د پيغمبرانو دنده

( تبليغې جماعت )
 
 په خوله باندې دالله جل جلاله يادول ، په سترګوکې دبى خوبۍ آثار، په تندو باندې دسجدو نښانى ، پراوږو باندې د بستره ، په يو لاس کې اړين توکې په بل لاس کې تسبيح بې شميره ډلى په خپل ځانګړى توګه ډول اوترتيب سره نن په ټوله نړۍ کې په بيلابيلو هيوادونو ، ښارونو ،کلو اوحتى په  بانډو کې داسلام د سپېڅلې دين د رواجولو او خورولو لپاره د الله جل جلاله په لاره کې په ډېر غمجن ډول سره خپل قدمونه په ګرد غبار وهلو سره اود اسلامى امت د هريو وګړى په دروازه باندې ټک ، ټک وهلو باندې تر سترګوکيږي ، دغو قافلو ته په عرف عام کې تبليغې جماعت وايې ، وويل کيږي چې په څلورويشت ساعتونو کې کوم داسې وخت يا لحظه نه تيريږي ، چه په هغې کې د تبليغې جماعت نقل و حرکت په ګرده نړۍ کې په يوه نه يو ځاى کې جارې وي . ........
 
په رائيونډ کې کيدونکى اجتماع له حج څخه وروسته دمسلمانانو دوهمه لوه اجتماع ياديږي ، چې په هغې کې دګردي نړۍ څخه په لکونو مسلمانان ګډون کوې ، چې هرکال د نومبرپه ١٧ ، ١٨ او ١٩ تاريخ باندې کيږي ، نن چې ، کوم د تبليغې تحريک په نړۍ کې کوم اواز اوچتيږي ، دهغې بنيادايښودو نکى حضرت مولانا محمد الياس رحمة الله عيله دى ، دهغه دکوښښونو او اخلاص له امله دياد تحريک پيل شويدى ، هغه د شيخ الهند مولانا محمود الحسن په څيرمجاهد عالم څخه د دين زده کړې کړيدى ، بل پلوه ته هغه د خپل وخت قطب الاقطاب حضرت مولانا رشيداحمد ګنګوهې په لاسونو بيعب کړيدى ،يوځل مولانا محمد الياس دخپل استاد محترم ته وفرمايل : زه په خپل زړه باندې بوج محسوموم ، حضرت ګنګوهې ددې خبرې په اوريدولو سره فکرمند شو او وى وويل : يوځل مولاناقاسم نانوتوى رح دخپل استاد حضرت حاجې امداد الله مهاجر مکى څخه دغه ډول شکايت کړې ؤ .
چې حاجې امداد الله صاحب ورته په ځواب کې ويلې ؤ چې الله تعالى به له هغه څخه کارواخلې .
کله چې د تبليغې جماعت بنياد ايښودونکى حضرت مولانا محمد الياس دخپل ځان شاوخوا په غورسره وکتل هرې خواته له دين څخه لرى والې ، دعقائدو خرابوالې اود اعمالو او عقيدو کې يې خرابوالې وليدچې ،خلک په شرک ، بدعت اود بى لاروۍ په تورو تيارو کې پراته دى ، چې له امله يې حضرت مولانامحمد الياس په زړه کې دير غمجن شو، اوامت محمديه ض د اصلاح په سلسه کې فکرمند او پريشان شو ، هغه محسوس کړه کومه  ديندارۍ چې له وړاندې يې شتون لره دامهال پاى ته رسيدلې ده ،او نوره هم خپله لمن پراخه وې ، هغه وغوښتل چې په عام وګړو کې اسلام او دينداري پيداشې  په هغوى کې ددين يادول ، اوبل ته دښودلو شوق او جذبه يوځل بيا ژوندى شې .
دمولانا حضرت محمد الياس ددين لپاره غمجنې ، بى قراري ، دردمنيدلو د کموالې پرځاى لا ډير والې راغې ، کله به د دين لپاره درمن ، فکرمنداو په بستره باندې به يې اړخونه بدلول رابدلول ، چې بى قرارى يې نوره هم ډيره شوه ، نوپه شپو شپوبه فکرمند ؤ خوب به نه ورتلو، يوه شپه دهغه بى بى محترمې له هغه څخه وپوښتل څه خبره ده چې خوب نه درځې ؟ له څو ورځو څخه ستاسو دغه حالت وينم ، په ځواب کې حضرت ورته وفرمايل ، څه درته ووايم ، که تاته هم هغه خبره مالومه شې ، نو دشپي روڼه ولو واله به يونه بلکې دوه شې ، دهغه د زړه د درد کچه هرهغه شخص په ډيره اسانۍ سره مالومولې شوه کوم خلک چې له هغه سره کيناستل او پاڅيدل ، اودهغه خبرې به يې اوريدلې ، دهغه وس نه کيدو چې د ټولو خلکو په زړونوکې هغه درد چوپ کړې په کوم درد هغه له ډيرې مودې څخه اخته ؤ ، او بيا مولانا محمد الياس رح له سرڅخه د خپو پورې د دعوت تبليغ کارپيل کړ، په ډير زړه خوګاوي سره په هره سيمه کې وګرځيد ، هرڅوک له لمنې څخه ونيول ، هرکور ، کوردروازه يې وټکوله ، په څو څو ورځى ورته خوراک ونه رسيده ، له ګرمۍ او يخنۍ دپرواکولو سربيره يې د دين يعنى دعوت تبليغ ګشتونه وکړل ، اوکله چې ، د هغه د خواهش سره سم خلکو دهغه په اواز باندې لبيک ونه وايو ، هغه مبارک ډير بى قراره شو او په شپو کې به يې د الله جل جلاله په حضور اقدس ژړل اود ټول امت داصلاح لپاره به يې دعاکوله .............
اوبيابه يې خپل همت ، طاقت ، مال ودولت اوهرڅه ددغې کار لپاره قربان اود تبليغ په کار واچول ، حضرت محمد الياس خپله د خپل تحريک په اړه ويلې دي ، چې خلک زما موخه او مقصدنه اوري ، خلک داسې ګڼې چې دا تحريک لمونځ دى ( تحريک صلوة ) دې
 مګر زه په قسم خوړلو سره وايم دغه تحريک لمونځ نه دې بلکې زموږ جماعت اوتحريک يوه ځانګړى موخه داده چې ، ټول مسلمانان دحضرت محمد صل الله عليه وسلم راوړې دين ټول په ټوله ياد کړې ، اودا زموږ د تحريک موخه ده چې د تبليغې قافلو ، تګ راتګ دا ددې مقصد لپاه اولنۍ وسيله ده ، او کلمه طيبه اولمونځ زموږ د ټول نصاب الف ، ب ، ت دى .
مولانا محمد الياس ددغې دعوة تبليغ واله کار او طريقه اود شپږ و اصولو سربيره ځينې مطالبى او دينې تقاضې ( اړتياوى ) هم مقرر کړي دى مولا نا الياس ددغه دعوتې سفر او نقل و حرکت دورځو يو مکمل نظام الاوقات ( مهالويش )  جوړ کړيدى ، چې دهغې دلاندې دغه تبليغې جماعتونه خپل وخت تيره وى ، په يو وخت کې ، يووخت کې اجتماع ،په يوه وخت کې تعليم او بياددې ټولو کارونو ترتيب او تنظيم ګوندې دغه تبليغې جماعت يو ګرځيدونکى عبادت خانه ( ګرځيدونکى دينې مدرسه ) اخلاقې او دينې تربيت ورکونکى ځاى دى .
 
نن په ټوله نړۍ کې تبليغې جماعت دغه د دعوت تبليغ کار په ټول محنت ، اخلاص اوپه نظم سره کوي ، ورځ او شپه دالله تعالى په نافرمانۍ ، ګناهونو ، فسق و فجورو کې ژوند تيره ولو واله لکونه وګړې ددغې جماعت په وسله تهجد کونکى متقيان ، پرهيزګاران اود دين خواته وربلونکى ترسترګوکيږي .
 
د دعوت تبليغ په څير دکار بېلګه د ګردى نړۍ دکوم مذهب والو سره نشته دى .
 
هغه لحظې کومې چې دالله واله په ملګرتيا کې تيرې شې هغه لحظې ډيرې قيمتې وې ، په لږ ژوند دنړۍ کې دبريالى ژوند تيرولو واله اوپه اخرت کې د برياو يوه وسيله جوړيږي .
 
وماعلينا الا البلاغ
 
 
ليک : مسيح الله (عصام)
Masihullah_asam@yahoo.com