نوی غزل

اوس مې دې نوم او ياد سوچه له حافظې وتلي
دا غشي بېرته نه راګرځي له لېندې وتلي
چې نه يې ذهن، نه يې فکر او نه زړه زخمي وي
دلته به څوک داسې سالم وي له جګړې وتلي؟
د مينې کار کې به په دې کيسو سر نه خوږوو
کلی خو خود وايي چې مونږ يو له چتې وتلي
خدايه! پخپل ژوند دې دا ووينم او ودې وايم
شکر وګړي د هيواد مې له تنګسې وتلي
نه يې  خدای پاک، نه يې ياري نه دلداري په نصيب
دا ځينې ځينې هم له دې هم له هغې وتلي
**له ځانه تګ مې و  اختيار کې، مجبوري وه زما
خو بېرته  ځانته ستنېدل مې له اودې وتلي
دا خلک ځکه پرمختګ حيرانه نشي کوای
چې په تېر وخت پسې له خپلې زمانې وتلي.
 محمدحنيف حيران، کابل