![سره اوسپنه](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
مالکه سره اوسپنه لمبوته لپه ونیوهاوس مې چې دسرواوښکواوبوته لپه ونیوه
بېل دهر سړي وو ددنیا په غمکده کې ذوقچا دسترګواوښکوچا پیالوته لپه ونیوه
خودبه مي خماردبې باکۍ ناڅي په سترګوکې ما دوخت دڅړیکوپیمانوته لپه ونیوه
بس په دې توپیر لوړوته لاړوله ژورونه دې زماالفت مايې ارزوته لپه ونیوه
چادسوکالۍ له میوډک کړل کنډولونه بیاچا يې دمارغه غوندې قطروته لپه ونیوه
نورو تنده غروسرابونو پسې منډې کړېمونږ دژوند په دښته کې پښتوته لپه ونیوه
پوه نه شوه اوبه يې له منګي پکې راتويي کړېما يې چې دسروسترګوکاسوته لپه ونیوه
چاراټوله کړي دګلمخیواواره مینه ؟تا ځنګه (حسنه) دې خوشبوته لپه ونیوه
ډاکتر حسن-- لندن