پر لویدیزې پولې د خطر څپه او زموږ کړنلار



لیکوال: ایاز امیر  

د ژباړن یادونه:
د وخت په تیریدا د انسان په فکر او لیدلوري کې بدلون رامنځته کیږي. دا بیا بیله خبره ده چې دا بدلون مثبت وي او که منفي خو انسان د هغه څه پر وړاندې دروي چې له نورو سره پرې د شخړو کولو له امله  د کندې ژي ته برابر شوی وي.لاندې د هغې لیکنې پښتو ژباړه ده چې د یوه نۍ پر ورځ د ۲۰۱۱ز کال د ډسمبر پر ۴ په پاکستانۍ جنګ  اردو ورځپاڼه کې د ایاز امیر په لیکاڼي خپره شوې ده. ایاز امیر په پاکستاني کالملیکوالو کې یو پیژندل شوی نوم  او د نظر خاوند دی. په دې لیکنه کې هغه څه شته چې تر ۲۰۰۱ ز کال پورې یې هیله نه کیدله. د پنجابیانو په اند پاکستان د  ( دوه قومي نظریه ) پر بنسټ جوړ کړای شوی دی!!!! یعنی مسلمان او هندو دوه بیل قومونه دي او باید لوی هندوستان په دوو مسلمان او هندو هېوادونو وویشل شي چې له خپلو دیني او ملي ارزښتونو سره سم خپل ژوند تیر کړي. دا بیا بیل بحث غواړي چې کله پر ۱۹۷۱ د  ډسمبر پر ۱۶  ډاکه  له اوسني پاکستان څخه بیله او د بنګلدیش په نوم یو نوي هېواد د نړۍ پر نقچه راڅرګند شو. او د هغه وخت د هند لومړۍ وزیرې اندرا ګاندې وویل چې موږ  دوه قومي نظریه په هند سمندر کې ډوبه کړه. خو اوس د حیرانۍ او تعجب خبره دا ده چې  یو مسلمان!!! پاکستانی لیکوال د اندراګاندې پر پل ، پل ږدي او له خپل حکومت څخه غواړي چې له مشرک هندوستان سره خپلې ټولې شخړې او ستونزې حل کړي او ټول پام له هندي پولې څخه د مسلمان افغانستان پر پوله واړوي او ورسره له ختیزې پولې ( هندي پولې ) ټول اضافي پوځ  لېرې او پر لویدیزې پولې ( افغان پولې ) یې ځای پرځای کړي. په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ټول لویدیز پوځي ځواک شتون بېله  او د بحث وړ خبره ده. که پاکستان د امریکا مقابله کوله چې نه یې شوای کولای، نو له امریکا سره به يې پر افغانستان له برید کولو سره لوجسټیک، ځمکنۍ او هوايي مرستې نه کولې. ایاز امیر د خپل یوه تاریخ لیکوال هغه خبره تایید کړې ده چې څو کاله وړاندې يې په یوه مرکه کې ويلي و چې په تاریخي توګه پاکستان له هندوستان څخه له هیڅ کواښ او خطر سره مخامخ نه و ، نه دی او نه به وي . پاکستان له خیبر درې څخه له خطر او کواښ سره مخامخ دی لکه چې په تاریخي توکه تل له همدې درې څخه پر هندوستان بریدونه شوي دي. نور مو د لیکنې د لوستنې پر وړاندې خنډ نه کیږم. دا هم تاسو او دا هم د لیکنې پښتو ژپاړه .
 
 
موږ له تیرو شااوخوا ۶۰ کلونو راهیسې پر ختیزو پولو له راتلونکیو توپاني جګړو څخه د ژغورنې هڅې کوو. په داسې حال کې چې  له لویدیزې پولې ، افغانستان څخه سوځونکی سموم باد راالوتی او زموږ د استوګنو په ایره کیدا پسې دی. د وخت په تیریدا له هندوستان سره زموږ معاملات او چال چلند بدل شوي دي خو د افغانستان کړکېچ پر موږ د زیات اغیز شېندلو په حال کې دی.  نن له پاکستان څخه د مېکبت کوډګرې شوروا په څېر د بېلابېلو سخت دریځو کسانو پرانستونکې پیاله جوړه شوې ده.  او دهغې اغیز له افغانستان سره زموږ پر اړیکو څرګند دی. د ناپوهۍ له کرښو جوړه شوې کړنلار  او له بې تدبیرۍ جوړې بهرنۍ پالیسي  زموږ  د ملي سلامتیا واکمنو ته د افغانستان د تور او سپین څښتن کیدا خوب وروښود، خو دوی د هندوستان تاریخ یو مهم سبق له یاده ویست چې تل د افغانستان له لوري راتلونکیو بریدګرو پر هندوستاني تاریخ خپلې اغیزې پریښې دي. او دا د ژوندانه کتاب هغه پاڼه ده  چې هیڅ وخت بدله شوې نه ده.
 افغانستان له  تیرو دریشو کلونو راهیسې په آزمایښت بټۍ کې سوځیږي.او هیڅوک هم دا نه شي ویلای چې کله امریکا په فاتح ډول یا په چل ول له دې ځایه په بشپړ یا نمیګړي ډول ووځي  نو پر دې بدمرغه هېواد د تیارو خپرې شوې وریځې به لېرې شي. او د یوه ښه راتلونکې په هیله به لمر خپلې وړانکې خپرې کړي. تر هغه چې پر دې هېواد سیلۍ چلیږي نو زموږ پر سترګو به د دې دوړې پریوځي. اوس موږ باید له طالبانو او ملاعمر څخه ځان خلاص کړو. او څوک پوهیږي چې زموږ ملګري په کوم څاو او کمین کې پټ دي  او  په څه ډول توره په لاس پر موږ وار کوي.د القایده پاتې شونې به داسې ژر له دې  نړۍ ورک نه شي.
 زموږ پر سرحدي پوستو د امریکا له لوري برید دا څرګندوي چې موږ پر هغه ریښتیا له پوهیدا عاجز یاستو چې اصلي خطر پر  ختیزې پولې نه بلکې پر لویدیزې پولې دی. زموږ پالیسي جوړونکي پر دې  د پوهیدا  وړتیا نه لري چې  بدلیدونکي وخت په ګڼو اغزیو کې  ګلان کرلي دي .
امریکا د زیاتو پیسو په لګولو سره په  افغانستان کې  دایمي پوځي اډې جوړوي. که هغه د عراق په څېر د وتلو لاره خپلوي نو بیا به هم د ناټاکلې مودې لپاره زموږ په ګاونډ کې وي. پاکستان ته د هغې په شتون کې په کومه شخړه کې د ښکیل کیدا اړتیا نه شته. امریکا هغه څه کوي چې د هغې په اند د هغې په ګټه وي. او هغې ته زموږ د مشورې اړتیا نه شته. او موږ باید له امریکا سره خپلې  اړیکې له سره وټاکو. او په دې لړ کې ځينې شیان باید په پام کې ونیول شي.  تر ټولو لومړی ، موږ باید خپلې اړیکې په خام تار ونه تړو. او دویمه او مهمه خبره دا ده چې موږ باید تر دې وروسته له معاوضې پرته مزدوري ونه کړو. خو بیا هم د عقل غوښتنه دا ده چې موږ دا اړیکې د احساساتو قرباني نه کړو. د ټولو هګیو ماتولو اړتیا  نه شته ځکه  د ټولو کوټنیو بیه یو ډول ده .
اوس د دې اړتیا ده چې پر خپلې ختیزې  پولې جوړ شوی اوبتاوی وڅارو. او په هغه کې د کښته کیدا هڅه ونه کړو. زموږ دودیز خاصه دار او قبایلي ډول پوځیان کافي نه دي ځکه له کومې  ناروغۍ سره چې موږ مخامخ یاستو د هغې مقابله په کور کې جوړ کړاي شوي درمل کولای نه شي. زموږ لپاره چې طالبان څومره لویه ستونزه  ده په هماغه ډول امریکا هم لویه ستونزه ده. طالبان د یوې  نظریې نوم دی او  د هغوی بنسټپالنه زموږ له ټولنې سره سمون نه لري. او تر کوم ځایه چې په افغانستان کې د امریکا د شتون  خبره ده  نو له هغې سره به د مقاومت د اور لمبې لا تیزې شي. موږ باید له دې حالت څخه ونه ویریږو.
اوس که موږ پر دې خطر پوه شوي یاستو نو پر خپلو ختیزو پولو د دومره زیاتو پوځیانو د ساتلو اړتیا نه لیدل کیږي. له شک پرته له هندوستان سره زموږ ډیرې ستونزې شته او مخکې هم وې. خو شاید اوس د دې وخت رارسیدلی وي چې موږ له هندوستان سره خپله دښمني پای ته ورسوو. جرمني  په څېر هېواد هم په دویمه نړیواله جګړه کې په دوو مورچلونو کې ونه جنګیدلای شو. هغه داسې  نا پوهې وکړه او پایله يې ټولو ته څرګنده ده. امریکا د ځمکې پر سر تر ټولو ستر پوځي ځواک دی. خو په یو  وخت  په دوو جګړو کې ښکیلیدل  هم د هغې له وس نه وتلی دی. موږ نه جرمني یاستو او نه امریکا خو بیا هم په دوو مورچلونو کې پر جنګیدا ټینګار کوو. په پاکستان کې پوځي سوچ په هندوستان دښمني راچورلي. په همدې ډول د هندوستان زیات پوځي وسایل هم د پاکستان د مقابلې لپاره دي. اوس د پاکستان او هندوستان دواړو  پر وړاندې  دا پوښتنه نه ده چې د هند په لویه وچه کې به واک د چا په لاس کې وي . هغه وخت اوس تیر شوی دی. اوس نو دواړه هېوادونه باید له عقل نه کار واخلي او خپلې اړیکې منځلارې کچې ته برابرې کړي.
 دا یوه لویه پریکړه ده  او د دې لپاره لوی زړه ته اړتیاده. زیاته موده وتلې نه ده چې له هندوستان سره پر سوداګریزو اړیکو نیوکې څرګندې شوې وې او اوس هم ځینې پر دې ټینګار کوي. هغوی پریږدئ ځکه چې موږ باید له ماضي نه راووځو او د ګاندې پر لور یون پیل کړو او په دې یون کې د دومره زیاتو دښمنیو بار اوچتیدای نه شي.
اوس موږ  پر خپل ځان اعتماد کولو ته اړتیا لرو. د شمالي  کوریا او جنوبي  کوریا  ترمنځ  دپولې  په څېر د پاکستان او هندوستان ترمنځ پوله ده. او په دې کې د کشمیر کنټرول کرښه هم شامله ده . په دې دومره نږدې توپیر سره د اټومي جګړې کولو سوچ او فکر نه یوازې د ناپوهۍ  بلکې د ځانوژنې څرګندویه هم ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې تر پلونو لاندې ډیرې اوبه بهېدلي دي خو تر اوسه سیند وچ شوی نه دی. که موږ د ډیرو ستونزېو حل وغواړو نو ډیر واټن هم په یوه قدم اوچتولو سره وهل کیږی. یو قدم چې اوچت کړو نو بل قدم به اوچت شي او په دې ډول به یو یون پیل شي او دهدف او منزل هیله به پیدا شي. خو که موږ په ډیرو معمولي خبرو زړه نازړو واوسو نو د اعتماد چاپیریال به څنګه پیدا شي. او دا تصویر به څنګه رنګ کړو؟ موږ ته له شک پرته له هندوستان سره سیالي په کار ده خو د دې لپاره د هندلویه وچه په وینو لړلو ته اړتیا نشته. په پیل کې له موږ سره زیات فرصتونه وو چې موږ یو په دین نه ولاړ دولت جوړلای شوای. خو د مقابلی په اغزنه لار بوخت شولو. لیکن دا هم ماضي ده او اوس هم وخت دی چې د بنسټپالنې چال چلند په ځپلو پر نړۍ د یوه منځلاري ولس په توګه د خپلو ورانکاریو وړتیاوو پر ځای خپلې پنځونکې وړتیاوې ومنو. که موږ له  لالیونتوب څخه ځان ساتل غواړو نو موږ باید لویدیز سرحد ته د پام اړولو لپاره پر ختیزه پوله د شخړو او مقابلې تودوخه نارمل حد ته راوړوو.
اټومي وسله به هغه وخت یوه ریښتینې شتمني ثابته شي چې کله د پوځ په چلند کې نرمښت پیدا شي. که موږ سره د همالیه غرونو په اندازه اټومي وسله  هم وي نو موږ له خپلو ډارونکیو خوبونو سره جګړه کولای نه شو. له رواني ویرې سره هېڅ ډول وسله کار نه کوي.د پاکستان ستونزه دا نه ده چې هغه له څلوو خواوو د دښمنانو لخوا راګېر دی بلکې په دې کې د سیاسي بصیرت چې د پوځي کړنلارې څارنه وکړي ، نشتوالی دی. پوځ د چارو خپله طریقه لري او هغه خپله کړنلاره په خپله جوړوي او پر دویمې او دریمې لارو غور نه کوي.داسې کول د سیاسي مشرتابه کار دی خو موږ سره د دې هم نشتوالی دی. سیاسي مشرتابه د قانون له کوم کتاب څخه نه رامنځته کیږي بلکې دې ته د پوهې او کړنې ګډولې  اړتیا ده. زه همدا خبره له ډیرې مودې راهېسې سیاسي مشرتابه ته د ورپوهولو هڅه کوم. په سیاسي چاره کې یو تسلسل ( چې د هغې د ټیکاو ضمانت کوي ) ته اړتیا ده. داسي یو نعمت له پیل ورځې راهیسې زموږ له دسترخوان  څخه غایب دی.اوس حالات دا دي چې یو کړکېچ پای ته رسیدلی نه وي چې بل پیل شي. له شک پرته زموږ هېواد له یوه خطرناک دور څخه تیریږی او د صحافت له لیدټکي نه موږ یو په ژړه پورې  هېواد یاستو. موږ باید له بېړې کار وانخلو. زموږ په هېواد کې دومره زیات بندیزونه دي چې موږ تر شپړو لسیزو وروسته هم بلوغت ته ونه رسیدو. په دې دومره زیاتو بندیزونو اخته هېواد یو نارمل دولت جوړیدای نه شي. بل خنډ زموږ دفاعي سټراتیجي ده . دا دواړه زنځیرونه په یوه کړۍ کې نښتي دي.