د افغانستان پرضد د امريكايي او پاكستاني اجنټانو نوى سازش

د ډيورينډ په نه منل شوې پوله د ماينونو او اغزن تار پر سر د افغاني او پاكستاني چارواكو ترمنځ لا مطبوعاتې نانندرى روانې دي ، چې دا دى يو ځل بيا د پاكستان د بهرنيو چارو وزير خورشيدقصوري خپل هغه د فريب ، چل ، او دوكو نه ډكه خبره وكړه كوم چې وايي ( په په مرگ يې ونيسه په درد راضي كيږي ) .
پاكستاني غولونكي سياستوال په دې اند وه چې كه چيرې له لمړي سر څخه د ماينونو او اغزن تار خبره يو ځاى وكړي نو نړيواله ټولنه او خلك به د پاكستان دغه كار و غندي ، خو دوۍ بيا په دې شيطانت ښه پوه ول چې بيا به پاكستاني چارواكي نړيوالو ته دا ووايي سمه ده ماينونه نه ښخوو خو د اغزن تار ښخول به پيل كړو .
سره له دې چې د ډيورينډ د كرښې خبره لا تر اوسه لاينحله پرته ده ، او نه به هيڅ افغان دا كار ونشي زغملاى چې پاكستاني پنجابيان دې يو موټي افغان ملت سره را جلا كړي ، كه بيا هم دوۍدغه كار ته لاس وغزوي نو پايله به يې د دوهمې نړيوالې جكړې د پيلامي په څير وي .
افغان دولت هم په دې ټنګار كوي چې اوس مهالې د ډيورينډ پر سر هر ه خبره د پاكستان له دوكو او فريب سره تړلې ده ، پاكستاني اجنټان له يوې خوا پر دولت د طالب په نوم فشار راوړي او له بلې خوا خپل د ديپلوماسۍ او فريب لاره نيسي .
تر كومه ځايه چې د نړيوالې ټولنې او په تيره بيا د امريكا او د هغې سره د هم گډو هېوادونو جګړه ايز تجارت او سياست په افغانستان كې ډير ترخه او بد پايلې له ځانه سره راوړل ، خو بيا هم سره له دې چې افغان ملت ددوۍ هر ناخوالو ته په دې هېله چې هېواد ته سوله او امنيت راشي هر كلى وويل .
كه چيرته سړى سترگې پټې نه كړي ، او حقيقت ته وګوري نو روسانو هم په افغانستان په همدې ترتيب واكمن شوي و، او افغان ملت د هغوې پر ضد جهاد پيل كړه او برياليتوب ته ورسيده ، اوس هم همغه خبره ده ، امريكا د خپل استعمار او موخو لپاره افغانستان ته راغلي نه د افغانستان د ابادۍ او خلكو سره د زياتې مينې .
كله چې په افغانستان كې د روسانو پرضد جګړه پاى ته ورسيد نو امريكا خپل موخه او هدف تر لاسه كړه ، د ويتنام د جګړې غچ يې واخست ،اسامه يې را وزيږوه او نور نور ته يې پيسې وركړې ، تر څو د ويتنام د جګړى غچ له خپل نړيوال سيال څخه واخلي . همداسې وشول ، امريكايې سفير( داچې اوس ماسره هغه كتاب نشته كوم چې زه ترې د امريكايې سفير نوم وليكم، خوماخذاو هغه كتاب رانه په افغانستان كې پاتي دى ) په خپلو څرګندونو كې وويل ، امريكا نور په افغانستان كې څه مهمه موخه نه ګورې ، په همدې دليل امريكا ددې پرځاى چې د افغانى ډلو ترمنځ تفاهم او اتحاد روالي ، دخير په غونډۍ كيناست او څه چې وشول ټول د امريكا د بې پروايې او په هغه وخت كې د افغانستان ځانته پريښودل وه .
چې خبره رانه بله خوا لاړه نشي راځم خپل اصلې خبرې ته هغه دا چې امريكا هم له پاكستان سره په دې پلان كې شريك دى ، امريكا پوهيږي چې په افغانستان كې د بشپړ امنيت په راتگ ددوۍ شپې او ورځې په دغه هېواد كې رالنډوي ، نو په همدې موخه امريكا د خپل مافيايي سيسټم له لارى پاكستاني اجنټانو ته پيسې وركوي او بيا د طالب فشار له لارې دغلته بي امنيتي او گډوډي د امريكا او دهغه د هم گډو هېوادونو پر مدار ورڅرښوي ، او په مقابل كې د پاكستاني اجنټانو غوښتنې او هېلې هم پوره كوي.
معنا دا چې په افغانستان كې نه امريكايي پانگه اچونې ته كوم زيان ورسيږي ، او نه هم ددوۍ لاسپوسي پاكستاني اجنټان خفه شي . د پولې د دواړو غاړو د افغانانو ترمنځ به يوه دانه ستنه هم ددې معنا ولري چې د افغانستان د تجزې پر موخه د امريكا او پاكستان گډ پلان ، او ددوۍ د هم گډو هېوادونو پرخوښه د افغان ملت پرضد يوه نه بخونكي دسيسه ده .
د پولې دواړو غاړو كې پراته افغانان به دامريكا او پاكستان دغه گډ سازش او پلان پر وړاندې به خپلې هلې ځلې جاري ساتي . او هيچاته به دا واك ورنكړي چې ددوۍ تر منځ دې د المان د قومونو په شانتي بيلتون رامنځ ته شي ، او پايله به يې بيا داشي چې د برلين د ديوال غوندې يوه دسيسه تر لاس لاندې شي او يو كور به په دوه برخو ټوټه، ټوټه شي .
زه په اخر كې د پاكستان دبهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري دغه خبره چې دوۍ به په پوله ماينونه نه ښخوي خو ديوالونه به پرې تيروي ، د افغانستان د خاورې د يو بچي په توگه په كلكه غندم، او ددغې پلان د د عملي كيدو پروخت به خپله وينه هم تويوم ، او د د ټولو هېوادوالو نه دا هېله هم لرم چې ددغې كرغيړن پلان په خلاف خپلې هڅې جاري وساتي او له همدا اوس نه دې ددې فكر وكې كه چيرته دغه پلان پلې كيږي نو پايله به يې دا شي .
۱ = يو كور په دوو برخو ټوټه ټوټه كول دي ، ديو تاريخي ، غښتلي ، او ځواكمن قوم ويشل دي . خو نړيواله تجربه هم شته ، د جرمني ديو واحد قوم ترمنځ د برلين ديوال هيڅكله هم د جرمني د ځواكمن قوم ترمنځ بيلتون رانه وستلى شو .
۲ = لر او بر افغانستان به دوه ټوټي شي ، او پايله به يې داشي چې د نورو هېوادونو پلانونو ته به هم لاره پرانيستل شي لكه چې د شمالې ټلوالۍ ټوپكسالاران يې خوبونه له پخوا نه ويني . خو د نيكونو نه راپاتې تاريخ دا په ډاگه كوي چې بيا خو افغانان د پرديو هېوادونو اجنټانو ته څنگه د عبرت درس وركړي .
۳ = افغانستان كې به گډوډي نوره هم زياته شي ، د افغان ملت وقار او حيثيت ته به په نړيواله كچه ستره صدمه ورسيږي ، او د افغان ملت تاريخي شهامت به پر دې كار خداى دې نه كړي پر ځمكه را وغرځيږي .
۴ = د امريكا او پاكستان گډ پلان د( افغانستان د تجزې پر موخه ) يوه برخه به پلې شي ، او نورې برخې به په قراره قراره پلې كيږي او په پايله كې به افغانستان خداى دى نه كړي په څو ټوټو ويشل كيږي . د شمالي ټلوالې بهرني اجنټان په دې پلان كې هم شريكان دى ، لنډ مثالونه يې ټوپكوال عطاء محمد د بلخ والي دى ، چې ددې پلان په عملي كيدو كې ډيره د زړه نه منډې او تړې وهي .
او بيا به دغه ټوپكوال دا حق ځانته وركوي چې خپلې سيمې د يو جلا افغانستان په نوم ونوموي .
۵ = دامريكا او پاكستان گډ پلان له مخې به د افغانستان جنوب او جنوب لويديځې سيمې به د طالب واكمنۍ تر كنټرول لاندې وي او جلا حكومت به پرې چلوي .
امريكايي ځواكونه به غښتلي او قوي قرارگاوې لري او هيڅوك به نشي كولى چې هغه له منځه يوسي ، دا په هغه صورت كې چې په افغانستان كې گډوډي رامنځ ته شي .
۶ = د ايران پرضد به د امريكا د ممكنه بريد په وخت كې به امريكايي ځواكونه له دغې سيمې او قراگاوو څخه ګټه پورته كوي ، دا كار هغه وخت شونتيا لري چې د امريكا او پاكستان ګډ پلان چې پورته ذكر شول پلي شي .
۷ = د گډوډۍ په حالت كې به په هېواد كې د ټوپكوالۍ سيسټم بيا را تازه شي ، ځني هېوادونه له پر دې پلان كار كوي چې په افغانستان كې ، د پخوا پر څير جبهې او ټلوالۍ را منځ ته كړى او په افغانستان كې د غلو او ډاړه مارو ټوپكوالو د شتون لپاره به لاره هواره شي .
اوس نو د افغانانو لپاره څه كول په كار دي؟
په امريكا دې زور راوړل شي چې د خپل دغه پلان نه تير شي او دافغانستان د خلكو عزت او وقار ته وكتل شي او يو واحد قوم په دوه برخو ونه ويشل شي .
د پاكستانى چارواكو د خبرو پر ضد دې افغان چارواكې غبرګون وښيي او په نړيواله ټولنه دې زور راوړل شي چې د پاكستان ددې پلان مخنيوى وشي .
د پولي دواړو غاړو كې پراته افغانان سره جرګه وكړي او د ددې پلان د عملي كيدو په وخت ګډه لاره غوره كړي ، او پرينيږدي چې ددوى ترمنځ جداوالى راشي .
كه چيرته ددې كار د عملي كيدو لپاره پاكستانى چارواكى عمل ميدان ته را ودانگل نو په ټولو افغانانو دخپل هېواد ، افغانيت نه دفاع يوه ملي وجيبه ده چې په نره ددې پلان په لمنځه وړلو كې را ميدان ته شي .
د افغانستان ملي شورا ( ولسى جرګه او مشرانو جرګه ) دې د افغانستان د تيرو جرګو په څير خپل دريځ روښانه كړي ، او د افغانستان ولس مشر كرزى دې د شهيد محمد داودخان دريځ ته درناوى وكړي او خپل دريځ دې په همدې مدار را وڅرښوي .
د افغانستان ځوانان دې ددې پلان د ممكنه پلي كيدو په ترڅ كې هر راز قربانۍ ته ځان چمتو كړي او په دې لاره كې دې د لر او بر ځوانانو ترمنځ اړيكي له همدا اوس نه پيل كړي .
د افغانستان سياستوال دې په نړيواله كچه خپلې هڅې وكړي چې د ډپيلوماسۍ او نړيوالو اصولو او قوانينو ته په درناوى ددې مثلې ممكنه د حل يوه غوره لاره پيدا كړي .
دا وه په پورته ډول ددې پلان د عملي كيدو ، عوامل ، ستونځې او پايلې چې ذكر شول ، بيا هم په دې اړه د نورو پوهانانو او د نظر د خاوندانو بيلا بيل نظريات او وړانديزونه شته . خو ما هم د افغانستان د يوځوان په توگه خپل اند په ډاكه كړه هېله ده ددغې مثلي يوه دحل لاره پيدا شي ترڅو افغانستان او پاكستان دواړه له ممكنه خطر نه وژغورل شي. او د پاكستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري دې خپله خبره بيرته واخلي او په دې خبره دې ښه فكر وكړي چې ددې كار ګټه او تاوان به چاته ورسيږي او پايله به يې څه وي .