دويم بون د ضرب الاجل بون!

 يوه لسيزه وړاندې په افغانستان کې د نوي نظام اداره واکمنه شوه . د نوې واکمنې ادارې په سرکې ولسمشر حامد کرزي د چارو واکونه او صلاحيتونه په خپل لاس کې واخېستل او هېوادشموله سياسي، اقتصادي، اجتماعي ، نظامي ، کلتوري... بيارغونه پيل شوه، چې د ډېرى ټولنپوهانو په اند دافغانستان تاريخ يې بېلګه ييزه مخينه نه لري. د٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر مياشتې د ١١ مې نېټې پېښې په نړۍ کې د نوي اوښتون پيلامه وګرځېده. د١١سپټمبر پېښو نه يوازې امريکه بلکې ټوله نړۍ ولړزوله،او هغه تېروتنه، چې نړيوالې ټولنې په اويايمه لسيزه کې د وخت کمونېستي رژيم له ړنګېدا وروسته افغانستان ته شانه کړه، په غميزه واوښته،اودافغان جګړې زورټوله امريکه او لوېديځ ولړزاوۀ. هغه ؤ، چې امريکې، بريتانيې اوملاتړې ټلوالې يې د امنيت شورا د پرېکړې په رڼا په ټول سياسي او پوځي زور سره  پرافغانستان بريد وکړ اودڅلورو اوونيو په موده کې يې دطالب رژيم واکمنۍ ته د پاى ټکى کېښود. په همدغه بېړني او اضطراري دوران کې دملګرو ملتونو د نوښت پر بنسټ د بون لومړنى کنفرانس په جرمني کې جوړشو او په نوموړي کنفرانس کې د افغان کشالې ښکېلوغاړو نامتجانسوڅېرو او شحصيتونو ګډون وک، چې دغو په اصطلاح ښاغلو اتلانو په هېڅډول سره د افغان ملت استازيتوب نه کاوۀ، بلکې د يوې سياسي معاملې په ترڅ  کې پرافغان ولس ورتپل شول، چې ناوړه او بدې پايلې يې تر نن پورې دافغان ځورېدلي او کړېدلي ولس به برخه شوې دي. په دې اړه يو شاعر څومره په سپيناوي او وضاحت سره وايي:
                        خشت اول گرنهد معمارکــج
                                                                               تا ثرياميــــرود ديوارکـــج
نوځکه خودافغان اوسني دولت لومړنۍ خښته کږه کېښودل شوه، چې تردامهاله افغان بې وسه او بې کسه ملت په بېلا_ بېلو نومونو تر ځورونو او کړونو لاندې د لوى خداى(ج) په هيله شپې او ورځې تېروي،اول ايې د پاى څرک نه لېدل کېږي. په هېواد کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت يوه لسيزه پوره شوه، خو تردا مهاله يې افغان ولس ته لکه څنګه ښايي، خدمتونه وړاندې نه کړاى شول، خوداهم به مبالغه او بې انصافي وي،چې ووايو، هېڅ هم نه دي شوي. له نن څخه لس کاله وړاندې له ملت سره هېڅ څه نه وو، خوهيله ورسره وه، دادى، يوه لسيزه وروسته ډېر څه شته، خو له ملت سره هيله نشته . ته وا، هرڅه د طالب واکمنۍ په شان د انحطاط او اختناق پېر ته ستانه شوي دي، ځکه، چې د اوسني رژيم په جوړښت کې اداري فساد ، زورواکي ، بډې او رشوت، د نېشه ييزه توکو قاچاقبران، د دولتي او شخصي ځمکو د غصب مافيا او داسې نورې په لسګونو او سلګونو ناوړه ټولنيزې پديدې اخښل شوې، چې دغه عمل د افغان دولت کورنۍ او بهرنۍ څېره ډېره پيکه کړې ده، او د دولت او ولس ترمنځ د بې باورۍ او بې اعتمادۍ چاپېريال خپور دى او له يوې نه بلې ورځې ته داوسني رژيم سياسي او قانوني روايښت او مشروعيت ته په لويه کچه زيان وراوړي او پرځاى يې د مخالف لوري سياسي او پوځي دريځ پياوړتيا اوغلښتيامومي.د افغان دولت د لس کلنې کاري دورې د جاجونې په موخه د روان ١٣٩٠ لېږديز لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ١٤ مه نېټه ،چې ٢٠١١ زيږديز کال د ډېسمبر مياشتې له ٥ مې نېټې سره يې سمون درلود، د لومړني بون کنفرانس د کليزې په پلمه د آلمان د بون په ښار کې دويم کنفرانس جوړشو. په دغه کنفرانس کې د نړۍ ٩١ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، د خپلواکو سازمانونو او مدني ټولنو غړوګډون وکړ. د بون کنفرانس په درې ګوټيزه اجنډاکې له ٢٠١٤ کال وروسته  له افغانستان سره پر اوږدمهاله مرستو ژمنه او ټينګار، د دولت له مخالفينو سره د خبرو د پيل په موخه د خبرو د ميکانيزم په ډول او همداشان د افغان دولت د کاري ظرفيتونو لوړاوى راځي. په دې کې شک نشته، چې بهرني ځواکونه يوه ورځ  له افغانستان څخه وځي، نو د بون دويم کنفرانس د افغانستان دولت او حکومت لپاره د ضرب الاجل پيغام درلود. نړيواله ټولنه، چې دهغې په سرکې د امريکې متحده ايالتونه ولاړ دي، ژمن او متعهد شول،څو د يوې بلې لسيزې لپاره له افغانستان سره سياسي، اقتصادي، او پوځي مرستو اوهمکاريو ته ادامه ورکړي، خوپه دې لړکې نړيواله ټولنه له افغان دولتمشرانو څخه په کوردننه له اداري فساد څخه پاکه، سالمه او رڼه اداره غواړي، څود تېرې لسيزې په شان له افغانستان سره د شوو مرستو په څېر لوټ اوتالاترغه نشي. تېره اوونۍ په کابل کې د فساد پر ضد نړيواله ورځ ولمانځل شوه، په همدې مناسبت افغان ولسمشر حامدکرزي يوې درنې او پرتمينې غونډې ته خطاب وکړ او په خورا جديت او قاطعيت سره يې داداري فساد پرخلاف په مبارزه ټينګار وکړ. ولسمشر له يوې ډېرې مهمې او په حقيقت ولاړې خبرې څخه پرده پورته کړه او په زغرده يې وويل، چې په افغانستان کې د اداري فساد زېږندويه متره په خپله لوېديځواله دي. همدا غربيان دي، چې خورا لوى _ لوى قراردادونه او تړونونه د افغان دولت لخ جګپوړو چارواکو، مافيايي کړيو، زورواکانو، قوماندانانو او جنګي جنايتکارانو ته ورکوي، چې دا په خپله اداري فساد ته زمينه برابروي . په تېره يوه لسيزه کې د ٨٠ مېليارده امريکايي ډالرو په ارزښت له افغانستان سره مرسته شوې، چې په دغو کې يې ٦٠ سلنه مرسته بهرنيانو غلا او لوټلې او پاتې ٢٠ سلنه په هېواد کې په دويم لاس کارونو کې لګول شوې، چې پايله يې په ټوله مانا نيمګړې، زيان بخښونکې او ناقصه راوتلې ده. ولسمشر حامد کرزي اعتراف وکړ، چې په افغانستان کې په لويه کچه اداري فساد شتون لري، خو افغان دولت مصمم او هوډمن دى، چې ددغه  ناوړه  پديدې پروړاندې کوټلې مبارزه وکړي. ولسمشر په دې لړکې د کابل بانک قضيې ته نغوته وکړه، چې په ياده قضيه کې د حامد کرزي ورور، دهغه دمرستيال مارشال فهيم ورور او په ګڼ شمېر کې دولتي چارواکي لتاړ دي. دکابل بانک دوسيې يوبل کس د افغانستان بانک په خوانى مشر قدير فطرت دى، چې اوسمهال يې په امريکه کې پناه اخېستې ده. کرزي له امريکايي چارواکو څخه د نوموړي بېرته افغانستان ته د ستناوي غوښتنه وکړه، خو د امريکې دولت د حقوقي ملاخطات پر بنسټ د افغان دولت له دغه غوښتنې څخه انکار وکړ. د اداري فساد په لړکې د کابل بانک دوسيه يوه کوچنۍ بېلګه ده، چې مازې چونګ له خرواره ! ورنه يادونه وشوه . اوس، چې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره تر٢٠٢٤ زېږديز کاله د يوې بلې لسيزې لپاره د مرستو او همکاريو ټټر وهلى، نور ورسره جوخت يې افغان دولت ته د ضرب الاجل په دود ژر ترژره د سالمې او شفافې ادارې د جوړاوي سپارښتنه  وکړه. افغان دولت په اوسني وخت کې له دوو لويو او جدي ننګونو او خنډونو سره لاس او ګرېوان دى. يوه روانه کورنۍ جګړه ده او بل يې هم په دولت کې شته اداري فساد ددى، چې افغان دولت او حکومت يې په چورلټ ډول سره يرغمل کړي دي. نو په داسې حساسو او ترينګلو شرايطو او حالاتو کې، چې اوسنى نظام اواداره ورسره مخ ده، افغان دولتمشرانو ته لازم او ملزوم دي، څو په خپل کورنيو سياستونو کې له جديت څخه کارواخلي. بايدد معافيت قانون ته د پاى ټکى کېږدي ، ځکه په دولت کې هغه کمېشنکاران، چې له بهرنيانو څخه لويې پروژې په ټېکه او قرارداد اخلي، له دولتي اوحکومتي مقامونواو دندو څخه ګوښه کړي. همدا کمېشنکاران دي، چې اداري فساد ته يې لاره هواره کړې ده او له دغې لارې په مېليونونو امريکايي ډالرترلاسه کوي اوبيايې په خارجي بانکونو کې زېرمه کوي. همدغه کمېشنکاران د دولت درې ګوټيزه ځواک د (اجرائيه، قضائيه او مقننه) ترخپل اغېز او نفوذ لاندې لري، نو ځکه خو د دغو اداري فساديانو پرضد بې وسه دي اوبل په اوسني نظام کې دمعافيت کلتور هم دوى ته د خوندويتوب چتر ورکړى، چې دغې چارې يوه بله ستونزه زېږولې ده.  دويم يې هم د ضوابطو پرځاى د روابطو ار او اصل دى ، چې په اوسني رژيم کې په معکوس ډول سره واکمن دى. همدا ټولنيز لاملونه سره يوځاى شوي اود هېواد اوسني حکومت حيثيت او پرستېژيې په کورنۍ او بهرنۍ کچه خورا بد پيکه اوځپلى دى. ولسمشربايد يوازې په وړاندېزونو، تګلارو او غونډو بسنه ونه کړي، بلکې عملي اقداماتو ته لاس واچوي. له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به افغان دولت او دولتمشران په ټوله کې د هېواد په سياسي، اقتصادي او پوځي توګه د چلولو خاوندان شي، نو پرهمدې اساس بايد داداري فساد او فساديانو پرضد په رښتيني ډول سره مبارزه او جهاد پيل کړي. په دې لړکې بايد اجرائيه، قضائيه او مقننه ځواکونه را وړاندې شي، دې اوسني نظام په تشکيلاتي اډانه کې د فساد ملا ورماته کاندي. له دولتي ادارو او دهغوى ملاتړو پرخلاف کوټلي اقدامات ترسره کاندي. د معافيت کلتور بايد په چورلټ ډول له منځه ولاړشي او ولسمشر دهېواد د اساسي قانون د پلي کولو د لويې مرجع په توګه د عمل نوښت په لاس کې واخلي او دمصلحتونو پرځاى قانون مقدم وګڼي. د وينا او عمل ترمنځ غځېدلى واټن لنډکړي ، شعار او عمل سره همغاړي کړي او په کوردننه يوه مثالي او بېلګه ييزه اداره رامنځ ته کاندي، څو په دې توګه افغانستان له روان ناورين څخه په بريالتيوب سره راووځي او يو هوسا، نېکمرغه او خوشحاله هېواد جوړ او ودان کړي.         پاى!
                                                                                                   فضل وزير هيله من