څو ورځې وړاندې مې په مسكو كې په يوه افغانۍ ويپ پاڼه كې ولوستل چې د هندوستان دولت لخوا افغانستان دولت ته پنځه سوه تحصيلي بورسونه وركړل شوي او ښايي چې د نوي كال پر پيل به دغه كسان هندوستان ته د زده كړو لپاره ولېږل شي ، خو دا مې هم ولوستل چې د پاكستان د دولت لخوا زر تحصيلي بورسونه د وزيرانو د شورا لخوا نه دي منل شوي او منفي ځواب وركړل شوى دى .
د لمړي خبر تر ليدو وروسته خوشحال شوم او ځان سره مې وويل چې كه خداى ( ج ) كول نو دا د افغانستان په ښوونيز ډګر كې د ځوان نسل د روزنې په برخه كې يو لوى پرمختك وي ، خو بيا مې وويل چې اى كاش كې چې دغه پنځه سوه بورسونه مستحقو او وړ كسانو ته ورسيږي . دپخواني پاچا د واكمنۍ پرمهال هم افغانستان ته د نورو هېوادونو لخوا تحصيلي بورسونه وركول كيدل ، تر كومه ځايه چې ما پوښتنه كړې دا بورسونه به هغو كسانو ته وركول كيدل چې وړتيا لرى او په دې برخه كې د افغانستان قومي جوړښت ته هم په لوړه كچه كتل كيدل ،يعنې د قومونو د انډول په تناسب زده كوونكي لېږ ل كېدل ، ښايي په هغه وخت كې هم شخصي سليقو نه كار اخستل كيده ، خو دومره نه لكه اوس مهالې، او يا په كابل كې دربانى د واكمنۍ پرمهال.
تر پخواني پاچا وروسته هم بهرنيو هېوادونو ته د زده كوونكو د لېږلو په برخه كې څه نا څه د قناعت وړ چلند كېده ،خو په كابل كې د رباني په شخصي حكومت كې دغه انډول بيا يوې خاصې ډلې او قوم ته منصوب وو .
په دغه دوره كې سره ددې چې افغانستان په جګړو بوخت وو، خو بيا هم ډيرو هېوادونو لكه تركيه ، هندوستان ، مصر ،ځني اروپايي هېوادونه او حتى روسيه هم پكې شامله وه، خوليدل به مو چې دغه افغانستان ته وركړل شوي تحصيلي بورسونه د ربانى او د هغه د ملګرو او هم فكرو ترمنځ ويشل كېدل .
خو ګېله هغه وخت ځكه په كار نه وو چې حكومت د يوې ډلې په لاس كې و او د ملي توب تمه ترې نه كېده.
د طالبانو د امارت تر پرځيدو او د كرزى صيب د حكومت په راتگ يو ځل بيا د تير په څير افغانستان ته د بهرنيو هېوادونو لخوا ښوونيز بورسونه افغان دولت ته وركړل شول ، امريكا ، انگلستان ، المان ، فرانسې ، روسې ، هندوستان ،او نور داسې هېوادونه هر كال د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت ته د بورسونو وركول پيل كړل .
خو بيامو هم وليدل چې د زورواكۍ لمن په كابل كې غوړيدلې وه، او د لوړو زده كړو وزارت ، د ښوونې او روزنې وزارت او د بهرنيو چارو وزارت د هغه كسانو په لاس كې وچې د تعصب له مخې به يې هر څه يوې ډلې او قوم پورې تړل .
ښه پريمان بهرني بورسونه راغلل ، خو په دغه ښوونيزو بورسونو كې اكثريت قوم ددې حق څخه بې برخې شول ، او ټول د همدغو كسانو د ډلو او پلويانو ترمنځ وويشل شول ، دا يو ښكاره او منل شوى حقيقت دى او په دې هيڅوك سترگې نشي پټولاى چې دغه بورسونه د شمالي ټلوالو په خوښه او سلا او مشوره د همدې ډلې ځوانانو ته وركول كيدل .
خو په دې خبره لا تراوسه هم هيچا غوږ نه دى ګرولى چې ايا په رښتيا هم په دغه برخه كې د اكثريت قوم ځوانان او زلميان بى برخې پاتې شوي ، دا خو لا څه كوې چې تر اوسه هم ورته خپل د اجتماعي عدالت له مخې مشروع حقوق نه دي وركړل شوي .
شريف فايض چې يوه وتلې متعصبه څيره وه دهغه په دوره كې كله چې د لوړو زده كړو وزير و ، پښتنو ته دده په وزارت كې په بدو سترګو كتل كيدل ، او ان لا دا چې دده د وزارت په دوره كې د پښتنو ميشتو سيمو زيات پوهنتونونه دې ته اړ كيدل چې استادان يې په كورونو كې كينې او د پوهنتون دروازې دې وتړل شي .
ښايې دا كار په شعوري توگه ترسره كيده ،په مقابل كې ددوې په سيمو كې پوهنتونونه جوړ شول او په دغه لاره كې په زرهاوو ډالر مصرف شول ، ښه مې په ياد دي چې د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې د د ادبياتو پوهنځي د تړلوامر وشو او ويل شول چې دغه پوهنځى دې دښوونې او روزنې له پوهنځي سره يو ځاى شي اوس ورته اړتيا نشته .
په همغه وخت كې مو همدغه مسله د ننګرهار ولسي مشورتي شورا جرګه ګۍ ته وغورځوله چې بيا هغوۍ د يو مكتوب او پريكړه ليك په ترڅ كې چې دغه كار يې د پښتنو پرضد يو دسيسه ګڼلې وه ( بنده په هغه وخت كې د ننګرهار د پوهنتون دحقوقو د پوهنځى زده كړه پال و، او دغه مكتوب يې د ولس مشر كلتوري سلاكار زلمى هېوادمل ته وسپاره ) او هغه بيا دغه مسله ولس مشر كرزى ته وړاندې كړه او بيا بيرته خبره پټه پاتې شوه، خو د پښتون ضد دسيسې مخه ونيول شوه .
كله چې په كابل كې د شمالې ټلوالې وتلى ټوپكوال ، محمديونس قانوني كوم ته چې دخپلې سيمې خلك د بلبل خطاب كوي ، د ښوونې او روزنې وزير په توګه يې دنده ترسره كاوله ، نو په شعوري توګه يې په ښوونيز نصاب كې د بدولون په راوستو په كار پيل وكړ ،په ډير زيركتيا يې ډير شعوري پښتون ضد كارونه ترسره كړل ، د زده كوونكو د ښوونيزو كتابونو پر سر د هېواد د ټوپكوالو تصويرونه چاپ شول او په زرهاو ټوكه ايراني ټپه پاړسي كتابونه ، پښتون ميشتو سيمو ته ولېږل شول .
د هېواد د اساسي قانون له مخې هر څوك ددې حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده كړه وكړي، خو ښاغلى قانون دا هر څه هېر كړل او پښتون ميشتو سيمو ښوونيزو ځاينو ته يې ايراني ټپه كتابونه او هغه نور كتابونه چې د ټوپكوالو تصويرونه پكې انځور شوي وو ولېږل .
خو هيچا پرې غږ ونكړ ، حتى تر دې چې په خټه تاجكه د ولسي جرګې يوې غړې ملالۍ جويا پر وينا چې د ولسي جرګې په يوه علني او ښكاره غونډه كې چې د ددې جرګې اكثريت غړي او نور يو شمير ژورنالستانو هم كډون درلودو د ښوونې او روزنې پر پخواني وزير محمد يونس قانون په ډاكه نيوكه وكړه چې دده د وزارت په وخت كې له دې وزارت څخه په ډيره كچه ډالر غلا شوي، او ملالۍ جويا ، يونس قانوني په دې متهم كړ چې ګوندې دغه ډالر همده غبن كړي .
پورتني مثالونه مې ځكه راوړل چې د لوستونكو قناعت حاصل شي ، او تل د اكثريت قوم حقوق خوړل شوي او ناوړه شعوري چلند ورسره شوى دى ، دې ته ورته په سل هاو نور مثالونه شته چې پښتنو سره په ښوونيز ډګر كې د ميرې مور چلند شوى .
دا ټولو ته معلومه ده چې د بهرنيو چارو وزارت ټول د بى سواده ، او تش په نوم ډيپلوماتانو څخه ډك دى ،او ډير داسې كسان هم پكې شته چې په ډپيلوماتيك پوست كار كوي خو د دولسم ټولګې سند هم نه لري او دا كسان ټول د ربانى د واكمنۍ او د كرزى په كابينه كې د پنجشير د سيمې اوسيدونكي عبدالله ( عبدالله) چې دبهرنيو چارو وزير و، د وزارت پرمهال په لوړو دندو ګمارل شوي دي .
په هر وزارت او رياست كې په سلو كې پنځه نوي فيصده تاجكان او پاتې نور پښتون ، هزاره ، تركمن او نور قومونو ته ځاى وركړل شوى دى ، په اصل كې بايد د قومي انډول له مخې اهليت، شخصيت او دې ته وكتل شي چې اكثريت څوك دي او نور علمى اشخاص په پام كې ونيول شي او كار اهل د كار ته وسپارل شي .
راځم خپلې خبرې ته چې هغه د لوړو زده كړو د تحصيلي بورسونود قناعت وړ او په اجتماعى عدالت ولاړ ويش دى ، زه په دې عقيده يم چې په رښتيا هم چې تل د اكثريت قوم حقوق تر پښو لاندې شوي .
څو مياشتې د مخه زه په كابل كې وم چې د روسي د هېواد له لورې مې د اتيا تحصيلي بورسونو خبره واوريده ، او ورسته په دې لټه كې شوم چې ښايې كه خداى ج كول په دغه اتياوو تحصيلي بورسونو كې وړ او مصتحق وشميرل شم ، خو ومى نشو كړاى چې دغه تحصيلي بورسونو نه د هېواد د يو ځوان په توگه برخمن شم.
د لوړو زده كړو وزارت لخوا وويل شول چې مونږ خبر يو خو د كسانو پر ټاكلو او نومولو مو لاس پورې كړى نه دى ، او په همدې كې خبره ګونګه پاتي شوه ، بيا مې په كابل كې د روسي سفارت ته وړانديز وكړ چې تر اوسه ستاسو لخوا د وركړل شو تحصيلي بورسونو په اړه د لوړو زده كړو وزارت كوم عملي اقدام نه دى كړى ترڅو وړاو مصتحق كسان په ګوته شي ، د روسې د سفارت لخوا راته وويل شول چې مونږ كار د افغانستان دولت ته سپارلى هغوۍ پوهيږي او كار يې چې څرنګه ورته ښه ښكاري ، ما صرف همدومره هغوۍ ته وويل چې ښه كار مو وكړ په كار مو بركت شه د لوړو زده كړو د وزارت مامورينو او ريسانو ته مو د ډالرو د اخستلو ښه لاره پيدا كړه ، په مقابل كې هغه روسي چاروكى په خندا شوه او وى ويل دا نو تاسې افغانانو پورى اړه لرى ، مونږ ته هم داسې معلومات شوي چې د نورو هېوادونو په بورسونو كې د ډالرو تبادلې وشوې لكه د هندوستان په بورسونو كې .
ما د لوړو زده كړو د وزارت حال په خپلو سترګو وليد چې د كسانو پر ټاكلو په شعوري توګه اقدام نه كوي او ښايي ددې خبرى علت هم همدا وي چې دوۍ په خپله خوښه او يو تحصيلي بورس پر سر زر او يا دوه زره ډالره واخلي .
كله چې د يو افغان په توګه له دې حق څخه بى برخې شوم نو پريكړه مې وكړه چې زه بايد په هر رنګ چې كيږي سږكال دروسي دولت ته د زده كړو لپاره لاړ شم ، همدا كار مې وكړه او په خپل شخصي لگښت روسيې ته راغلم او په مسكو كې مې په يو پوهنتون كې داخله وكړه.
او سږ كال هم د لوړو زده كړو د وزارت لخوا ډير داسې كسان هم نورهېوادونو ته وليږل شول چې ددولسم ټولګي اسنادونه يې هم درلودل ،او كه لرى يې هم نو خداى معلوم چې څنګه به وې ، داسې كسان مو هم وليدل داچې ګوندى پلار او يا كوم بل څوك يې له ډلو او ټپلو سره لاره لرله او پرته له دې چې ورنه د لوړو زده كړو په وزارت كې ازموينه واخستل شي په سكالرشيپ نورو هېوادو ته وليږل شول ، او نور داسې كسان مو هم وليدل چې حتى تر دې په خپلو ژبو د يوې عريضى د ليكلو توان هم نه درلوده ، او صرف په شخصي پيژندګلوى سكالرشيپونو كې لاړل .
دا مې د لوستونكو لپاره د سترګو يو ليدلى حال بيان كړه نور خو لا د نورو هېوادونو په پوهنتونونو كې د بورسونو د ويش نه خداى خبر چې څرنګه به وى ،اوس نو راځم دى خبرى ته چې ايا په رښتيا به هم د هندوستان پينځه سوه تحصيلي بورسونه په عدالت ولاړ او د اجتماعي عدالت له مخې وويشل شي او كه بيابه هم د تير په شان؟
كه چيرته دغه او دې ته ورته بهرنيو هېوادونو ته په تحصيلي بورسونو كې د عدالت نه كار واخستل شي نو ښه خبره ده ،او كه د تير په څير وي، نو دا د ټول پښتنو پروړاندې شعوري عمل او حتى زه يې جنايت بولم. او له ټولو مشرانو نه هېله لرم چې دغې برخې ته پام وكړي ځكه هېواد د ځوانانو سالمې روزنې ، پوه او په علم ولاړ كسانو ته سترګې په لاره دى .
په اخر كې د لوړو زده كړو د نوي وزير ، د ښوونې او روزنې له وزير او نور اړوندو ادراو له مشرانو نه دا هيله لرم چې په دغه برخه كې دې ملي انډول ته هم پام وكړي ،او هم دې دغه بورسونه وړ او مصتحقو كسانو ته وويشل شي ، او كه داسې و نه شي نو د بنده په وړاندې به اوسنى حكومت ، او د رباني شخصي حكومت ترمنځ هيڅ توپير نه ويي.
په دې هېله چې په هېواد كې سوله ورورولى او اجتماعى عدالت ولاړ وي ، او ټول وروڼه او قومونه په وروولى كې يو ځاى ژوند وكړي او افغانستان د يو نوي او اباد افغانستان په توګه په نړۍ كې راڅرګند شي ، په پاى كې هېله لرم چې دا د هندوستان د دولت له خوا اوسنۍ تحصيلي بورسونه وړ او مصتحقو كسانو ته ورسيږى .
2007،1،10 جنورى .او د 1385،10،20 مرغومۍ
وروستي