
لنډ تاريڅې بهير:
داعلحضرت امان الله دواکمنۍ په دوره کې ښاغلي عطاء الله جان د راديو د تخنيک په برخ کې د زده کړې لپاره المان ته واستول شو . کله چې په (١٣٠٥ ه ل ) کال کې بېرته هېواد ته راغى د ١٣٠٦ ه ل کې يې دا دستګاه په کابل کې نصب کړه . لومړى انانسر او نطاق غلام سرور ګويا اولومړي سندغاړى يې استاد قاسم استاد غلام حسين ، استاد نتو قربان علي ربابي او څوتنه نور وو .
دغه لومړنۍ دستګاه په لاندي کوټۍ ياکوټي لندني کې نصب شوه او انتن يې د لومړي کوټۍ په چمن کې ودرول شواو ددې راډيومؤسسه دکورنيو چارو په وزارت پوري مربوط ؤ او په شپه ورځ کې يې دوه ساعته خپرونې درلودلې
دې موسسې يوتن آمر ، اته تنه اداري مامورين او مستخدمين ، اته تنه تخنيکې مامورين او دوه تنه نشراتي مامورين لرل او ددې راډيو توان ٢٠٠ واټه و تر امانى دوري وروسته چې دحبيب الله د سقاو د زوى په ٩ مياشتنۍ دوره کې چې ټوله داړدوړ دوره وه ، د راډيو خپرونې په ټپه ودريدلې ،خو خلکو په کورونوکې راډيوګانې درلودې . دهند . المان او روسيې خپرونې به يې اوريدلې .
پدغه ١٣١٤ ه ل کال کې د وزيرانو مجلس پرېکړه وکړه او راډيو دمنځنۍ څپې د لارسه کولو لپاره يې يو ميليون او ٦٦٥ زره افغانۍ منظورې کړې اوبيا د رانيولو پريکړه يې داقتصاد د وزيرښاغلي عبدالمجيد خان زابلي او د المان دحکومت ترمنځ لاسليک هم خپرونې پيل شوې اوپه ١٣٣٦ ه ل کال کې يې خپرونې تر (١٥ ) ساعتوورسېدې ، او (٧٥ ) جلاجلا خپرونې يې درلودې .
دسردار محمد داود خان له کودتا وروسته د راډيو په پروګرامونوکې بشپړ بدلون رامنځته شو ، ځکه چې په راډيو د ټانکونوکې بشپړ تسلط پيل شو او حتى راډيو راډيو دقوماندې په مرکزهم بدله شوه ، چې وروسته کودتاچيانو په لومړي حکومت کې د راډيو تلويزيون په نوم وزارت جوړ کړاودټولو خپرونو کنټرول يې په خپل روزنې اداره ، د سياسي او اجتماعي خپرونو په اداره او د پوښتنستان مديريت د پښتو اوبلوڅو دخپرونو په مديريت بدل شول او ځينو خپرونو نومونه يې هم بدل کړل لکه ( دحرف ونکته ها ) په ( سره ګلونه يا ګلهاى سرخ ) او نور دا وخت دخپرونو محتويات په بشپړه توګه په اصطلاح د ثور انقلاب په باب تبليغاتو ته ځانګړى کړه او نورډېر داسې پروګرامونه يې رامنځته کړل ، دخپل حکومت په ګټه به يې خپرونې کولې . کله چې په ١٣٧١ ه ل کې دمجاهدينو حکومت جوړ شو ، دوى هم ډېر پروګرامونه تغيرکړل په دې دوره کې دديني اصولو اوشرعي مسايلو په باب خپرونې ډېرې شوې اوترهغه وخت پورې يې دوام وکړ ، ترڅو چې طالبان واک ته ورسيدل .د طالبانو دواکمنۍ پرمهال دراډيو څرنګتيا له پلوه ډيرزيات تغييروکړ . په راډيوکې په اطلاعاتي اوتبليغاتي خپرونه پرتهد موسيقۍ ځاى بې موزيکه سنديريزو ديني او حماسي ترانو وينو .
( په افغانستان دتلويزونى خپرونو لنډ تاريخې بهير)
داعلحضرت محمدظاهرشاه دواکمنۍ په وخت ١٣٥١ ه ل کال کې د هغې دورى د وروستۍ صدراعظم محمد موسى شفيق دصدارت په وخت کې يې داطلاعاتو او کلتوروزير ارواښاد صباح الدين کشککي لخوا د تلويزون د جوړيدولو پلان وړاندې او تصويب شو خود سردار محمد داودخان د واکمنۍ په وخت کې دجاپان هيواد په تخينکې او علمي مرستو دتلويزون مرکزې سټوډيو دراډيوافغانستان په انګړکې جوړه شوه ، چې انتن اوټراسميټر يې د کابل ښآر داسمايي غره پرخټيځه لوړه څوکه کې د(٥٠ ) ميترو په لوړوالې د (١٣٥٦ ه ل ) کال د قوس دمياشت کې نصب اوفعال کړاى شو چې په لومړۍ سرکې يې دتعليمي خپرونو او روغتيايې پروګرامونولپاره د ورځې يونيم _ دوه ساعته خپرونى کولې چې په امتحانى ډول يې په ١٣٥٦ ه ل کال حوت د مياشتې په ٢٥ نيټه خپرونې پيل کړې اود رسمي افتتاح لپاره يې دسردار محمد داود خان لخوا ١٣٥٧ ه ل کال دسرطان ٢٦ نيټه ټاکل شوې وه ، لکه څنګه چې کمونستې کودتاه دثور په مياشت کې ترسره شوه ، نوپه ١٣٥٧ ه ل کا ل کې دثور تر کودتاه وروسته د نور محمدترکي لخوا درسمې افتتاح چارې د پټۍ په پريکولوسره شوې ، اوبيا تلويزيون په انحرافي توګه وکارول شو .
په ګڼوپروګرامونوکې يې د ځان ستاينه وه ، اسلامي موازن او افغانى کلتورپکى له منځه ولاړل ، دخلقيانو اوپرچميانو په وخت کې د تلويزيون يوسرويس خبرونه او انګريزې ژبه خپريدل ، خو وروسته دپرسونل د نشوالي له امله ودريدل او افغاني سوچه کلتور پدي وخت کې په انحرافي توګه وکارول شو ، چې د خلکود ډيرې کرکې سره مخامخ شو .
خوپاتې دې نه وى چې ، د ډاکټرنجيب الله د واکمنۍ په وخت کې يې په نسبي توګه پروګرامونه څه ناڅه ښه و ځکه چې هراړخيزي خپروني يې درلودې ،او له هغه حالت نه چې دنور محمد ترکي او حفيظ الله امين په وختونوکې يې انحرافي بڼه خپله کړې وه ، د ده په وخت کې تر ډيره حده ښه شوي وه کله چې ، د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ شو حضرت صبغت الله مجددې او بيا برهان الدين ربانى واک ته ورسيدل بيا هم د تلويزيون پروګرامونو تر ډيره د بهبود لاره خپله کړي وه . خوکله چې طالبان واکمن شول د تلويزونى خپرونى په ټپه ودريدلې اود دستګاه ته يې غټ قلف واچول شوتر ١٣٦٦ ه ل کال پورې د کابل په ګډون په بدخشان ، بغلان ، جوزجان ، فراه ، هلمند ، کندهار ، خوست ، ګرديز ، غزنى ، ننګرهار او کونړپه ولايتونوکې دتلويزيون خپرونى پيل شوي وې .
دتلويزون ادارې تشکيل په لاندې ډول و
١ . دتلويزون د اطلاعاتو اداره
٢ . دسياسي او اجتماعى خپرونواداره
٣. د بين المللې خپرونواداره
٤. دفلم خپرونو اداره
٥. د مستندو فلمونو څانګه
٦. دهنرى فلمونو څانګه
٧. د موسيقۍ خپرونو اداره
٨. دپوځي خپرونو اداره
اخيستنه : افغانسان پيژندنه ، کتاب
ليکوال : اورنګزيب ارشاد بابکرخيل
څلورم څپرکى
په افغانستان کې دراډيوى او تلويزونى خپرونو تاريخې بهير
٢٩٨ ، ٢٩٩ ، ٣٠٠ ، ٣٠١ او ٣٠٢ مخونه
Masihullah_asam@yahoo.com
مسيح الله (عصام)