د بن غولونکى کنفرانس او افغان ولس!

ارشادرغاند
د دسمبر پر پينځمه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه د نړيوالو دويمه غونډه تر داسې خبرو او پريکړو وروسته پاى ته ورسيده،چې د افغان ولس بنسټيزې غوښتنې او ستونزې پکې په بنسټيزه بڼه بحث او ونه څېړل شوې.
د بن لومړۍ ناسته چې د همدې بهرنيانو په زور او مرسته پکې له لسو کلونو راهيسې د افغانستان د واکمن نظام تېږه کېښودل شوه،تر نېمايي ډېر عمر يې له خپلو رامنځته کوونکيو او ملاتړو بهرنيانو ؛په ځانګړې توګه له امريکا سره، چې د دې ډلې په سرکې راځي،په سياسي ناندريو او تاويلې،ماويلې کې تېره کړه.
ولسمشر کرزى چې به کله په شعوري يا ناشعوري ډول،يا د کوم امريکا ضدي بهرني ملګري د خوښۍ لپاره پرامريکا کومه نيوکه وکړه،په ځواب کې به امريکا ژر د ده دولت فاسد وګاڼه،د بشري جنايتکارو له شتوالي به يې پکې اندېښنه وښوده او ان يو ځل خو لا د اوباما ادارې پخپلو لومړيو وختونو کې ورته له فساده د ځان پاکولو لپاره شپږ مياشتينى مهلت هم وټاکه.
هغې غاړې ته به که امريکا کله په همداسې يا بله بڼه د ښاغلي کرزي پر دولت رابرګ شو،کرزي به ژر تر خپلې ادارې ډېر بهرني مرسته کوونکي فاسد وګڼل،کله به يې د همدې خبرو په نامستقيم غبرګون کې د امريکايانو لخوا د ولسي افغانانو  د وژنې دوام د  يرغلګرۍ او نيواکګرۍ په نومونو  ياديدو ته نېږدې وګڼل.
د افغانستان خلک چې د ډانګ او پړانګ(افغان دولت او امريکا يا نړيوالې ټولنې)په دې اخ و ډب کې راګير او د لوبې اصلي قربانيان ول،ډېر شمېر دولتي شوو په ښکاره خپلواکو سياسي شنونکو او رسنيو دا دروغجن ډاډ ورکاوه چې د بن دويمه نړيواله غونډه به د دې ناروا سياسي لوبې د پاى پيلامه وي،په دې مانا چې افغان دولت به د خپل لس کلن ژوند په دې ارزونکې غونډه کې د خپلو بهرنيو ملګرو ملامتۍ يادوي،بهرنيان چې خپلو کې هم سره ناهمغږي او د افغانستان په اړه د شيندلو او متضادو نظرونو او سياستونو لرونکي دي،يو د بل ملامتۍ او هم د افغانستان د دولت ناکامۍ،ملامتۍ او لاملونه سپړي،په دې ډول به تر بحثونو وروسته د نظام د سمولو ګډه پريکړه کېږي،يوه پياوړې او پلې کېدونکې تګلاره به ورته جوړوي،هغه لاملونه(اشخاص،هېوادونه،ټولنې،پالېسۍ..)چې پېښې شوې ناکامۍ يې رامنځته کړي،سميږي،ګواښل کېږي يا بې واکه کېږي او په دې ډول به د روانې جګړې،فساد،ظلم،بېوزلۍ او فقر د ختميدو هڅې ګړندۍ کېږي.
خو له بده مرغه چې د نورو هيلو او بنسټيزو غوښتنو په څېر د افغان ولس دا هيلې،اړتياوې او غوښتنې هم نېمګړې پاتې شوې،ولسمشر کرزي په دې يو ورځيني کنفرانس کې د خپلو بهرنيو مرستندويانو مننه وکړه،د مرستو دوام يې وغوښت،امنيت يې جدي ستونزه وګڼله،د پخوا په شان يې د خپلې ادارې ځينې کمزورۍ  ومنلې او په يوې غولونکې ژمنې سره يې د پاى ته رسولو د هڅې ژمنه وکړه.
بهرنيو مرستندويانو هم تر ٢٠١٤کاله ورسره د اقتصادي مرستو د غځولو ژمنه تازه کړه،په نظام کې د شفافيت غوښتونکي شول(هغه څه چې اوس يې عادي بڼه غوره کړې) او له سيمه ييزو هېوادونو يې د غونډې د پريکړه ليک په پلي کېدو کې همکاري وغوښته.
د دې په خوا کې د پاکستان هغه تاريخي ګوستاخي چې په غونډه کې يې په نه ګډون سره له افغانانو څخه د امريکايانو د ګوزار غچ واخيست،هم نړيوالو او هم افغان دولت په دې اړه متقابل غبرګون ونه ښود او هم د افغانستان په ناامنه ساتلو او ګډوډۍ کې د دې او نورو ښکېلو هېوادونو لاسوهنې ونه غندل شوې،ايران په همدې ناسته کې هم په دې ډاډ چې ښاغلي کرزي ته يې د چاى او دسترخوان پريمانه لګښت ورکړى،په دې کنفرانس کې هم له اجنډا بهر په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو د جوړيدو مخالفت وکړ.
په دې ډول د بن دويمه نړيواله غونډه له نورو ښېګڼو او دې سره خوا کې چې د افغان دولت او نړيوالو ملګرو متضررې اړيکې يې په ښکاره ورغولې،د افغانستان خلکو ته په صريحو ټکو چې کومسې هيلې دوى لرلې،کومه د پام وړ ګټه نه لرله.
د دې پايله به داشي چې نور پر دې بې باوره شويو ناستو او کنفرانسونو د خلکو بې باوري لا زياته،ستونزې به لا پريمانې او افغان دولت او بهرني ملګري يې بيا ښايي په کابو کولو کې پاتې راشي.