قبوله نه شوه دا دعا درسره ونه ساتې
ګوره په لپو کې يې بيا درسره ونه ساتې
د چا له سترګو نه دې سترګې پرېشانه نه شي
سترګې دې پټې کړه رڼا درسره ونه ساتې
زما ملګرو درته ويلي دي،خو نه يې منې
دا ليونى دى چيرته دا درسره ونه ساتې
تر خپلې وسې يې چيړه چيرته استاده به شې
دا زنده ګي ده دا فنا در سره ونه ساتې
ته به ځوريږې ته به هيڅ ګوره کولى نه شې
طالبه پام کوه چې ما درسره ونه ساتې
طالب منکل
وروستي