د اربکيو پيژندنه

 

 په لویه پکتیا ( پکتیا ، پکتیکا او خوست ) کې د یو بشپړ اولسي تنظیم په توګه یو سازمان شته دی چې اربکي ورته وایي . دغه شان اولسي تنطیم ته په تیرا کې
( شلګونه ) وایي . هغه ځوانان چې د اربکي په تنظیم کې غړیتوب تر لاسه کوي ، باید دغه ځانګړنې ولري :
1. د هر ډول مشکلاتو او ستونزو په مقابل کې مقاومت او ټینګار ولري .
2. د وظیفې د اجراء په وخت کې باید د خپل او پردي توپیر ونه کړي .
3. باید تکړه نښه ویشتونکی او جنګیالی وي .
4. د خپل میر بشپړ اطاعت وکړي  او امر یې ومني .
5.  باید غل او دوکه مار نه وي .
6. باید د چا ناموس ته په بده سترګه ونه ګوري او با ناموسه وي .
7. باید خپل دین او وطن ته وفادار او کلک مسلمان وي .
8. باید د ستړیا احساس ونه کړي او په هر ډول شرایطو کې ور سپارل شوې دنده په صداقت او ایماندارۍ پر مخ بوځي د دغه شان ځانګړنو لرونکي ځوانان چې دقوم له خوا وټاکل شي ، بیا نو دغه په خپلو کې سره جرګه کیږي او څو تنه ځانونه د مشرتابه د مقام له پاره کاندیدوي او میر د آزادو ټاکنو په نتیجه کې ټاکل کیږي ، د اربکیو میر تل نه ټاکل کیږي ، بلکې تر مرګه او سخت بوډا توب پورې خپله دنده تر سره کوي ، خو په ځینو ځانګړو حالاتو کې چې د میر د ګوښه کیدو غوښتنه کوي بیا نو د قام په خوښه او مشوره د هغه پر ځای بل میر ټاکل کیدای شي .
د اربکیو دندې : د دغه اولسي سازمان د غړیو دندې که له یوې خوا ډیرې درندې او ستونزمنې دي ، نو له بلې خوا بشپړ واک د دوی د دندې دغه ستونزې ورکمې کړي دي ، دوی د اربکي په توګه په عادي حالاتو کې کوم مشخص کار نه لري ، بلکې یوازې په بیړنیو او خطرناکو وختونو کې چې پر هیواد د دښمن تیری کړی وي او یا په قام کې ګډوډي پیښه شوې وي ، د میر په غوښتنه سره را غونډیږي او دندې او وظایف ورکول کیږي . د خطر د مخنیوي له پاره د قام ټول اوسیدونکي مکلف دي د خپل توان سره سم وسله برابره کړي د چاچې اقتصادي حالت ډاډمن وي باید اصیله وسله ولري ، خو د چاچې اقتصاد کمزوری وي کچه وسله برابروي ، ځینو اربکیو ته دنده ورکول کیږي ، د قام پر هغو پولو به ګزمې کوي چې له هغې خوا خطر ورته متوجه وي او د دښمن حرکتونه به څاري ، ځینې نور اربکي بیا دې ته ګمارل کیږي ، چې لښکرې به تنظیموي او د هغوی وسله او پوځي مهمات به معا ینه کوي ، که چیرې چا له امر نه سر غړاوی وکړ درنده ناغه ترې اخلي او د اربکیو د میر په امر د ټول قام پر وړاندې سزا ورکوي ، چې په کې د کور سوځول ، د غبرګو غوایانو حلالول او نور شامل دي . که د اربکیو د جزاء ورکولو په جریان کې سر غړوونکی ووژل شي نو هغه پور او بدل نه لري ، دا ځکه چې بیا بل څوک د قام د ګټو پر خلاف د عمل کولو فکر پیدا نه کړي ، دلته میر د یو مقتدر قوماندان حیثیت لري او د ده امر څخه اربکي لا څه چې د قام نور عام وګړي هم غاړه نه شي غړولای د هغوی (میر ) ته څه امتیاز ورکوي ؟ ځواب دا دی چې دوی دغه درنده وظیفه او دنده پرته له کوم معاش څخه منلې ده او سرته یې رسوي او که کوم لرې ځای ته ځي نو د لارې لګښتونه هم له خپل جیب څخه کوي او وسله هم په خپلو پیسو برابروي ، خو په کلیو او بانډو کې چې ګرځي نو کلیوال او بانډه چیان ښه او فوق العاده ډوډۍ ورکوي . د اربکیو په ډله کې یو اولسي شاعر هم وي چې د شعر په خوږو الفاظو کې ځوانان قربانۍ او د وطن خدمت ته هڅوي . د لویې پکتیا په هر قام کې د اربکیو شمیر له څلور سوه ( 400) نه نیولې تر اته سوه ( 800) پورې رسیږي ، خو په ځینو حساسو وختونو کې د دوی شمیر له دې څخه هم اوړي ، په حساسو او خطرناکو وختونو کې د اربکیو میر دا خق لري چې د قام نه فراري مجرمین قام ته را وبولي او د جګړې ډګرونو ته یې ولیږي ، خو په دې وخت کې هیڅوک دا حق نه لري چې له مجرم نه غچ او بدل واخلي تر څو چې بهرنۍ بدي پای ته نه وي رسیدلې دغه شان کسان له هر ډول تعرض څخه په امن دي او هم د اربکیو د میر په امر په دغه شان حالاتو کې په قام کې دننه بدۍ له منځه ځي ، هیڅوک نه شي کولای خپل منځي بدیو ته ببوزې ووهي .
د اربکیو یوه بله مهمه وظیفه دا هم ده چې د خپلې ورشو ساتنه به کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې غرونو ځنګلونه بې موجبه ووهي او په دې توګه ځنګلونو ته زیان ورسوي او هم اربکي دنده لري چې که په قام کې دننه یو څوک پر بل چا ظلم وکړي او دهغه شخصي شتمنۍ ته ګواښه متوجه کړي یا ګډوډي پیښه کړي ، نو دغه شان مجرم ته لومړی خبر داری ورکوي ، خو که پر دې ونه شوه ، نو بیا ټاکلې جزاء پرې تطبیقوي او په دې توګه پر مظلوم باندې د ظالم د ظلم کولو مخه نیسي .
اربکي د قبایلي ټولنې د امن له پاره جوړشوی تنظیم دی ، چې د تاریخ په اوږده بهیر کې تر اوسه راپاتې دی او تر څو چې قبایلي ټولنې له مرکز ي واکمنۍ څخه په لرې واټن کې پرتې وي دا د اولسي امن تنظیم به موجود وي .  
عطا محمد میاخېل د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد