيا يې اوبو ته د احساس واچوو
هر يوسړی يې په لوی لاس واچوو
په پاکه مينه په اخلاص واچوو
اورته طاغوت اور ته خناس واچوو
زړه ته يې کرکه او وسواس واچوو
راځئ چې پاکې ترې کينې ومينځو
ترې هوسونه او جګړې ومېنځو
بېرته يې کيږدو په سينو خپلو کې
ګلونه وټومبو شملو خپلو کې
راځئ چې سږکال باندې نوم کېږدو
نوم پرې د مينې دماشوم کېږدو
د مينې کال باندې يې ونوموو
لکه معصوم بچی يې ونازوو
راځئ چې خلکو ته ثبوت وښايو
چې مونږه هم په مينه ژوند کوی شو
چې مونږه هم په انسانيت مين يو
په محبت مين يو، په محبت مين يو.
کابل دهمزنګ. ۲ جنوري ۲۰۱۲ م
غزل
اوس مې دې نوم او ياد سوچه له حافظې
وتليدا غشي بېرته نه راګرځي له لېندې وتلي
چې نه يې ذهن، نه يې فکر او نه زړه
زخمي وي
دلته به څوک داسې سالم وي له جګړې
وتلي؟
د مينې کار کې به په دې کيسو سر نه
خوږوو
کلی خو خود وايي چې مونږ يو له چتې
وتلي
خدايه! پخپل ژوند دې دا ووينم او ودې
وايم
شکر وګړي د هيواد مې له تنګسې وتلي
نه يې خدای پاک، نه يې ياري نه دلداري په نصيب
دا ځينې ځينې هم له دې هم له هغې وتلي
**له ځانه تګ مې و اختيار کې، مجبوري وه زما
خو بېرته ځانته ستنېدل مې له اودې وتلي
دا خلک ځکه پرمختګ حيرانه نشي کوای
چې په تېر وخت پسې له خپلې زمانې
وتلي.
محمدحنيف حيران، کابل
له تصوير څخه دې روح ولې په شا شو
جوړې دا هم په کابل کې ناست پاچا شو
دې وطن کې ډير له بدې ورځې وايي
ښه ده خدايه چې دا لمر خو لږ پنا شو
يو سړی و تمام
عمر ژړيدلی
چې د دار په تخته وخوت په خندا شو
له خپل پلاره يې د مينې تمه نه وه
يو ماشوم د مور له غېږې نه جدا شو
د غماز جوړه تنکي زامن يې مړه کړل
بې منته، بې رېباره راپخلا شو
سرمايه د زندګۍ بويه حيرانه
هغه يار چې دې په سخته کې اشنا شو.
۴ جنوري ۲۰۱۲ م
محمدحنيف حيران، کابل دهمزنګ
وروستي