
په ۲۰۰۱
کال کې د طالبانو له پرزېدو وروسته په لرې پرتو او ډېرو هغو سيمو کې چې پکې د يرغلګرو
او بې امنۍ څرک هم نه ليدل کېده، څو وسله وال به پيدا شول او په شوکمارۍ، لوټ
تالان، بېځايه ځورولو او بې امنۍ خپرولو به ېې نه يوازې د رغنيزو کارونو او ښوونيز
پرمختګ مخه ډب کوله، بلکې دې سيمو ته به ېې په لوي لاس د بهرنيو يرغلګرو راتګ ته
لاره خلاصوله او بيا به هغوي په ځاي پر ځاي کېدو سره د سيمې تاريخي آثار او تر
ځمکه لاندې مدنيتونه او کانونه لوټل او دا کار لا همداسې روان دي. که په دې سيمو کې
کوم رښتيني مجاهد سر پورته کړي او د يرغلګرو په مخ کې خنډ شي نو په هره بيه چې وي
د بهرنيو يرغلګرو او د هغوي د جاسوسانو په مرسته په ډېره بېړه له منځه ځي. په داسې
حال کې چې نور هغه کوڅه ډب وسله وال او غله چې له ښکيلاکګرو سره کار نه لري، په
ډلو ډلو ګرځي، په غرونو او کليو کې پوستې او ميشت ځايونه لري خو د امريکايي چورلکو
چې پر سر ېې يوازې د ديرش متره په لوړوالي سره الوت کوي، له سترګو پټ دي!
په دا ډول کړنو سره د طالبانو
په نوم وسله والو کسانو د بهرنيانو لپاره له پخوانۍ بهانې برابرولو پرته چې امريکايان
ېې په مرسته افغانستان ته رادننه شول، د هغوي لپاره د نظامي هډو د شتون لاره هم
پرانيسته او د امن ټينګولو په نوم ېې پرې زموږ ميليونونه بيوزله وګړي د وږو ليوانو
په څير وداړل. همدا اوس په کليوالي سيمو کې هره شپه د چاپې او چاڼيزو عملياتو په
نوم زموږ بيګناه هيوادوال کړول کيږي، په نيمه شپه ېې د طالب په نوم مټې ورتړل کيږي،
وژل کيږي، کورونه ېې په بمونو الوزول کيږي...او طالب مشران په قطر، کوټه او پيښور
کې خپلې سياسي تسپې اړوي.
روانو حالاتو او پرمختګونو
ته په کتو څرګنديږي چې له طالبانو سره د امريکايانو او افغان دولت په چلند کې پوره
توپيرونه رامنځته شوي دي. په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د سياسي
دفتر پرانستل د هغې لړۍ او هڅو يوه ستره برخه جوړوي چې له مخې ېې لويديځوال له
طالبانو سره د اړيکو او سولې ته د هغوي د هڅولو لپاره سر ته رسوي خو ښکاري چې د
پردې تر شا نور څه روان دي.
په قطر کې د طالب مشرانو
لپاره د سياسي دفتر د پر انستلو تر څنګ د هغو طالب مشرانو کورنۍ چې په خبرو کې به
برخه اخلي، وار له مخه قطر ته رسول شوې دي او هلته ورته د استوګنې ټولې شونتياوې
برابرې شوې دي. د دفتر پرانستلو په لومړي پړاو کې د امريکا له لوري د دې دفتر
لپاره سل ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي او ويل کيږي چې جرمني، قطر او ځينې نور لويديځ
هيوادونه به نورې زياتې پيسې هم د طالب مشرانو په واک کې ورکړي. همدا شان له
ګوانتامو څخه د ملافاضل او ملاخيرالله خيرخواه په شان د لوړپوړو طالب مشرانو
راخوشي کول او په قطر کې د سولې په خبرو کې ګډون يو بل لوي پرمختګ ګڼل کيږي.
همدا راز د ځينو نورو طالب
مشرانو چې په ګوانتامو کې بنديان دي، افغانستان ته د ليږد په اړه هم خبرې اترې
روانې دي او زر ده چې ځينې مشران به کابل ته وليږدول شي.
د امريکا د مرکزي اطلاعاتو د
ادارې يا (FBI) له تور لست څخه د ملا عمر د نوم ايستل هم
په خپل ډول کې يو ستر او ناڅاپي ګام دي، چې له کومې مخکينۍ سريزې پرته دا ډول کړنه
يو ډول ګونګه او شکمنه بريښي. که څه هم طالبان پورتنۍ چارې د خپل مقاومت زيږنده
بولي خو داسې ښکاري چې مقاومت يوازې د محسوسو او ځانګړو اهدافو لپاره وو او نور نو
د مقاومت اړتيا نشته، ځکه له دې مخکې طالبانو په کلکه له افغانستان څخه د بهرنيانو
د وتلو تر مخه له خبرو سره مخالفت څرګند کړي وو.
د دې تر څنګ د امريکا د مرستيال
ولسمشر جوبايډن هغه خبرې چې ويلي ېې وو (طالبان زموږ دښمنان نه دي) او بيا دا خبرې
د افغان ولسمشر له لوري هم له يوه لنډ ځنډ وروسته وستايل شوې، دا څرګندوي چې امريکايان
په سيمه کې د يو لوی او ناڅاپي بدلون په هڅه کې دي او په دې ډول غواړي عامه ذهنيتونه
له ډول ډول لارو بدل کړي.
ايله څو ورځې وړاندې د سره
صليب د نړيوالې ادارې له لوري هغه راپور چې پکې ويل شوي وو (د طالبانو مړي نه خرابيږي)،
هم په خپل ډول کې بې ساری او ناڅاپي وو او دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هيڅ
رسنۍ او يا بنسټ داسې يو رپوټ چې پکې په ښکاره ډول د طالبانو پلوي شوي وي نشواي
خپرولای. دا اداره چې په مستقيم ډول د امريکايي استخباراتي بنسټونو له لوري اداره
کيږي، داسې يو رپوټ خپروي چې کيداي شي د فکري جګړې په لار کې د طالبانو په ګټه
وګڼل شي.
دا او دې ته ورته پيښې حيرانوونکې
نه دي او کيداي شي په ډيرو لنډو راتلونکو ورځو کې دې ته ورته نورې داسې خبرې واورو
چې له څو مياشتې وړاندې حالت سره سل په سلو کې په ټکر کې وي.
دلته يوه خبره د يادونې وړ
بولم او هغه دا چې د طالبانو د تحريک په د ننه او تر څنګ ځينې په اسلام او هيواد مين
رښتيني مجاهدين هم د يرغلګرو پر وړاندې وسله واله او هم سوله ايزه پراخه مبارزه پر
مخ بيايي. ځکه نو امريکايان اړ شوي دي چې په يو ډول نه يو ډول خپلو ستونزو ته زر
تر زره د پاي ټکي کيږدي. داسې ګونګوسې هم شته چې کيداي شي امريکايي پوځيان له ۲۰۱۴
کال مخکې له افغانستان څخه ووزي او يوه برخه ېې مصؤنو پوځي هډو ته وليږدوي.
دا هر څه له هغه وروسته
رامنځته کيږي چې د افغان دولت او امريکايي چارواکو تر منځ د ستراتيژيک تړون پر سر
ناندرۍ خپل وروستي پړاو ته رسيدلې دي او کيدای شي د امريکا د نظامي هډو د ځاي پر
ځاي کيدو په اړه همغږي د دې تړون په سر کې ځای ولري. ځکه نو څرګنديږي چې طالبانو
خپله دنده په ښه ډول تر سره کړې ده او نور ورته د شتون اړتيا نشته.
له پورتنيو پرمختګونو سره
ځينو کسانو ته په افغانستان کې د سولې لپاره هيلې پيدا شوې دي، خو دا بايد روښانه
شي چې تر څو زموږ ګاونډي هېوادونه او په
سر کې پاکستان او ايران له خپلې دوه مخۍ لاس وانخلي نو په افغانستان کې د سولې
راتګ يو سراب بريښي. همدا اوس د کوېټې په ښار د افغان يتيمانو په نوم په يوه خوځښت
کار روان دی تر څو هغوی په افغانستان کې د جګړو غزولو لپاره په نوې نوم وکارول شي.
د يوه خپلواک، سرلوړي او
پرمختللي افغانستان په هيله.
محمود سعيد