د پاکستان سياسي ځان وژنه !



لس کاله وړاندې د لومړي بن کنفرانس د پرېکړو په رڼاکې نوى رژيم په هېوادکې واکمن شو. د بن لومړى کنفرانس د ٢٠٠١ زېږديز کال د ١١ سپټمبر د پېښو وروسته د افغانستان د سياسي او پوځي برخليک د ټاکنې په موخه د ملګرو ملتونوسازمان ترمشرۍ لاندې دجرمني د بن په ښار کې جوړ شو، چې دافغان هېواد لپاره يې د نوي حکومت او دولت د بنسټ ډبره کېښوده. د نوې ادارې له راتګ سره جوخت له دغه هېواد سره پراخې سياسي،اقتصادي اوپوځي مرستې پيل شوې، څوافغان نوزېږى حکومت ددې جوګه شي، چې د نوي ملي دولت بنسټونه پياوړي او غښتلي کېښودل شي. په هېواد کې د اوسني دولت لومړني دوه _ درې کلونه د آرامۍ او پرمختګ کلونه وو، ځکه هېواد د بيارغونې له يوۀ پراخ او هراړخيز بدلون او اوښتون سره مخ شو، چې ددغه هېواد تاريخ يې کمساري مثالونه لري. خو له بده مرغه، چې د افغان ځورېدلي او جګړه ځپلي ولس دغه هوسايي ، امنيت او سوله تر ډېره ونه پايېده او په هېواد کې د افغان دولت، ناټو ځواکونو او د دولت مخالفينو ترمنځ خونړۍ جګړه پيل شوه، چې بې له ځنډه تر دامهاله را روانه ده . د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې په منځنۍ کچه هره ورځ (١٥٠) بې ګناه افغانان وژل کېږي . او ددغې جګړې له امله د هېواد په بېلا، بېلو سيمو ، ولسواليو او ولايتونوکې په سلګونو ښوونځي بند يا سوځول شوي  او په ورته توګه په سلهاوو ټولګټې ( عام المنفعه ) ودانۍ او تاسيسات له منځه تللي، چې دغې چارې په خپلوار سره د هېواد مالي او ا قتصادي بنسټونو ته زيان اړولى او دا لړۍ لا جاري ده . افغان دولت ، د امريکه متحده ايالتونو او د ناټو تړون غړي هېوادونه، چې په افغانستان کې پوځي شتون لري ، پر پاکستان تور لګوي، وايي، چې د ترهګرو روزنځايونه او پټنځايونه په هغه هېواد کې دي او هلته روزل کېږي او بيا دې ورانکارۍ او جګړې لپاره افغانستان ته استول کېږي ، او دلته بريدونه  سرته رسوي . له هغې ورځې،چې په هېواد کې نوې واکمنۍ د چاروواګي سمبال کړي ، نو ورسره جوخت د بهرنيانو او په تېره بيادپاکستان او ايران لاسوهنې په افغانستان کې خپل وروستني پړاوته رسېدلې، چې موږ يې  ښکاره بېلګې په تېره يوه لسيزه کې د سر په سترګو ولېدې . د روان کال په اوږدوکې د پاکستان په ايبت آباد ښارکې د اسامه بن لادن وژل کېدل او د افغانستان د سولې شورا مشر ارواښاد استاد برهان الدين رباني شهيدول، ټول هغه ښکاره او نه انکارېدونکي ثبوتونه دي، چې په دغو دواړو پېښو کې د پاکستاني چارواکو او دهغه هېواد د پوځي استخباراتو آى،اېس،آى لاس لرنه په ډاګه کوي . نړيوالې ټولنې او افغان دولتمشرانو له پاکستاني چارواکو څخه په ځلونو هيله اوغوښتنه کړې، څو په خپل هېواد کې د ترهګرو اډې په چورلټ ډول سره وتړي، خو له بده مرغه پاکستاني  واکمنان د نړيوالې ټولنې غږ نه اوري او په افغانستان کې د پخواپه شان خپلو مداخلو ته ادامه ورکوي. په ګران هېواد افغانستان کې د نوي نظام د راتګ له لس کلن بهير وروسته د روان لېږديز لمريز کاال د لېندۍ په ١٣ مه نېټه، چې د٢٠١١ زېږديز کال د ډېسمبر له ٥ مې نېټې سره يې سمون درلود، دجرمني په بن ښار کې د بن دويم کنفرانس سرمشريزه غونډه جوړه شوه،چې دنړۍ ٩١ هېوادونو ولسمشرانو، بهرنيو چارو وزيرانواود خپلواکه سازمانونو او مدني ټولنو فعالانو ګډون وکړ. د بن لومړني کنفرانس له دويم هغه سره په ټوله مانا توپيردرلود، ځکه په لومړني هغه کې واک او اختيار د ملګرو ملتونو سازمان په لاس کې ؤ، خو د دويم بن کنفرانس ټول واک او صلاحيت د افغانانو په لاس کې ؤ،او دا چاره په خپله د دې ښکارندوى ده، چې اوس افغانان د خپل دولت خاوندان دي . د بن په دويم کنفرانس پاکستان ګډون ونه کړ. د روان عيسوي مياشتې په ٢٦ مه نېټه د ناټو تړون يوې الوتکې د پاکستان د مومندو په ايجنسسۍ کې په اصلاح پر پاکستاني پوله هوايي بريد وکړ، چې له امله يې (٢٤)                پاکستاني پوځيان ووژل شول ، او پاکستان د اعتراض او احتجاج په توګه په افغانستان کې  د ناټو او ايساف  ځواکونو ته د اکمالاتو پر لېږد بنديزونه ولګول او د ناټوپر اکمالاتي ګاډو يې خپله لاره بنده کړه . افغان ولسمشر حامد کرزي اود جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره په خپلو ټېلېفوني اړيکو کې د بن په دويم کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه، خو پاکستان دګډون څخه انکار وکړ. اوس څرګنده شوه،چې پاکستان په هېڅډول سره په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امنيت پلوي نه دى، بلکې تل يې په دغه هېواد کې د ورانکارو، تخريبي او ترهګرو څخه ملاتړ کړى او لا يې کوي. همدارازتېره اوونۍ د محرم مياشتې لسمه دعاشورا په ورځ د کابل ښار د مرادخاني سيمې اړوند دابوالفضل په زيات کې د شيعه ګانو په مذهبي مراسمو باندې ځانمرګى بريد وشو، چې ددغه بريد په ترڅ کې ٥٨ بې ګناه افغانان ووژل شول . ددغې خونړۍ پېښې مسؤوليت د پاکستان جهنګوي لښکر په غاړه واخېست . افغان دولت له پاکستان دولت څخه غوښټنه وکړه، ترڅود جهنګوي لښکر پرضد کوټلي اقدامات ترسره کاندي، خو پاکستان نه غواړي، چې دافغان دولت غږ ته غوږ ونيسي. له هغې ورځې را په دې خوا، چې پاکستان دنړۍ په سياسي اوجعرافيوي نقشه کې زېږېدلى، نو د افغان ملت بې پايه اوږده غميزه پيل شوې ده . د پاکستان په پنځون کې افغاني او پښتني ضد روحيه اخښل شوې، چې تراوسه يې ناوړه او بدې پايلې د سر په سترګو وينو. د بن په دويم کنفرانس  کې د پاکستان نه ګډون او د کابل په وروستني ځانمرګي بريد کې د آى ، اېس، آى دترهګر سازمان د يوې مذهبي ترهګرې ډلې جهنګوي لښکر لاس لرنه په خپله ددې حقيقت څرګندوى دى ، چې پاکستان يو ترهګر پال دولت دى، چې نړۍ ته په رسمي ډول  ترهګر صادروي . پاکستان بايد په دې پوه شي، چې اوسنى افغانستان له لس کلن پخواني افغانستان سره لکه ځمکه او آسمان توپير لري. پاکستان بايد د افغانستان د غلام ګرځولو له خوب او خيال څخه لاس واخلي. تاريخ ددې حقيقت شاهد دى ،چې افغانان د پرديو غلامي نه مني. د بن په دويم کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون دافغانستان لپاره هېڅ زيان نه لري ، بلکې دا کار په خپله د هغه هېواد لپاره د سياسي ځان وژنې پرته بل هېڅ څه په لاس ورنه کړل. د پاکستان نه ګډون افغانستان ته دزيان پرځاى ګټه  ورسوله ، ځکه اوس نه يوازې افغان ولس بلکې نړيوالې ټولنې ته هم دا حقيقت څرګند شو،چې پاکستاني واکمن او د هغه هېواد د پوځ څارګره اداره آى ،اېس، آى په هېڅډول سره نه غواړي، چې په افغانستا کې تلپاتې سوله او امنيت ټينګ شي، ځکه نوموړى هېواد يو خپلواک، پرمختلى اوبډايه افغانستان دځان لپاره په راتلونکي مهال کې د يوۀ ګواښ په توګه انګيري. نو پرهمدې توسن پاکستان تل په دې هڅه او هاند دى، څو په افغانستان کې د خپلې خوښې وړ لاسپوڅى حکومت د واک  پرګدۍ کښېنوي . خو پنجابي واکمن بايد پوه شي، چې افغانانو د هغوى اصلي څېره  هغه، چې د اسلام سپېڅلي دين تر پردې لاندې يې پټه کړې، پېژندلې ده . افغانان به  له دې وروسته د هغوى په اسلامي او افغاني ضد تبليغاتو  ونه غولېږي. لراوبر به يوکېږي او لوى افغانستان به جوړيږي، ودانيږي اوسمسوريږي ، ځکه دا د اوسني  وخت او نوي زمان او عصر هيله او غوښتنه ده .
                                                                                                     په همدې هېله !
                                                                                               فضل وزير هيله من