بلوچستان يو ځل بيا د لويې لوبې په لومو كې

  
د ملي کرښې ١٩ ګڼه
زبير شفيقي
 
له اوږده ځنډ وروسته چې كله د هند او پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د معينانو تر منځ د روان كال د مارچ پر ۲۸ مه په نوي ډيلي كې خبرې اترې وشوې، په اجندا كې يې د بلوچستان د نا آراميو مساله هم شامله وه، پاكستان پر هند تور لګوي چې د بلوچستان له بېلتون پالو ډلو سره مرستې كوي، او ددې مرستو په تور كې افغانستان هم ور ګډوي، د اسلام آباد په اند د افغانستان دننه د هند په قنسلګريو كې د بلوڅو بيلتون پالو روزنېز مركزونه دي چې له دې ځايه هغوى بلوچستان ته ننوزي او هلته د پاكستان د حكومت پر خلاف تحركات لري.
كه دې مسالې ته له تاريخي نظره پام وكړو، دوه ټكي ډير پكې د توجه وړ دي.
لومړى ددې سيمې د اوسيدونكيو (پښتنو او بلوڅو) حقوق تر پښو لاندې شوې دي او نورو ځواكونو دوى محروم ساتلي دي.
دوهم د هر مهال لپاره دغه سيمه (بلوچستان) د لويو ځواكونو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو ځواكونو لپاره ارزښتناكه ثابته شوې ده، د بلوچستان اوسنۍ ستونزه هم اصلاً دهمدغه تاريخي بهير يوه كړۍ ده، چې دواړه لاملونه دا اوس هم پكې ونډه لري.
په دې ليكنه كې په لنډون پر همدې دوو لاملونو يو نظر اچوم:
پښتانه او بلوڅ په دې مشخصه جغرافيا كې زرګونه كاله د يو بل تر څنګ ژوند لري، سره له دې چې دغه دواړه بيل قومونه دي خو د وروڼو په څېر يې د پيړيو په اوږدو كې په سوله كې ژوند كړى دى له وړوكيو لانجو پرته چې په يوه قوم كې دننه هم پيښيږئ د دغو دوو وروڼو قومونو تر منځ اړيكې د تاريخ په اوږدو كې ډېرې مثالي دي  كه ووايو چې د دواړو برخليك شريك او سره تړلى دى مبالغه نه ده او تاريخ دغه واقعيت ثابتوي..
په نني بلوچستان كې چې د پاكستان تر ټولو ستر ايالت دى، ۴۳ سلنه پښتانه اوسيږي، خو د بلوڅو او پښتنو اصلي ستونزه دا ده چې د نورو لخوا ددوى پر هويت او شتمنيو ګونډې وهل شوې، همدغه مثال ښيي چې لږ تر لږه پښتنو له بلوڅو سره خپله ورورګلوي پاللې ده.
دا اوس چې په بلوچستان كې په هر نامه د پاكستان د حكومتي نظام پر خلاف مخالفتونه روان دي اصلي سرچينه يې همدغه محروميت دى چې نن يې د بلوچستان ټول اوسيدونكي احساسوي، يو سارى يې ددې ولايت له شتمنيو په تيره له غازو او ګوادر بندر څخه د لازمې ونډې نه درلودل دي.
د پاكستان چارواكي اصلي ستونزې ته د پام پر ځاى تل پر فرعي مسايلو زيات مصروف پاتې شوي دي، هند له پاكستان سره تاريخي اختلاف لري، د كشمير او د اوبو د سرچينو پر سر دغه اختلاف ډير ژور او ستراتيژيك دى، په دې كې شك نشته چې هند به د پاكستان له كمزوريو څخه ګټه اوچتوي چې يوه يې د بلوچستان مساله ده.
د بلوچستان مساله تاريخي رېښه لري، بلوچستان په طبيعي ډول له پاكستان سره نه دى يو ځاى شوى، د پاكستان او هند د بيلتون پر مهال د قلات رياست خپلواك ؤ، وروسته سياسي حربو له پاكستان سره وتاړه چې اوس (د لندو خټو لږ اوبه دارو وي) په مصداق هر وخت پاكستان ته د بحران او سرخوږي يو سبب ګرځيدلى دى.
دوهم ټكى چې نه پر هغو د اسلام آباد واكمن ډير فكر كوي او نه هم د بلوچستان اوسيدونكي، هغه د بلوچستان موقعيت او طبيعي زيرمې دي، بلوچستان په تيرو پيړيو كې د هند د د روازې په نامه شهرت لري، لوى تالانګر كه له ختيځه د لويديز په لور وتلي او كه له لويديزه د ختيځ په لور پر بلوچستان يې لاره وه، مكران، او بولان د تاريخي لارو په توګه د تاريخي تمدنونو آثار لري.
اوس يو ځل بيا د وخت د لويو ځواكونو پام له همدې لامله بلوچستان ته ور اوښتى، ګوادر بندر چې په رغاونه كې يې چين له پاكستان سره مرسته وكړه او اوس يې د پنځوس كلونو لپاره له چين سره قرارداد شوى د امريكا لپاره چې هم په سيمه كې پوځي شتون لري او هم ګټې اوموخې دغه معامله د زغم وړ نه ده، په بلوچستان او آن له تفتان نه تر چتراله په دې پراخه سيمه كې د روانو نا امنيو يو لامل همدغه كيداى شي چې چين د قراقرم له لارې د عربو سمندرګي او د هند سمندر ته ډاډمنه لاره ونه مومي، ځكه چې دغه لاره به چين نړيوالو بازارونو ته هم لا لنډ كړي او د امريكا ګټې هم په منځني ختيځ او هند سيمندرګې ګواښلى شي.
په دې ستره لوبه كې د سيمې اوسيدونكي ((پښتانه او بلوڅان)) يوازې هغه مهال د ښې راتلونكې خاوندان كيداى شي چې دې مسايلو ته په خلاصو سترګو وګوري، د خپلې راتلونكې په اړه د نورو بيلابيلو لوريو د لويو موخو ښكار نشي بلكې د خپل هويت او ملي ګټو لپاره سره متحد شي.
كه د بلوڅو د آزادۍ غورځنګ او پوځ او نور خوځښتونه يوازې د بحران زيږولو او يا د څو تنو او يا ډلو د ګټو پر اهدافو متمركز شي دا به يې هغه تاريخي ستونزې حل نكړاى شي چې دوى ورسره لاس او ګريوان دي.
د بلوچستان پښتنو او بلوڅو مشرتابه او سياسي حركتونو ته په كار دى چې د وخت د سترې لوبې كرغيړن اړخونه ښه وپيژني او د هغو د كوم لوري د لاس آله نشي، دوى بايد خپلې مبارزې پردې متمركزې كړي چې د بلوچستان له شتمنيو خپله مناسبه ونډه ترلاسه كړي، د خپلو ازښتونو او هويت په رڼا كې د پرمختګ لارې او لوري انتخاب كړي. دوى دا حق لري چې له خپلې خاورې او شتمنيو نه ګټه واخلي، حق لري چې خپلواك واوسي، حق لري خپل ملي دودونه او هويت وساتي، خپل ارزښتونه وساتي، خو بايد ډېر هوښيار وي چې د پرديو د سپېرو موخو ښكار نشي، چې خداى مه كړه له باران نه جګ شي او ناوې ته كښېني.