ژاړم به ولې نه !

وطن مې شو سور اور سرو لمبو ته ژاړم
ځوانان مې شول په  ګور جنازو ته ژاړم کوڅه کې د جانان پل  ایښودی  نه  شم ربه   دا  څه   وشول ، قسمتو  ته   ژاړمپسرليه   څه    غواړې  دغه    کلي    نهبلبلان دې خاورې  شول  قبرو ته ژاړم اسمانه عجب د غم توپان دې راووستکور دې زما ړنګ کړ کنډوالو ته ژاړمهر  يو  جنګ  کې  بچی زما مړ کيږيپښتون په خون تودو سنګرو ته ژاړم نور څه  پاتې  نه  دي  د ګودر پر غاړه زه  اوس  سوځېدلو  چنارو  ته  ژاړمساقي  واخله  خم لاړ شه  له دې چمه نن له وينو اوښکو ډک جامو ته ژاړمجاوید احمدزی