
د الجزیری مختلف خبریالان
ژباړن:نعیم نسیم،کابل
یو ټونسی میوه خرڅوونکی خپل ځان ته په اور اچولو د عربو پسرلی پخپلو وینو خړوبی کړ، پراخو لاریونونو ته یی لار پرانیستله او عربي هیوادونه یی د استعمار له دوری وروسته د لومړي ځل لپاره تر خپل اغیز لاندی راوستل.
یو ځوان سړي د ډیسمبر په ۲۰۱۰،۱۷ د ټونس په یوه وړوکي ښارګوټی سیدی بوزید کی ځان ته اور واچوه چی د عربو د ویښتیا سبب شو.
سیی ده چی په ټونس،قاهره او تریپولي کی په لوړه کچه بدلونونه را منځ ته شول خو د سیدی بوزید وګړي لا تراوسه د بدلون په انتظار دي. دوی لا تراوسه د هغه څه په انتظار دي چی د کوم لپاره یی خپل ځانونه په خطر کی واچول.
۲۶ کلن محمد بو عزیزي د سختو پرهرونو له وجی د جنوری په ۴ له دی نړی سترګی پټی کړی. دده کورنی نه دا چی بی وروره او بی ځویه شوله بلکی د رسنیو تر طوفان لاندی هم راغله.
د سیدی بوزید خلک اوس زړه توري او مایوسه ښکاري ځکه چی ددوی د هڅو کیسه یوازی او یوازی د یوه سړي په داستان پوری وتړل شوه نه داچی د ټولو هغو ۲۱۹ کسانو چی د اوښتون پرمهال یی ځانونه قربانی کړل.
زیاتره کورنی د بوعزیزی په کورنی په غوصه دي. د بو عزیزی مور منوبیا ته په نیویارک، پاریس او دوحه کی ایوارډونه ورکړل شول او ورڅخه قدردانی ترسره شوه.
د بوعزیزی مور منوبیا وایي: زما ځوی د اوښتون سپرغی وه. د ده له وجی دغه پسرلی رامنځ ته شو. دده له وجی اوښتون په ټوله عربی نړی کی خپور شو او بیا له هغه ځایه نوری نړی ته وغځیده. زه پر خپل ځوی او ټولو شهیدانو باندی ویاړم.
په سیدی بوزید کی د بو عزیزی له مور څخه دومره قدرداني ونه شوله. د بوعزیزی کورنی حتی خپل ښار پریښود او لری یو قصبی ته چی لا مارسه یی بولي او د ژوند وضع پکی ښه ده وکوچیدله(اپریل میاشت کی). د بوعزیزی کورنی ددی کوچیدلو دلیل هم د خلکو بی ځایه خبری بولي چي په دوی پسی یی کولی.
خلک وایي چی د بو عزیزی کورنی د بو عزیزي وینو ته په سپکه سترګه وکتل او د هغه شهادت یی خراب کړ ځکه چی د هغه د شهادت په بدل کی یی پیسی واخیستی. فضل زوادي—یو ۲۷ کلن ځوان تونسی فعال وایي: مونږ ټولو قرباني ورکړه نو بیا ولی د بوعزیزي کورنی ټول کریډټ ځان پلو کشوي او ولی یی د رسنیو توجو د خپل ځان خواته کړیده.
د ډیسمبر ۱۷ د چا د تلین ورځ نه ده بلکی دا دا وښتون د پیل ورځ ده. خلکو تراوسه د اوښتون خواږه نه دي څکلي او دا به له وخت مخکی وي چی مونږ اوښتون ولمانځو.
دی مني چی د اوښتون له وخته،اوس یو څه بدلونونه راغلي دي. خلک د بیان ازادي لري او خلکو دا کتوبر په ټول ټاکنو کی برخه واخیسته خو بیا هم اساسي ستونزی نه دي حل شوي. د ازادی بنسټ ځانګړتیاوی خوراک موندل او د کار کولو حق دی.
د اواز لپاره جګړه:
بوعزیزی ته د یو اتل په سترګه کتل کیږي. بوعزیزي وو چی خلکو ته یی د اواز د اوچتولو موقع برابره کړه. کله چی مونږ د بن علی له چپه کیدو دری ورځی وروسته له سیدی بوزید څخه لیدنه درلوده، نو لږو تونسي او نورو باندنیو خبریالانو ښار ته لار موندلی وه. چیری چی مونږ تلو، خلک را پسی وو. د بوعزیزي د مور لومړنی مرکه چی عربی نړی ته یی خبری کولی له الجزیری عربی چینل څخه خپره شوه. ددی مرکه د شاوخوا را غونډو کسانو لخوا وخنډیدله. هغه هم ځکه چی دوی د لومړي ځل لپاره خپل غږ پورته کوه.
ډیری ټونسیان بو عزیزی ته د اتل په سترګه ګوري خو داسی کسان هم شته چی نه غواړي په عام حضور کی دی بوعزیزي ولمانځل شي. یو ټکسي چلونکی په پایتخت کی د یو عمومي سرک نوم چی په دی وروستیو کی د محمد بوعزیزي په نوم یاد شوی منل رد کړل.
زما له هڅو او تشویق سره،سره ده رد کړل چی په دی نوم دی یو سرک ومني: په دی نوم هیڅ سرک نشته.
ته پوهیږی چی مونږ له بو عزیزي څخه نفرت لرو؟ بوعزیزي یو شرابي وو.
بالاخره می ده ته د سرک هماغه پخوانی نوم چی دری لسیزی دغه سرک ورباندی یادیده واخیست(د نومبر۷ سرک). د نوم په اوریدو سره ده موټر ودراوه او ویی ویل چی له سرکه وتلي او لری راغلي یو.
د ټکسی موټروان یوازی نه دی. نور هم دي چي د بوعزیزي په نامه جوړ شوو یادګاري څلو او منارونو ته په سپکه سترګه ګوري. او بله خوا د بوعزیزي کورنی یواځینی کورنی نه دی چی د ټونسیانو لخوا د انتقاد لاندی وي ځکه چی له باندنی نړی ورته توجو زیاته ده.
لینا بن محنی هم له ورته سپکوونو سره مخامخ شویده. لینا یوه بلاګره وه چی نوره نړی یی د ټونس له پیښو خبروله. خو د ډسمبر۱۷ په شپه په فیس بوک او ټویټر باندی هغی ته سختی سپکی سپوری وویل شوی هغه هم ځکه چی دا د نوبل د سولی جایزی لپاره کاندیده وه. کله چی دی ته دغه ایوارډ ورنه کړل شو نو دی ویل چی ایله اوس مهال یی د خوښی احساس کړی.
هغه اوښتون چی اوس خلک پری پوهیږي:
د هنډونی نادر چی د اوښتون له لومړی ورځي یو فعال کارکن دی وایي چی په بوعزیزی حملی او یا د هغه سپکونه د خلکو له اصلي موضوع څخه منحرفول دي.
\"محمد بوعزیزی د خلکو لپاره ځان قرباني کړ؛ هغه یو ښه سړی وو او په خپل کار بوخت سړی وو.\"
نادر چی له سیدي بوزید څخه د اکتوبر په تاریخي ټول ټاکنو کی کاندید وو وایی: \"په سیدی بوزید کی هیڅ څه هم نه دي بدل شوي. حکومت باید عملي ګامونه پورته کړي. بی کاري او فساد مخکی له اوښتونه او وروسته له اوښتونه یعنی په دواړو حالتو کی بد وو او بد دی.
حکومت باید په دی شیانو پوی شي او لازمه بدلونونه راولي.
د مصر نوی حکومت د اوښتون له کلیزی څو ورځی مخکی د اوښتون له کلیزی او د موقتی حکومت له یوی جنجالی دوری وروسته واک ته ورسید!
منصف مرزوکی، د هیواد نوي ولسمشر له ټونسیانو وغوښتل چی د ۶ میاشتو لپاره یوه اوربند سره موافقه وکړي ترڅو حکومت د اقتصادی او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره وخت پیدا کړي.
د اوښتون د کلیزی په ورځ، سیدی بوزید بیا له خبریالانو ډک وو او د داسی یو اوښتون په اړه یی خبری ټولولی چی په لرلید یی تراوسه څوک نه پوهیږي.
nnwriter@yahoo.com