محصلینو سره وکتل

 

راپور: ذاکر جلالي
(شنبه، ۳۱ ډسمبر/۲۰۱۱م): د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ د ټولنې رئیس، ښاغلي محمد سنګر امیرزاده، مرستیال زمري باهر او له کابله راغلو غړو په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې په (نمل) او نړیوال اسلامي پوهنتون، اسلام آباد کې د افغان محصلینو له استازو سره وکتل.
غونډه د سهار په لسو بجو پیل شوه. په سر کې له کابله راغلي هیئت له محصلینو وغوښتل چې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړي. لومړی په اسلام آباد کې د افغان کډوالو په استازیتوب، حاجي همایون علي خبرې وکړې. ده د افغانستان له حکومت وغوښتل چې په بهر کې د کډوالو افغانانو د بچیانو ستونزې په پام کې ونیسي او حقونه یې هېر نه کړي. ښاغلي علي پر دې ټینګار درلود، چې د ښوونې او روزنې وزارت ښايي د مهاجرو افغانانو له ښوونځیو سره د داخلي ښوونځیو په څېر چلند وکړي. ده له پلاوي وغوښتل چې لږ تر لږه ښايي د بورسونو شل سلنه (۲۰٪) په پاکستان کې افغان کډوالو ته ځانګړې کړي، ځکه دوی هم د همدې هېواد بچیان دي.
له نړیوال اسلامي پوهنتون، اسلام آباد نه د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس، ګل‌الرحمن منګل او ورسره یو شمېر محصلینو ګډون کړی وو. ښاغلي منګل د محصلینو پر ستونزو رڼا واچوله. ده پلاوي ته د معادل سند، ان او سي او داسې نور د مشکلاتو په توګه په ګوته کړل. له ګل‌الرحمن منګل سره راغلو محصلینو هم د معادل سند، د دولسم د شهادتنامې وروسته ورکونه-د افغانستان حکومت له دولسمه فارغو شوو زده کوونکو ته تر یو کال پورې شهادتنامه ورکوي، چې دا ځنډ هغو زده کوونکو ته د یو کال وخت د ضایع کېدو لامل ګرځي چې غواړي په بهرنیو هېوادونو کې په تېره پاکستان کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي- د بورسونو غیر عادلانه وېش او د وېش په بهیر کې د فساد شتون، د کوربه هېواد له حکومت سره د محصلینو ستونزې او ورته نه پاملرنه، د محصلینو د بنسټیزو ستونزو په توګه له پلاوي سره شریک کړل.
د راغلي هیئت غړو، محصلینو ته د ستونزو د اواري ډاډ ورکړ او د افغانستان د حکومت د ستونزو یادونه یې وکړه. د غونډې په پای کې پلاوي لاندې ژمنې وسپارلې:
۱ – د افغانستان له ولسمشر سره د محصلینو د کتو زمینه برابرول؛
۲ – د راتلونکې جمعې په شپه به دوه تنه افغان محصلین د آشنا راډیو له لارې خپلې ستونزې بیانې کړي؛
۳ – په کابل کې د ځوانانو د همغږۍ دمرکز په غونډو کې محصلینو ته د ګډون بلنه؛
۴ – پلاوي محصلینو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به لوړ پورو چارواکو پورې ورسوي او تر پایه به یې څارنه کوي.
د غونډې په پای کې پلاوي د نړیوال اسلامي پوهنتون او نمل پوهنتون د لیدو غوښتنه وکړه، چې د محصلینو له لورې یې تود هر کلی وشو. د یادې ورځې په مازدیګر پلاوی نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد ته راغی او له ګڼو افغان محصلینو سره یې له نژدې وکتل. محصلینو مېلمانه د اتحادیې له لاسته راوړنو خبر کړل، چې د پلاوي د خوښۍ لامل شو. د پلاوي په استازیتوب ښاغلي محمد سنګر امیرزاده له محصلینو وغوښتل چې کابل ته د مرکز دفتر ته ورشي څو ورته په ملي نښو ښکلي د سپورټ لباس ورکړي؛ همدارنګه ښاغلي زمري باهر دیوشمېر کتابونو د سوغات ژمنه هم  وکړه،