![دبلال آذان](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
سر له ننه می توبه ده پاکه ربه
ستا اطاعت زما وعده ده پاکه ربه
ستا وعدی د جنتونواو دوزخونو
زما پری کلکه عقیده ده پاکه ربه
دګناهونو اوخطاګانو می ویریږم
منتظر ستا دکرم یم پاکه ربه
حوری غلمان ستا په جنت کې
زه یی غواړم له تانه پاکه ربه
مبارزه اوشهادت لکه حسین
مونږته زده کړه پاکه ربه
ملایان چې یی ستایی په کتاب کې
هغه نعمتونه درنه غواړم پاکه ربه
قیام ، رکوع اوسجده مو چې شی سمه
دبلال آذان مو ترغوږو کړه پاکه ربه
احمدالله صافی
د لیندی ۱۶ – ۱۳۹۰
کابل