نړۍ دډسمبر په 16 مه نېټه :

 
ليودويګ فان بيتهوفين
 
نړۍ دډسمبر په 16 مه نېټه :
_ دقزاقستان هېواددخپلواکۍ ورځ ده ؛
_ په بحرين کې ملي ورځ ده ؛
_  په کال1770 زکې دجرمني نامتوکمپوزجوړونکی (( ليودويګ فان بيتهوفين )) زېږيدلی ؛
_  په کال 1946زکې دايران پوځ دکردستان په جمهوريت باندې ، چې دجنوري په 22 مه نېټه تاسيس شوی ويرغل وکړاوددې جمهوريت پلازمېنه (( مهاباد)) يې اشغال کړ . دپلازمېنې ترنيولو وروسته يې دکردانوجمهوررييس قاضي محمداوملګري ووژل ؛
_  په کال1971 زکې دبنګلديش جګړه پای ته رسيږي اولويديځ پاکستان ( اوسنی پاکستان ) له ختيځ پاکستان ( اوسنی بنګلديش ) نه پوځونه بهرکوي اوپه سبا ورځ دهندسره هم اوربندکوي ؛
_  په کال1991 زکې ملګروملتونود1975 زکال په دې پرېکړه باندې ، چې صهيونيزم راسيزم دی بدلون راولي  . په دې هکله ، چې صهيونيزم راسيزم نه دی 111 مثبتې ، 25 مخالفې او13 ناپييلي رايي ورکول کيږي .