روغتيايي ساينس اواسلام

دپېغمبرص  دوفات څخه نږدې يوه ،يوه نيمه لسيزه وروسته  دحضرت عمررض په خلافت کې دعربود بيابانونو بانډچيان دخپل ټاټوبې څخه ووتل اودبرياو دترلاسه کولو لپاره يې يون پيل کړه ، د افريقاد جنوبي اود روم  سمندر شرقي  ساحل ته ورسيدل ، دعربو د بيابانونو اوسيدونکى دهرډول کلتوري او علمي جنګونولرې يوداسې قوم وو چې په  دښتو کې به يي خپل دژوندچارې مخ  ته وړې  او ځانونه يې دوخت دقومونو سرخيلان او وياړمن بلل خوکله چې دتهذيب او ترقۍ ته مخه شوه او قران کريم يې په لاس کې واخيست نو دسياست په ډګرکې دفاتح قوم او دساينس او علم په ډګروکې دخپل فتوح قوم شاګردان شو ، دغه تهذيب هغوى ته دهغوى دين ورښودلى و .
حکمت د مومن ورک شوې ميراث دى په کوم ځاى کې چې حکمت  شتون ولرې هغوى پرى خپل ځان پوهوى ، له همدې امله د ايران او روم علمى او کلتوري  ورثي د لمنځه وړلوپرځاى عرب دهغوى ساتونکي اوګډونوال جوړشول ، او هغه ميراثونه يې داسې په اسلامې رنګ باندې رنګ کړل چې د ټولوقومولپاره ديوشريک حاکم په بڼه يوه شريکه ورثه منځ ته  راغله ،چې نن ورته د اسلامى ثقافت او ياهم داسلامي کلتورنوم ورکړل  شوى، د ايرانيانو په لويه کچه ښائيسته ذوق اود روميانو منطقې او ساينسې فلسفې خپله عرب فاتحين فتح کړل ، دلږې مودې وروسته چې فاتحين اومفتوحين په خپلو منځوکې د  ودونو  په ريشتې وتړل شو ل ، نودعربي او غيرعربي توپيراو ددغونومونو په اساس ودان شوى  مضبوط ديوال پخپله له منځه ولاړ ،دمسلمانانو قوميت پرشاه ولاړ ، اوس ديو مسلمان په حيث هغوې د پېغمبر اسلام په تعبيدارۍ سره اوپه عربي ژبه  کې محفوظ دعلمې ورثي ساتونکى وشميرل شو ، عرب هرهغه چاته ويل شروع  شول  چې په اسلام مشرف اوعربي ژبه اختيار کړي ، پردغه معامله کې د نسبي امتياز څخه ډيرد ژبني رواني ډيراړين ( نسب نه بلکې دعربى ژبه باندى په روانۍ سره ) ويل معتبرؤ ، دغه راز په راتلونکى وختونوکې چې مؤرخين عرب ميډيسن ، عربي فلسفه يادعربي رياضۍ خبره کيږې نو ددې څخه به داموخه مقصدنه وي چې دغه فلسفه ، طب يا رياضي دکوم عربي ذهن لاسته راوړنه ده ، ياچې په جزيره عربوکې دغه کارشويدى ، بلکې ددې  څخه مراد هغه ده چې هغه علم چې يوازى په عربي ژبه ليکل شوي اود اسلامې حکومتونو په زمانه کې مخې ته راغلې چې دليکولو والا يې ايران ، شامي ، مصرى او عربي ټولو ته يوشان عرب ويل کيده.
 غوره خبره داده چې پوهه خوښونکى دځينو اسلامې حکومتونو دسيوري لاندې مسيحې ، يهودې او مجوسې طبيبان اوفلسفيانو هم د اسلام علمې ورثي کلتوراو فرهنګ برخه ياده شوي ، چاچې يوازې دانسانيت دخدمت لپاره نوى ساينسي انکشافات کړي اوپوهه او ثقافت کې يې په نړۍ کې شهرت ګټلې دې دعربود نوو علمونو يادولو سره داسې شوق ؤ چې د اسلام د اولنۍ هجرى پيړۍ ترپاى پورې مسلمانانو ساينسپوهانو ، فلسفيانو ،د تاريخ پوهانو اود سياحت والاؤ په تاريخ کې د ورکوشويو بابونو په پېداکولو کې خپله ونډه په پوره ډول واخيسته  په ځانګړې توګه ترکومه چې د ساينس تړاو دې ، ډېرو عربو داسې ګڼل چې دايو داسې تصور دى چې په يو مخ يې مذهب او بل مخ يې علم طب دى دعربو په اولني وختونوکې د علم طب سره چندان علاقه يا پيژندګلوى نه وه ، علاج به يې ډيرى وخت په تعويذونو او ياهم په شهدو وغيره خپل علاج کاوه ، داسلام په اولنى وختونوکې عربو چې د کوم علم طب سره پيژندګلوى وه هغې ته به  طب نبوى ويل کيده ها مګر ابن خلدون طب نبوى ته دعربو متعلق تصوراتو ته په انتقادې سترګه کتل ، اوهغه پخپله مشهوره مقدمه کې هغه  په ډاګيزه توګه ويلې ، چې پېغمبر خلکو ته د مذهب د ښودولو لپاره رالېږل شوي ؤ اوپه وينايې نه چې په  علم طب خلکوته زده کړې ورکړې ، دعربوعلم  طب باندې اشنايې له  ساينسې پلوه ديونانيانو او ايرانيانو سره د رابطې وروسته علاقه پيداشوې ده ، ايرانې طبيبان خپله  ديونانې مفکر ينو تراثرلاندې ؤ ، اود عربود فتوحاتو په وخت خپله يوناني طب بې اثره شوي ؤ اوپردغه وخت کې د عربو د طبيبانو ترټولو نامې طبيب حارث ابن کلاوه مخکښ ياديده ، چې د طائف اوسيدونکى ؤ هغه په ايران کې د علم طب زده کړې کړې وي ، هغه ته د عربو اولنۍ ډاکټرويل کيده ، مګر دهغه نوم ته منسوب کوم کتاب په تاريخ کې نه ترسترګوکيږې ، په طب باندې اولنۍ کتاب چې ، ليکل شوې په اموى عهد خلافت کې ليکل شويدې .
داميرالمؤمنين  حضرت معاويه رض دحکومت په زمانه کې په طبيبانوکې ابن عسل د يادونى دې چې مذهب يې عيسايې اود شام اوسيدونکى ؤ د اموى بادشاهانو په زمانه کې دعراق ګونرحجاج بن يوسف دربارې طبيب طيثوق چې نسلاً ايرانې او مذهبې توګه يهودى ؤ  په عربي ژبه حيرانونکى پوهه لرله ، چې دهغې ليکلې درى کتابونوکې يوهم نه دې پاتې شوي اودهغه اصل کارنامه داوه چې په اسکندريه کې ديوپادرى چې اهرن نوميده چې په علم طب يې په يوناني ژبه باندې کتاب ليکلې ؤ هغه کتاب طيثوق اول شامي او بيايې عربي ژبې ته وژباړه چې پدي ډول دعربى ژبي اولنۍ ساينسي کتاب دهغه په واسطه خلکو ته ورسيده ، تقريبا ً هم پدغه وخت دمکروبي مرضونو خړ انځور دټولنى په پوه خکلو کې عام شوي ؤ خليفه وليدبن عبدالملک د تاريخ اولنۍ بادشاه ؤ چې هغه د جزام مرضونو او د تاداوۍ لپاره ديو جلا روغتون بنياد ايښې دى ، داسلام په اولني دوه او دوه نيمو پيړيو کې د مسلمانانو لپاره د ساينس سره د تړاو يوازيني کتابونه  چې د ډيرزحمت اوزيار وروسته يوناني ، رومي ، شامي ،ايرانې او ان تردې چې د هندي ژبوڅخه عربي ته د انتقال ولو کارجريان لره چې په هغې کې څوکتابونه  دبېلابېلو ژبو څخه ژباړل کيدل اولدې وروسته عربي ژبي ته وژباړل شو ، د عربو يوناني او فارسي ژبي نه وي يادې او اکثريې په هغه کتابونو انحصار کاوه ، کوم به چې ، يهودې ، مسيحې اود يونانې څخه شامي او د شامي څخه عربي ژبي ته ژباړل شوي ؤ مګر کله چې اسلام خپورشو اوخپله ايرانيانو اويونانيانو اسلام قبول کړ ، نو مسلمانانو ته خپله داسې خلک پيداشول چې په څو ژبو به پوهيدل ، مخکې له دې امله څوکتابونه د ژباړلو په لحاظ دنيمګړتيا سره سره څوڅو ځله وژباړل شوي ؤ  ، اودا منل به هم د انصاف نه وى چې د مسلمانانو بادشاهان چې په هغوى کې ځينو يې په جنګ او د سياست په ډګرکې متنازع ، ظالم اود سخت شخصيت خاوندان بلل شوي ؤ او دمؤرخينو د تنقيد سره مخامخ شوي ؤ مګر دعلم په حاصلولو او ادب په مشرولۍ کې يودبل څخه مخکې ؤ ددغې زمانې څوکتابونه داسې دى چې په هغه باندې د بادشاه  (خليفه ) په لاس ليکل شوي ليکونه ترسترګوکېږې چې پدي ډول دهغوې د ساينس اوفلسفې سره تړاو اود علم بلونکى  بلل شويدې ، اوډير دارالترجمه  ( ژباړولو ځاى ) اوپه ډيرو روغتونونو کې دوخت د  بادشاهانو د لاس لاندې خپل کارونه پرمخ وړيدي ، اوله ځينو عالمانو يوازى د ژباړلو کارکړي ليکن د وخت په تيريدولو سره هغه خپله فلسفې اوياهم طبيب ترى جوړشوي اونوى نظريات يې ټولنې ته وړاندې کړې اود تحقيق داسې سلسله يې پيل کړې چې هغوې پخوانۍ ساينس اوعلم طب دکوم ځاى څخه کوم ځاى ته رسولې.
 مګر ترکومه چې ، دانساني جسم علم Ahatomy تعلق دى په هغې کې ډېرې لاسته راوړنې نه دى شوي ، يوحنا ابن مسيحا چې يو مسيحې طبېب ؤ د علم الابدان سره يې جور تړاو درلود اوهغه د انساني بدن د پريکولو اجازت ورکړى شوي نه دى اوهغه په بيزوګانو خپل تجريبات کړې ، اودغه بيزوګان هغه ته خپله خلېفه (دوخت پادشاه ) معتصم چمتوکريدې چې دشاهې باغ وحش لپاره ٨٣٦ ع کال دافريقې څخه خاص دهغه لپاره دتحفي په ډول راليږلې شوي ؤ ، اوداخبره بايد ياده شې چې داسلامي سلطنت دولايتونو په تودو اونمجنو سيموکې دسترګو مرض ډيرزيات ؤ لدې وجې څخه د سترګو د ډول اوپه هغې کې ليوالتيا د حکيمانو لخوا ډيره  وه  ، او هغوې په سترګو باندې دکارپه  پېل کې  په څو کاميابو تجربو باندې بريالى شوى ، له دې امله د يوحنا ابن مسيحا قلمې نسخه اولني کتاب په ډول يادېږي چې ، څوکاله وړاندې انګليسي ژبي ته ژباړل شوي دى ، اوپه رښتيا ډول په سترګوباندې لومړۍ کتاب ورته ويلې شو.
 په اسلامى ټولنه کې طبيب ( ډاکټر) د اهمو وګړو څخه شميرل کيده ، هغه ته په يوه وخت دخپلى زماني دفکرخاوند ، فلسفي اوکار پوهه ياديده  ، دحکيم په صفت په هغوى کې هريو يې په خپله ټولنه خپله دندې په ښه ډول سرته رسولي دي ، دحکمت دنده داثر رسوخ اود دولت منبع (سرچينه )  وه ، خليفه هارون الرشيد په زمانه کې د حکيم جبرئيل ابن بخشوع کوم چې د خليفه د دربار سره تړاو لره ، دوه لکه درهم د هغه په يوکال کې امدن ؤ د بخشوع خاندان په حکمت کې شپږ ، اوه نسلونو پورې دوام کړې ، اوتريوولسمې پيړۍ ترنيمايې پورې ددغې خاندان ذکرپه تاريڅ کې شتون  لرې  ، د طب سره هغې نږدي شاخ چې ورته دواء جوړول ويل کيږې دعربو پوهه ديادولو وړه ياديږې ، عطراو د دواء جوړول د مسلمانانو لاسته راوړنه ده  د دواء جوړلو اولنۍ اداره مسلمانانو جوړه کړيده ، اود نړۍ اولنۍ (فارميسى ) ددغې وخت کړنى دي ، په مسلمانانو بادشاهانو کې هارون الرشيد داسې بادشاه تيرشوې چې ، د وړتيا څخه بغيريې له چاسره معامله نه ده کړي ( لياقت )  دمامون په زمانه کې عطار او حکيم د امتحان ورکولو سربيره دغه پېشه نه شوه پيلولى ، په کال ٩٣١ ع کې سنان ابن ثابت ابن قرع ته خليفه مقتدر باالله امرورکړ چې ، د بغداد د ټولو طبيبانو څخه ازموينه واخلى ، اويوازى هغه ډاکټرانو ته اجازت نامه او ليسنس ورکړي شې چې کوم په ازموينه کې بريالى شويدې همدارنګه  داسې ويل کيږي چې په بغداد کې ٨٦٠ ع کال کې طبيبانو ازموينه ورکړه اوپدغه ډول په پلازمينه کې د تش په نوم د طبيبانو چې د خلکو د روغتيا سره لوبي وکړې ويره له منځه ولاړه ، مقتدر باالله وزير على ابن عيسى سنان ابن قرع ته امر ورکړ چې د طبيبانو يوه ډله وګمارى ترڅو بېلابېلو سيموته ولاړشې اود مرضونو تاداوى وکړي اويوي ډلې به په ځانګړى توګه د زندانونو دوره کوله ، ددغې شان کړنو دعامه وګړو روغتيا ته د بادشاهانو د زړه له کومې تړاو ښکاره وى ، دابن قرع شهرت لدي امله ډيرزيات دى چې هغه  روغتونونه چې د هارون الرشيد په وخت کې منځته راغلې ؤ په ښه ډول يې خپله دنده سرته رسولې ، او طب علم ته يې د ساينسي معيارونو له پلوه  ډير زيار ويستلى دى ، دبيمارستان په نوم روغتون کوم چې ، په نهمه پيړۍ کې هارون الرشيد جوړ کړي ؤ ، ځانګړى روغتون ؤ چې د نوم څخه يې هم ښکاريږي د ايران څخه په اثر اخيستلو سره جوړکړي ؤ ، چې ډير ژر دخپل مملکت په لوى برخوکې ٣٤ بېلابېلې شاخونه درلودل .
 په قاهره کې ٨٩٢ ع کال ابن طولون په مشرۍ اولنۍ روغتون جوړشوي کوم چې ، تر١٥ پيړۍ پورى شتون لره ، موبايل روغتون ( چې د يوځاى څخه بل ځاى وړل کيږې )  په ١١ پيړۍ کې منځ ته راغلې ، په روغتونونو کې جودا د ښځولپاره واټونه او درملتونونه منځته راغلې چې د ځينو روغتونونو سره متصل ميډيکل لائبريرى ( د طب په برخه کې کتابونه  ) هم شتون لره ، چې د طب په بېلابيلو شعبو کې به يې خلکو ته بورسونه هم ورکول ، دغه راز ترټولو ستر مسلمان طبيبان  چې ديوناني او ايرانې کتابونو د ژباړلو څخه سل کاله وروسته په اسلامى هېواد کې پيداشوي نسلاً ايرانې اوپه لساني ډول عرب ؤ على الطبرى ، امام الرازى او ابن سينا ترټولو ځانګړى اوممتاز ځاى لرى د الرازى او ابن سينا انځورونه نن هم د پيرس په پوهنتون د ميډيکل سټور په ديوالونو اويزان دى  اوپه زده کړو کې دهغه د کتابونو څخه کاراخلې ، على الطبرى په ٩ پيړۍ په مينځ کې د طبرستان په يوه مسيحې کورنۍ زيږيدلې د خليفه المتوکل په زمانه کې هغه په اسلام مشرف شوي ، اود بادشاه د ذاتې درملنى په حيثيت يې د دربار سره تړاو درلود ، هغه د خليفه په مشرى مشهور کتاب فردوس الحکمة ولېکه چې د طب په علم کې په هندې ، ايرانې او يوناني علومو څخه  غوره موخه او خلاصه ګڼل کيږي .
اومحمد ابن ذکريا الرازى په ٩ پيړۍ کې د (  رے  )  په کلې پيداشوې الرازې ته  د اسلامي نړۍ ترټولو زيات حقيقي ،فلسفې اوحکيم ويل کيږې ، چې نظريات يې د حقيقي تحقيق اوفکر نتيجه وه په يوه موقع چې کله هغه ته د روغتون دجوړولو لپاره دځاى د انتخاب امروشو نوهغه د ښار په بېلابېلو ځايونوکې د غوښې دپوټيو د ځوړندولو امر ورکړ ، اوچې په کوم ځاى کې د غوښي پوټي ترټولو لږ خراب شوي ؤ نوهغه ځاى يې د بيماريو څخه پاک ځاى ونوموه او په هغه کې يې د روغتون د جوړولو حکم وکړ، په جراحۍ کې د (Seton)  ايجاد هم ددغه کړنه بللي شې ، په علم کيمياباندې يوکتاب چې کتاب الاسرار نوميږي ليکلې په خسي وګړو يې هم کتابچې وليکلې ، کومي چې په اولني ځل د ميډيکل لپاره سرمايه ياديږي ، دامام الرازى کتابونه هغه وخت چاپ کيدل پېل شول کله چې په ١٦ پيړۍ عيسوي کې دچاپ کيدو کړنى په اولو مرحلوکې وې  ، د امام الرازى کتابونه ترڅو پيړيو پورې په مغربي فکرونو بادشاهى کړيده ، په مسلمانانو مفکرينو يوهم چې بايد ياد کړي شې هغه على المجوسي دى کوم چې ، په يوه مجوسي کورنۍ کې زيږدلي او وروسته يې اسلام راوړي اود نړي والى اسلامۍ ورورولۍ برخه جوړه شوي ، د المجوسي په کتابونوکې Capillary System  باندي اولنۍ سوچ بللي شي ، لدي سربيره هغه دا نظريه هم وړاندې کړي چې ، دماشوم د پيداکيدو پرمهال هغه پخپله باهر نه راځى بلکې د رحم د خرابيدو او پيلدلو عمل هغه باهر خواته د ديکه کيدو سبب کيږي.
 
 چې کله هم په مسلمانو کې د طبيبانو مهالويش جوړشې د امام الرازى څخه وروسته ترټولو ځلانده کس بى له کومه شکه بوعلى سينا ياديږي هغه ته عرب د ميني څخه الشيخ او الرئيس وايې ، د ابن سينا په شخصيت کې دعربو فلسفه ، شاعرى اوعلم طب په يو مجسم ډول خپل اخري حد ته ورسيده ، ابن سينا ١٠٣٧ کال د بخارا سره نږدى په يوه شيعه اسماعيلي کورنۍ کې پيداشوي ؤ د ښه بخت له امله هغه په ١٩ کلنۍ کې د بخارا د بادشاه نوح ابن منصور علاج په کاميابۍ سره ښه موقع په لاس ورغله چې په صله کې يې هغه ته د بادشاهي کتب خانى څخه د استفادي کولو اجازه ورکړي شوه ، ابن سينا کوم ته چې قدرت دهرقسمه مالوماتو د  جذبولو فکر ورکړي ؤ اويوازى د ٢١ کلونو په عمرکې هغه ددې وړتيا ولرله ، چې د بادشاهي کتاب خاني  څخه يې يو يوکتاب د سکلو په ډول ياد کړل ، اودغه وخت هغه د يو مصنف په ډول خپل ژوند پېل کړ ، هغه په سلګونو کتابونه وليکل ، طب ، فلسفه ، جيومټري ، فلکيات ، الهيات ، فنون لطيفه اوپه ادب کې يې  لاسته راوړنى وکړي ، چې په طب کې مخکنې مصنفينو آن تردى چې الرازى يې هم ورسته کړ ، اوتر١٧ پيړۍ عيسوي پورې د ابن سينا کتابونه د اروپا په ميډيکل پوهنتونونو کې په نصابي برخه کې ګډون لره ، پدغه کتابونو کې نه يوازى په مکروبى مرضونو بحثونه ؤ بلکې د زړه او پپوسانو دمرضونو نښې هم جلاجلا بيان شوي وي ، د اوبو اوخاورى څخه د پيداکيدونکو مرضونو هم جلاجلا بيان شوي وي ، اود هغه په کتابونو د خيټې په چ اوږده  شوي وو ، دډاکټر اوسلر په وينا د ابن سينا کتابونه د ميډيکل د بايبل درجه لري ، موږ ګورو چې هغه عرب چې د نورو ژبو څخه کتابونه ژباړل او ويلو کوښښ ، مينه او علاقى په لرلو سره تردى مقام رسيدلي چې دهغوى ليکلې کتابونه په عبرانۍ ، لاطيني ، اطالوى ، فرانسيسي ، اوانګليسي ژبوته ته ژباړل شوي او د ټولو اروپايې هيوادونو د تعليمې نصاب برخه شوي دي ، په عباسي دور حکومت کې دکتابونو د ليکلو بيلابېلې تجربي شوي ابن جزله له نامى مصنف د تقويم الابدان په نوم يو کتاب وليکه چې په هغې کې د بيماريو پدي ډول وليکل شوي په کوم ډول چې د فلکياتو جدول يامهالويش ليکل کيږي ، چې دهغې دغه  کوښښونه ډيروستايل شول .
 
 کله  چې په سياسي توګه داسلامى مملکت لرې پرتې سيمې د مرکزى حکومت د ولکى ووتلې نود علم او ثقافت نوى مرکزونه منځته راغلل ، چې ددې ترټولو لويه بېلګه اندولس ( هسپانيه ) ده  دغه ولايت د عباسي حکومت د رامنځته کيدو سملاسې وروسته د عباسيانو دلاس څخه ووتللى ، اوپه دغه ځاي بآندې ډېرلوي اموى حکومت رامنځته شو ، ديوبل سره د مسلمانانو په خپلوکې د حسد اوکينې مثبته پايله دا رامنځته شوه چې امويانو دعباسي دارالحکومت دبغداد په مقابله کې غرناطه اوقرطبه يې په بى ساري علمى او ادبي مراکزو بدل کړ .
 
 الزهراوى ١٠١٣ ع داموى هسپانوى خليفة الثانې په زمان کې د عربومنلي شوي جراح ( سرجن ) ګڼل کيده ، هغه زخم د مکروباتو د ژغورولو په موخه د داغلو نظريه وړاندې کړه ، د مثانى  په مينځ کې يې د ډبرى د ماتولو اولنۍ تجربه وکړه ، اود علم الابدان ته د رسيدولو په موخه يې دمړو د جسدونو د کارولو لپاره الحکم الثاني قايل کړ، الزهراوى په عملې توګه دجراحۍ د آلاتوتفصيلې استعمالول بيان کړې اوجراحي عمل يې دنوى ساينسي زمانى د معيارونو سره برابرکړو اود الزهراوې کتابونه هم ترپيړيو په اروپاي هېوادونو لوستل کيږې اوهم جريان لرې ، پدغه زمانه کې د ابن زهرپه نوم تن په علم طب کې هغه درجه وه کومه چې ، د الزهراوى په علم جراحۍ کې وه ، ابن زهرد هسپانيه دمشهور طبيب خاندان سره تړاو درلود ، هغه د خوړلو په واسطه د مرضونو دبنده ولو نظريه وړاندې کړه ، هغه خارښ او د څرمني مرضونه ديوخاص ډول حشراتو (زنده سر) ته منسوب کړه د مرض علائم اود طبې معائنې طريقه کار هغه په تفصيل سره په خپلو کتابونوکې  تشريح کړې  .
 
دسپين څخه وروسته دخلافت اسلامي يوه اهم ولايت چې د عباسيانو دولکې څخه وتلې دى هغه د مصرهېواد دى ، په مصرکې فاطمې حکومت رامنځته شواومصريې په يو اهم ثقافتې مرکزبدل کړ، د جامعة الا زهر بنياد هم د فاطمي بادهاشانو په مشرى رامنځته شوي دې چې ، دعلم به بېلابېلو ادارو کې يې دتحقيق کارپېل کړ، اود فاطمې حکومت دختميدو وروسته هم دغه کارجريان لره ، اونوى منځته راغلى بادشاهانو هم علم ، ادب او ساينس خوښه ونکى ول ، ددې   ټولو حکومتونو په علم طب کې چې ، کوم يو اهمه لاسته راوړنه شوى هغه د زړه اود پپوسانو په نظام کې د وينې د جريان تفصيلې بيان يادولې شو چې ، نن هم دومره صحې دې څومره چې په هغه وخت کې صحې ؤ ، چې ددغې لاسته راوړنې کارهم   ابن نفيس  کړيدي کوم چې ، په ١٣ پيړۍ عيسوې کې مشهور مفکر(دفکرخاوند)تيرشويدي .
ددې ټولو کړنو څخه داسې څرګنديږې چې ، داسلام د راتلو وروسته په اولنيو پيړيو کې د مغرب سره تعلق لرونکو د علم او حکمت طلب کونکو  مشرقي خاوروته مخه کړي اوخپله دعلم تنده يې ماته کړي ، اولدي وروسته چې کله اسپين خپله د علم اوتهذيب ځلانده مرکز شو نود اروپايې هيوادونو وګړو سفر په هسپانيه کې غرناطه ، قرطبه او اشبېليه پوهنتونونوپورې  لنډ او مختصر شو ..
مګرپه ١٣ پيړۍ کې چې ،کله په اروپاکې سياسي بيداري اود انساني حقونو تحريکونه پېل شول نو داهل اروپا سره په طبي علوموکې درى اهمې چينې يعنې دمسلمانو ، يهوديانو او مسيحيانو علوم پخپلوکې سره ورګډشول او اروپا ته ورسيدل چې ، دخپل ځان سره يې هغه وسيع النظري ( دپراخه نظرخاوندان ) رامنځته شول  چې ، نن ورته د اروپاى تهذيب سرمايه ( شتمني ) ويل کيږې اولدې سره سملاسې د طريقۍ نوى لارې او فکرونه ترمغربه پورې ورسيدل ، چې په هغوې کې ترننه دعربي فکر نښې نښانې ښکارې خپله د طب ډېراصطلاحات داسې دې چې په هغې کې عربى الاصل کيدو سره سره دانګريزۍ لهجې سره خپله د اينګليسي ژبې يوه برخه مالوميږې ، د بېلګې په توګه : Syrup  چې د مشروب لپاره په عربي اصطلاح کې دشراب څخه راخيستل شوې دى يا Soda چې په منځنيو پيړيو کې د لاطينې ژبې د سردرد مترادف ټکي دى ، او Sadanum  هم د سر د درد د علاج د دواء نوم دى په عربى ژبه کې سودا د سرد درد لپاره استعماليږې ، اونن هم د معدي د خرابيدو له امله په معده کې د سرد درد لپاره سوډا کاروى ، د دماغو دپاسه موقيعت لرونکى ځاى نوم  Dura Moter او Pia Moter  هم د عربى ژبى د ټکو الام الجافيه ، اوالام الراقيه څخه اخيستل شويدى .
موخه داچې ، ددې ټولې قيصې دا پايله اخيستلى شوې چې د نن څخه اوه سوه اته سوه کاله وړاندې مسلمانانو په ساينس او فلسفه کې هغه ځاى يا مقام درلود کوم چې ، اوسمهال د اروپا او امريکا دى ، دنن څخه شپږ سوه کاله وړاندې کتابونو کې چې ، وګورو په ډيرکثرت سره پکې د مسلمانانو تاوده بحثونه ليدل کيږي ، مګربياګوندي د حکمت لمن د مسلمانانو دلاسونو څخه شليدلې  چې ، ترننه پوري يې څرک نه په سترګوکيږي ، اوکه چيرته نننې د ميډيکل کتابونه وکتل شې ، نوپه هغې کې يو نوم هم د مسلمان نه سترګو کيږې ،  اوکوم نوى کتابونه چې نن هرډاکټر لولې په هغې کې زموږ د پلارانو او نيکونو خوله ګډون لرې دغه کوم نوى ساينسي نظريات کوم ته چې موږ د افسوس سره ګورو ، زموږ د مشرانو د علم په دولت اروپاته تللې دى اوموږ تراوسه هم په هغه زوړ ځاى کې ولاړيو .
بغداد کوم چې ، زموږ ځلانده علمې مرکز ؤاوس پکې  داغيارو دپوځونو د بوټونو دربا کوې ، کوم چې د هارون ، مامون په زمانه کې علمې مراکز ؤ اسپين کوم چې ، دعربو د ذهنونو تيزوالي څرګنده وې له کوم ځاى څخه کوم ځاى ته ورسيدل ، نن عربو ته د اجنبيت په سترګه ګورې ، زموږ د مسلمانانو اصلى ستونزه داده چې ، موږ خپل علمې ميراث څخه محروم شوي يو ، اودنورو ژوولى مړۍ تيره  ؤ دخپل علمې نشاة الثانيه لپاره موږ ته يوه نوى تګلاره اړينه ده اوخپل مورال اوچتيدل پکاردى چې موږ د اغيارو څخه د سوال پرځاى په خپل محنت او زيارپه هيواد کې اوچتي ادارې اوعلمې مرکزونه جوړ کړو دنن څخه څوسوه کاله وړاندې اول خلکو بغداد ، قاهره ، قرطبه غرناطه او بخارا کې تعليمې مرکزونه ته مخه کوله 
 
آيا دغه سلسله به بيا په هغه ډول پېل  شې ؟؟؟
 
لېک : مسيح الله (عصام)