دلیکوالو او شاعرانو د پاملرنې وړ
څلور پېنځه کلونه وړاندې ما د ځينې ملګرو په مشوره وغوښتل، چې د لويې پکتيا( لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا) د شاعرانو ګډه شعري ټولګه يا ادبي تذکره چاپ کړم، هغه وخت مو له ډيرو ملګروڅخه د شعرونو نمونې، لنډ ژوند ليک او عکسونه هم تر لاسه کړي و، چې ما وخت په وخت په خپل بلوګ ( د پکتيا په ډاګ کې) خپرول. دا چې هغه وخت ولې ونه توانيدو، چې هغه ګډه ټولګه چاپ کړو، يو څه مالي او ځينې نورې ستونزې وې، چې ډيری ملګري پرې خفه شوي هم و. بايد يادونه وکړم، چې هغه وخت ما د کتاب د چاپ چارې ښاغلي احمدضياء ضياء ته وسپارلې ، هغه نه پوهيږم په کوم سبب د لوګر د شاعرانو شعرونه نه و پکې ځای کړي، زه له هغو ټولو خویندو او وروڼو بښنه غواړم او هيله ترې کوم چې هغوی دې بيرته خپل لنډ ژوند ليک، يو انځور او د شعر يا نثر نمونې راوليږي، او د نورو ولايتونو ( پکتيا،خوست او پکتيکا) د ملګرو شعرونه ما له ځان سره خوندي ساتلي دي تاسې يې زما په بلاګ کې د لاندې لينک په کېکاږلو سره کتلی شئ،
http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com/categories/435
که د چا شعر په دې تذکره کې نه وي هغوی دې مهرباني وکړي، خپل لنډ ژوند لیک، یو عکس او دخپلو اثارو څو نمونې په پکتيا کې د پکتيا پريس کلب ملګرو ته وسپاري. يا دې یې په لاندې بريښناليکونو مونږ ته راوليږي.
يادونه: هيله ده چې د روان لمریز کال دقوس یا لیندۍ میاشتې تر پايه مونږ ته په لاندې پتو خپل شعرونه، د نثر نمونې، يو عکس له لنډ ژوند ليک سره يو ځای راوليږئ.
محمدحنیف حيران
hanif_hairan@yahoo.com
hanif.hairan@gmail.com
sahar.roshaan@gmail.com
http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com
د اړيکو شميرې: علم ګل سحر ـ ۰۷۰۰۲۱۷۰۱۲
محمدحنيف حيران: ۰۷۷۴۹۵۰۲۸۰ـــ۰۷۸۳۴۵۵۰۸۰
ساحل منګل پکتيا: ۰۷۰۸۱۹۸۲۵۸ ــــ۰۷۸۸۱۹۰۲۳۴
شامحمود خوست: ۰۷۹۳۴۵۵۸۸۹
وروستي