![بګتۍ(لوبه)](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ټوله نړۍ ګورۀ د ژوندون په لاره تلوار کړی
پښتون خوشې روزګار کړی
کاغذ قلم خپل دوښمن بولیډيران به تل ګلشن بولینور نيم،نيم خو ځان يومن بولی
اغيار ته څه وايی نه پر تربور مدام يلغار کړی پښتون خوشې روزګار کړی
تيارو کې له دنیا بې خبرظلمت کې له عقبا بې خبرکلی خان له ګدا بې خبر
شتمن خاندی په غريبان ټيټ د نيکه وقار کړی پښتون خوشې روزګار کړی
سفرونه د ټول جهان کا غير ملکونه ډ ير ښه ودان کاچې فکر يوسی بيا ارمان کا
اوس پر سر وهی لکه مچ د غلطي اظهار کړی پښتون خوشې روزګار کړی
جاوید احمدزی