
ډاکتر محمد ظاهر حاذق
اول - دبن د غونډي اجندا
( کومه چي د دولت لخوا په پام کي نیول شوي او دخبري رسنیو لخوا څرګنده شوي ده ) :
۱- د تیرو لسو کلونو دکارونو ارزونه ،
۲ - د سولي په برخه کي د هلو ځلو ارزونه، ،
۳- د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته چي د ایساف ځواکونه د افغانستان نه وځي اوتر هغه وخته يي د
امنیت چاري و افغاني ځواکونو ته سپارلي وي ، وروسته له هغه نه به د نړیوالو مرستي او دریځ
به يي د افغانستان په برخه کي څنګه وي ؟ افغانان څه انتظارلري او غوښتني به يي څه وي ؟
شاید داوي چي نړیوال ورسره د اوږد مهاله ژمنو تضمین وکړي یاني قرار دادونه ورسره وکړي .
دوهم - سیاسي لامیلونه او وړاندیزون :
الف - داخلی ستونزي ، لامیلونه او وړاندیزونه :
۱ -یوه ډیره کمزوره دولتي اداره ،
۲- د زور واکو مستقیم او غیرمستقیم کنترول پر دولتي ادارو،
۳- ډیر لوړ اداري فساد،
۴ - بي امنیتي او جنایات ،
۵ -مالي او اقتصاد کمزور تیا وي دي .
پایلي يي : * د ولس اودولت ترمنځ فاصیله ،* اولس پر خپل را تلونکي باندي باور او اعتماد نلري، * داخلي او خارجي پانګوال په ویره کي دي چي خپله سرمایه په افغانستان کي پکار واچوي . دغه ټوله د هیواد د ودي او ولس د سوکالی مخه نیسي .
دحل لاره یي :
۱ ـ کاردي واهل کار ته وسپارل شي، په مقرریو کي دي تولنیز عدالت او ټولنیز تناسب دي په پام
کي ونیول شي، د زور ، سلیقو، دشخصي او نورو نامشروع اړیکو له مخي نه وي لکه اوس
چي زواکۍ او نامشروع مناسبات پر اکثریت باندي حاکم دي او دغه بي عدالتي د سولي
او ټولنیز عدالت په مخکي خنډ دي .
۲ - دولتي اداره چي فعلاً په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زور واکو په کنترول کي ده، دهغوی
او په فساد ککڼو کسانو نه پاکه شي :
* دد ی کار د عملي کیدو لپاره د پو لیسو،استخباراتو، څارنوالی او قضايی اورګانو دقوي کیدو تر څنګه د یوي خاصي محکي جوړیدو ته ضرورت د ی چي د جنګ اونور لوی مجرمین عدالت ته راکش
کړي ، ځکه بیله عدالت نه سوله نشي ټینکیدای ، کوم چي د ولس دوامداره غوښتنه هم ده .
* همداسي ور سره د یوي خاصي قطعي جوړیدل ضرور دی . څو چي دولتي اداري د فساد نه پاکي اود نورو ملي کارونولپاره لاره خلاصه شي .
(د اهل کار تعریف : * د دولت هر مارمورباید قانوني مکلفیت و لري چي ملي ارزښتونو ته لکه سیاسي خپلواکۍ، ملي حاکمیت ، د خاوري بشپرتیا، ملي ګټوته ، همداسي دافغانستان
قوانینو او مشروع اوامرو ته ژمن وي، په نفس باندي پاک وي او د هر ډول ناوړي استفادي نه
ځان لیري وساتي، * د دولت مامور بایدپه اداري کارونو پوه وي ، په تیره بیا د مدیریت دچوکۍ
نه نیولي بیا تر وزارت تر چوکۍ پوري،* د وزارت چوکۍ ا داري او سیاسي چوکۍ دي،
د مقرري لپاره دي دپورته شرطونو تر څنګه اداري او سیاسي پوه هم باید یو شرط وي .
* مسلکي کارو نه لکه طبابت ، امنیت ،انجنري او نور باید ومسلکي خلکو ته و سپارل شي ،
څو چي کارونه په منظم او فني ډول مخکي ولاړ سي .
ب - د ستونزو خارجي اړ خ ، لامیلونه او وړاندیزونه :
۱- نړیواله ټولنه په تیره بیا د ناتو هیوادونه د افغانستان دپاره یوه واحده پالیسي نلري، هر دولت
خپل اهداف تعقیبوي او یا د امریکا د فشار او خوښی لپاره کم وزیات سرتیري يي افغانستان لیږ لي دي . څنګه چي تر منځ يي اعتماد، تفاهم او همکاري کمزوري ده او یو سم کاري پلان نلري .
مصرف يي ډیر لوړ، خو نتیجه دکار يي د ستونزو دحل لپاره کافي نده او اوس چي هغوی د تیښتي په حالت کي دي ، پایلي به يي د هیواد او نړۍ لپاره په راتلونکي ښه نوي..
۲- همداسي د مرسته کونکودولتونو د استازو او افغاني چارواکو تر منځ سم تفاهم او اعتماد
نه وو موجود او تر اوسه پوري هم دا تشه نده ډکه شوي .
۳- ګاونډي هیوادنه په ظاهره و افغانستان ته د دوستی او همکاری وعدي ورکوي خو په عمل کي
پرته - د تر کمنستان نه – په امنتي ، تجارتي او د مهاجرو په برخه کي ستونزي او خندونه
را پیدا کوي ، په تیره بیا پاکستان او ایران د ګاونډیتوب او نړیوال اصول تر پښو لاندي کوي .
د حل لاره يي :
۱- ملي یوالی او یوه قوي ملي اداره چي د حکومت په سر کي ملي صادقه،پاک ، فعاله او کار پوه افغا ن قرار ولري، چي هغوی اول خپل نواقص اصلاح او د هري ستونزي د حل لپاره کاري پلان
جوړ کړي ،
۲- د فاسدو او رشوت خورو مارینو پرځای دي هغه ځوانان مقرر شي چي دولسم صنف نه خلاص شوي او ورته ادراي یاد Managmand زده کړ ورکړل شي (خو هغوی باید په دوامدار ډول کنترول شي چي په اداري فساد اخته نشي )
۳- د دي کار تر څنګه با ید د دوامدارو هلو ځلو دلاري کم تر کمه د دوستو هیوادونو چارواکي او مامورین وهڅول شي چي د تیرو کلونو سهوي بیا تکرار نکړي ، خپل کارونه باید د دولت دپلانو په چوکاټ کي تنظیم کړي ، چي موثریت ولري .
۴- د ټولو اداري کار ونو د پاره داسي چوکاټونه جوړ شي چي لنډ او ساده وي ، واضح او شفاف وي او کنترول یي آسانه وي . اوامیر باید همیشه واضح او قاطع وي او جواب ورکونکي وي .
دریم - دامنیت په برخه کي د ستونزو لامیلونه اووړاندیزونه :
الف -د داخلی ستونزو لامیلونه او وړاندیزونه :
پورته ستونزي لکه کمزوره دولتي اداره ، پر دولتي ادارو باندي د زور واکو مستقیم او غیرمستقیم کنترول ، اداري فساد، بي امنیتي او جنایات ، کمزوره مالي امکانات پر امنیت باندي هم ډیره ناوړه اغیزي لري: : دغه لامیلونه د سرتیرو ، پولیسو، څارنوالانو او استخباراتو مورال او ملي روحیه ک مزوره کوي، دکار او وظفي سره يي علاقه کموي ، فساد او ګمراهی ته يي تشویقوي . پایلي يي دنا امنیو او اداري فساد زیاتوالی دی .
د حل لاره يي :
۱- امنتي مامورین او افراد په ملي روحیه و روزل شي ، د کار ښه فضا ورته مساعده شي، په کافي آندازه معاش ورکول شي ،
۲- د مکافاتو اومجزاتو د لاري نه يي د خپلو دندو وښه اجرا آتو تشویق کړل شي .
۳- د کميت له څنګّه و کېفيت او تجهزاتو ته يي هم ډیره پاملرنه وشي . په ورستیو درو کلونو کي پدي برخه کي ډیر کار شوی دی ، خوډیر کارونه لا پا ته دي .
۴- د هري سمي دامنیت ساتلو لپاره په اوسني شرایطو کي باید د هغي سیمي دخلکو نه سرتیري او پولیس وګمارل شي، ځکه چي هغوی هغه سیمه او دهغي سیمي د خلکو رسم و رواج پیژني ، ژر يي اعتماد او ملاتړ تر لاسه کولای شي، کوم چي د امنیت په برخه کي د بري لپاره اشد ضرور دی .
۵- خاصه قطعه پدي برخه کي هم ډیره موثره تمامیږي .
۶- په تیره بیا کلیوالي او د ښاري سیمو جرګي یا شوراګاني ډیري ګټوري تمامیږي ( پدي شرط چي د یو قانون په چوکاټ کي د هغي دندي اوصلاحیتونه معلوم شوي وي او په ولسي دود سره بیله کوم معاش نه کار ته حاضر وي ، ځکه معاشات او امتیازیات يي اهمیت له منځه وړي،دګټي پرځای يي تاوان ، جنجال او مصارف زیاتیږي ) . دغه جرګي په دودیز او رضاکارنه ډول د امنیت، دحقوقي شخړو د حل په برخه کي اوهم د بیا روغوني په کارو کي ډیره مرسته کوي او د دموکراسی اصلي بنسټ جوړه وي .
دومره یو ګټور اورګا ن چي دخلکو او سیمي د ستونزو په حل او وده کي ډیره مرسته کولای شي او ډیر مصرف هم نه
غواړي ، یوازي یوقانوني چوکاټ درته پکاردی او په اول سر کي د ولس کورونو د جوړیدو په برخه کي لږ څه ورسره مرسته پکار ده .
دومره یومهم او ګټور اورګان چي دولت تر اوسه پوري د پامه ورغور ځولی دی ، پدي کي نور دشک ځای نه پاته
کیږي چي دا دولت یو بیکاره، بیکفایته او بي مفکوري یو دولت دی، د هغي ورځي نه بیریږم چي حالات د عربي هیوادو غوندي خراب نشي، چور و چپاول جوړنشي ، وچ و لانده یواري بیا ونه سوځل شي ، غلیمانو ته لا نوره ښه
زمینه د لاس و هنو او لسونو مساعده شي ، کوم چي د کلونه يي انتظار لري او کار ورته کوي .
ب - دخارجي لوري نه درا پیدا شو ستونزو لامیلونه اوړاندیزونه :
۱- تر ټولو لوی لامیل اوخنډ د امنیت په برخه کي د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د دولتونو لاس وهني دي، افغانانو ته ډیري ستونزي را پیدا کړي ، د نا امنیواصلي لامیل او د روغوني او بیا روغوني د کارونو په مخکي لوی خنډ دي .
افغانانو او د افغانستان حکومت ددي لانجي لپاره دي په تیره لسیزه کي ډیري هلي ځلي اوشکایتونه کړیدي ، خوکوم ځای يي ندی نیولی .
دحل لاره يي :
دبده مرغه پدي برخه کي ستونزي او خنډونه ډ یر زیات دي ، دوه خنډونه يي پورته یاد شول ، چي نړیواله ټولنه او نا تو تر اوسه پوري د افغانستان د امنیت او ودي لپاره یوه ځانګړي ستراتیژي نه لیري او هم د افغاني او ایساف د ځواکونو ترمنځ یو سم تفاهم نشته .
ــ دلته دا سوال را پیدا کیږي چي ولي دا ستونزي پدي تیرو لسو کلونوکي حل نه شوي ؟
آیا ناوړي استفادي ، پټ اهداف یا په کار کي بي تجربه ګي یا نو لامیلونه وه . فکرکوم چي
هر یو يي خپل رولوبه وي .
ــ د نړۍ په اوسني شرایطو کي تر څو چي په نړیواله پالیسي کي په تیره بیا دمتحده ایالاتوپه پا لسي کي تغیرنه وي راغلی او دحقایقو پر بنا دریز ونه و نیول شي، په تیره بیا د امنیت په شورا کي او هلته بیا د پنځه دایمي غړو لخوا لکه متحده ایالات، برتانیه، فراسه، چین و روسیه پر یو واحد دریځ سره سلاح شوي نه وي او یا متحده ایالات ، برتانیه اوفرانسه د یوبل ځانکړي ابتکار نه کار وانخلي لکه د لیبي په برخه کي ، نوري هلي ځلي به ډیري اغیزمني نه وي .
* خودا د دي منا نلري چي سړی انتظار وباسي چي نور به يي غم ورخوري ، داسي فکر بیځایه او ګمراه کونکي دی ، د هغه پرځای باید افغانان اودولت خپلي هلي ځلي لانوري هم ګړندی کړي او
دخپلومشروع حقونو او غوښتنو په برخه کي اقلاً د ځینو مهمو دولتونو چارواکو ته قناعت ورکړي . دجنایتکارو او ترهګرو ډولو په نومو او مبارزه خپل وخت نور ضایع نکړي، دهغه پر ځای باید ترهګر ي یا تنظیم سوي جنایتکاري ډلي تعریف او دمخنوي لاري يي وسنجول شي .
ــ دلته یو لوی خنډ دادی چي غربي هیوادونه په سر کي يي امریکا نه غواړي چي د جنایتکاروډلو او د خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو تر منځ کوم توپیر قایل شي،کوم چي د دریمي نړۍ ډیر هیوادونه يي غواړي .
ــ بل لوی خنډ دادی چي د هغو هیوادونوسره چي تر هګر روزي او د نورو هیوادو پداخلي چارو کي مداخله کوي ، دهغوی په مقابل کي باید د څه ډول پالیسي نه کار واخستل شي ؟ او د کومو اقتصادي او پوځي تداتبیر و نه کار واخستل شي ؟
ــ پدي برخه کي د بده مرغه د امریکا او د غربي هیوادونودریځونه او پالیسی دوه مخي دي ، هغوی دخپلو یوطرفه ګتو، د زور دیکتات او د یهودي دولت د پلوي د کبله ټول انساني منطق او نړیوال پرنسیبونو ترپښو لاندي کړي اوکوي يي . خوکه چیري بیا کوم خطر د غربی هیوادونو امنیت او ګټو متوجي وي، هغوی پرهغه باندي دستي حمله کوي ، همداسي د خپلواستماري اهدافو لپاره ، په تیره بیا د خامو موادو دکنترول لپاره یوه بهانه پیدا کوي او پر متهم هیواد باندي یرغل کوي ، افغانسان، عراق او د لیبي هیوادونه يي ښګاره بیلګي دي . خو که یو ترهګر هیواد لکه پاکستان ، ایرا ن او اسرایل پر افغانستان یا فلسطین او یا بایو بل غریب او کمزوره هیواد باندي په مستقل اویا غیر مستقل ډول یاني دخپلو ترهګرو ډلودلاري ، حملي کوي، نو غربیان بیا بي تفاوته پاته کیږي او حتا د تر هګرو هیوادونو سره لکه پاکستان او اسرایل چي دوه مصنوعي او استعماري هیوادونه دي، سیاسي ، پوځي او د اقتصادي مرستي هم کوي
یاني په دي ډول په مرکزي آسیا او منځني ختځ کي جنګوته دوام ورکول کیږي، دکموچي پای نه په سترګو کیږي .
یادونه : نن ورځ تنظیم سوي ، پیاوړي جنایتکاري ډلي نشته چي بیله دیو دولت د پوځي او مالي مرستو نه د ډیروخت لپاره په ډیر لوړ مصرف سره مقاومت وکړاي شي ، ددي کبله باید پرهر ترهګر دولت باندي سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونه را وستل شي خو نه دا چي و هغه ته باج یا مکافات ورکړل شي .
ــ د بده مرغه په اوس وخت کي یا په سیا ست کي هرکز داسي یوه پالیسي چي پرحقایقوولاړه وي ، نادره ښګاري . اوسنی پالیسی د زور یا د در واغو ویلو پر هنر باندي ولاړه دي .
وافغانانو او د افغانستان دولت ته څه پکار دي ؟
۱ - بیا هم ملي یوالي ،د ملي اردو، ملي پو لیسو او استخباراتو روزنه او پیاوړتیا،
۲ - دولتي ارګانونه باید دجنایتکارو ډولو نه پاک کړل شي، پرځای یي ملي صادقه ،پاک او
مسلکي کار پوهان وګمارل شی ( اهل کار) ، پورته يي یادونه وشوه .
۳ - و هر دولت ته د هغه په پېسو حساب ور کړل شي .
۴ - د اوسني وخت دشرایطو مطابق باید ملي پالیسي جوړه او وکار ول شي .
څلورم - داقتصادي ستونزو لامیلونه او وړاندیزونه :
ستونزي او لامیلونه :
ــ د ملګرو ملتونو او ځینو نورو موسیسو د معلوماتو له مخي پدغه کال کي دري ملیونه افغانان د لوږې، ناروغيو او کم غذا يي سره مخامخ دي ، ۹ ملیونه افغانان د ژوند تر کرښه لاندي ژوند کوي
او په ملیونو افغانان هم بیکاره دي .
ــ لوي لامیلونه يي :د درولسیزو جنګونه او نا آرامی، اوږد مهاله وچکالي ، په چټکی سره د نفوس ډیروالی، دملي عاید کموالی ، دخارجي مالي مرستو ضایع کیدل او سم پکار نه ولیدل دي ، دکوموچي لوی مسئولیت دخارجي موسیسو په غاړه دی، ځکه ۸۰ په سلوکي د هغوی لخوا مصرف شویدي، د کاري پلان نه موجودیت ، د دولتي اداري کمزور والي او لوړاداري فساد دی .
د بده مرغه د دی خنډونو اصلاح داسي ژر په نظر نه بریښی ، بلکي ویره ده چي حالات به لا نور هم خراب شي .
په تیرو لسو کلونو کي نړیوالي ټولني د افغانستا ن سره د ۶۰ ملیاردو ډالرو حدود کي مرستي کړیدي . که دا پېسي په فني او شفاف ډول لګیدلي وای او په تیره بیا په بنسټیزو تولیدي پروژو لکه کرهنه ، مالداري ، برق او داسي نورو لګیدلي وای ، د افغانانو ډیري اقتصادي ستونزي به پري حل شوي واي او هغوی به پخپلو پښودردلي وای .
پدي کي شک نسته چي په تیرو لسوکلونوکي ښه ډیر کارونه شویدي ، لکه دسړکونو، روغتونونو،د ښونځیو جوړیدل او داسي نور. خو ددغو پېسوپه پرتله داکارونه ډیر کم دي .
په راتلونکي باید دانواقص اصلاح شي .
د هیواد د ودي لپاره د افغانستان پانګي :
۱ - انساني پانګه ، د افغانستان د ټولني ډیره برخه ځوانان جوړ وي ، بایدهغوی ته کسبي، مسلکي
زده کړ ي او دکار دیسیپلین ورکړل شي،
۲ - ۸۰ په سلو کي افغانان د کرهني اومالداري په کسب اخته دي ، باید ودي ته يي ډیره پاملرنه
وشي .
۳ - اوبه دهیواد یوه لویه پانګه ده ، نه یوازي د څښاک او کرهني لپاره بلکي همداسي د انرژي
ګټلو، دهوا د صافیدو او ملایمیدو لپاره ګټوره پانګه ده ، پدي شرط چي هغه ذخیره شي او د
ضایع کیدو مخه ونیول شي . د ضرورت په وخت کي هغه دګاونډیانو په مقابل کي د فشار یوه
ډیره موثره وسیله هم ده .
۴ - طبعي زیرمي یا کانونه بله لویه پانګه ده، پدي شرط چي هغه لیلام نشي ،د پوره یا اقلاً د نیمه
کالا په ډول خرڅلاو ته عرضه شي چي و ډیرو خلکوته کار پیداشي ، خو نه د خامو موادو په
شکل . د بیلګي په توګه تیل بایدورسته د تصفیه کیدو نه او اوسپنه وروسته د ویلو کیدو اویا
فولادي تختو نه و نه بازار ته عرضه شي .
۵ - الترنابپ انرژي چي د لمر ، باد او طبعي ګاز چي دفضله او نباتي شیانو نه لاس ته راځي ، یوه
دایمي ، پاکه انرژي یا پانګه ده ، دکورونو د روښنايي ، دفابریکو چلولو، د کرهني ، چاپریال ،
روغتیا یا لنډ د ژوند په ډیرو برخو کي کار ور کوي .
وړاندیزونه :
۱ - تیري تیرو وتني بیا تکرار نشي ، افغانان او خارجي مرسته کونکي باید خپل نواقص اصلاح
کړي او د درغلیو مخه ونیسي لکه پورته چي د امنیت په برخه کي يي یا دونه وشول .
۲ - ډیره پاملرنه بسټیزو تولیدي پروژوته وشي او د یومعین پلان له مخي په فني ډول سرته
ورسیږي .
۳ – څنګه چي اداري فساد پداخلي ادارو اوخارجي موسیسو کي ډیړ زیات دی ، دهغه د مخنوي
لپاره اړینه ده چي خریداري او مصارف دهغوی لخوا ونشي، بلکي د یو ځانګړي مستقل
ریاست تر لارښودني لاندي د یو ګډ هیئت لخوا( دبیلګي په تو ګه : یونماینده دمرسته کونکي
مرجع نه، یو نماینده دمستوفیت یا مرستي اخستونکي مرجع نه او یو هم د یوي بیطرفه
اعتباري مر جع نه وي . د لویو پروژو درانیولو لپاره کیدای شي چي تعداد يي زیات شي)
ترسره شي . دغه لار يي په اوسني وخت کي زما له اند نه تر ټر ټوموثره لار ده اوما ( لیکوال )
۱۷ کاله دیوي ټولني ( NGO ) کارونه د درو رجیمونو په دوره کي چي د جنګو او بي امنیو
وخت وو، په بري سره سرته رسولي دي .
واضح خبره ده چي هرکار پوه او تجربه غواړي ، ډیري باریکۍ او د وخت شرایط باید په
پام کي ونیول شي ، او دا اړینه ده چي د هر کار ، هري اداري یا هر مقام په سر کي یوتکړه
اداره چي يا منجر وګمارل شوی وي ، چي پاک وي ، ملي او بشري درک او ا حساس ولري .
- لکه څنګه چي وايي : رمي په لیوانو نه ساتل کیږي او هیوادپه غلو او خاینانو نه جوړیږي - .
پنځم - دري لوی ستونزي چي افغانان او د نړیوال اوس او په را تلونکي کي به هم ورسره مخامخ وي :
۱ - اقلیمي تغیرات : یا ني د یوي ځا نګړي یا معیني وچي یا یوي لويي سمي د آب و هوا ټوله
مربوطه حالاتو تغیر، کوم چي د کال په یو معین وخت کي لکه د کال څلور فصلونه تغیر کوي
او د نباتو، حیوانانو او انسانانو پر ژوند مثبت او منفي تاثیرات لري . منفي تاثیرات يي د نړۍ
په بیلوبرخو کي وینو، په ځینو هیوادو کي لکه افغانستان ، ځنيوافریقايي ، امریکایي او
حتاځینو اروپا يي هیوادونو کي د کلونو را هسي وچکالي ده ، یا په ځینو هیوادو کي لکه
پاکستان، هندوستان ، تایلند، استرلیا او نوروهیوادو کي ډیر بارانونه اوري ،د سیلابو او
طوفانو د کبله خلکو ته ډیر ځاني او مالي تاوانو نه رسیږي، ډیري مځکي دکاره وځي، یا
دوچکالی دکبله د کښت نه پاته کیږي، په نتیجه کي يي ډیر خلک بیکاره کیږي ، لوږي زیاتیږي ،
کډوالی ،جنګونه او بي امنی ورسره تړلي دي .
اقلمي تغیرات په تیرو پیړیو کي هم منځ ته راغلي دي ، خو دا واري یي لامیلونه د هوا د پژند
پوهانو دنظره انساني دي ، یاني د ډیرو موټرانو اوفابریکود ګاز یا کاربو دي اوکسایداو د ډیرو
ځنګلونو دمنځه وړل دي اوپه نتیجه کي توخه زیاتیږي ،یخچالونه ویلي کیږي، طوفانونه او
سیلابونه زیاتیږي اودنورو ډیر اړخیږو لامیلونو سبب ګرځي،سوله او د انسانانو ژوند د لوی
خطر سره مخامخ کوي .ددی ترڅنګه بل لوی ناروین دا دي چي ډیر غذايي مواد دغوښواو الکهولو
تولید لپاره ضایع کیږي اوس لا هغه په لوپیمانه د تیلو(پطرولو ) دتولید لپاره ضایع کیږي .
د هوا او اقلیم د توپیر په برخه کي باید لنډ ووایم چي هوا په هرځای کي همیشه په تغیر کي
ده اوتاثیرات یي هم دکم وخت لپاره وي ، خو اقلیم دکال په معینو وختو او دنړۍ په معینو
برخوکي اوږد مهاله تاثیرات لري .
۲ – په ډیره چټکی سره د انسانو ډیرښت چي د دی کال د اکتوبر پر ۳۱ تاریخ یي تعداد تر ۷ ملیارد
ونه واښتی : هغوی، غذا ، کالیو ، پاکو اوبو،سرپناه، د سونک موادو ، دوا ، تعلیم او ښونځو
ته ضرورت لري،د کوموتر عهدي نه چي افغاني او د دریمي نړۍ اکثره کورنۍ او دولتونه نه نشي
وتلای . په نړۍ کي دا وس نژدي یوملیارد انسانان یا د بشر اومه برخه خلګ دومره غریب دي
چي د ورځي د یوه وخت پر ډوډی هم قادره ندي . دا بشري ناوریڼ په ډیره بیړه سره روان دی او
پایلي به يي په راتلونکي کي لا ډیري خرابي وي .
ددی کبله دولتونو مجبور دي چي د بیلو تدابیرو د لاري نه خلک تنویر او نوري دحل او مخنوی
لاري یي ولټوي .
۳ – د بانکونو ، د انرژی او او نورو لوی شریکتونه د احتکار د کبله پر له پسي مالي او اقتصادي
بحرانونه :
د ۲۰۰۷ م کاله نه په پرله پسي ډول مالي او اقتصادي بحرانونه را روان دي ، په سرکي يي د انرژی د شرکتونواحتکاران ولاړ دي، کومو چي د پطرولو، ګاز و برق قیمتونه لوړ کړل او دنورو ټولو لمړینو اړتیاوو د موادو قیمتونه ورسره لوړ شول . دا احتکار اوس هر کال د ژمي او دوبي په وختونو کي تکراریږي، د کبله يي د نړۍ په ملیونوغریب خلک او هیوادونه کړیږي .
د دی احتکاري بحران نه وروسته بیا د امریکا د دو بانکونو بحران شروع شو چي د کورونو او جایدانو د احتکار د کبله ډیر تاوا نیان ا ودسقوط سره مخامخ شول او د دولت د ۷۰۰ ملیار دو
ډالرو د مرستي په زور يي دسقوط مخنوی وشو، په اوروپا او په تیره بیا د پرمخ ودو هیوادو اقتصاد
ته يي لوتکان ورکړی ، ډیري فابریکي سقوط شوي او په ملیونه خلګ بیکاره شول ، قیمتونه ډیر جګ شول، همداسي په افغاکستان کي تیل، خوراکي او نور مواد او خدمات ټوله قیمت شول . د نړیوالي ټولني په مرسته او د وړم کال د خوارکي شیانو د ښه حاصیلاتو دکبله دلوی ناورین او لوږي مخه ونیول شول .
د دي دو بحرانو وروسته بیا په ۲۰۱۰ م کال کي د یرو د اسعارو بحران رامخه شواو د اروپايي ټولني دغړودولتونو دسلګو نو ملیار دونو یرو په مرسته د بانکو دسقوط مخه وینول شو او د یرو ارزښټ ډیر کښته نشو، خو سربیره پر دي مرستو عادي خلکوته ډیر اقتصادي تاوان ورسیدی
او دهغوی په پېسو بانکونه نژدي مفت یاني په نیم یا یو فیصد ګټه کار کوي . په دي ډول بانکونه
ورځ په ورځ د خلکو او دولت په پېسوچي هغه هم په حقیقت کي دخلکوپېسي دي، د احتکار او
سود په پېسو بډای کیږي ، خوډیر خلک قرضداره او غریب کیږي .
دا بحران او مخکي بحرانونه لاسم ختم نوه چي پدي کال کي ( ۲۰۱۱م ) بیا دقرضو بحران را پیدا شو،
چي تر اوسه لا دوام لري او د حل یوه اساسي لاره يي لا پیدا شوی نده او شاید هرکز پیدانشي .
تر څو چي پدي سرمایداري نظام یا د بي عدالتی يا احتکار او تقلب کاری په نظام کي بنسټیز اصلاحات را نشي ، بانکونه او نور بنسټیز خدمات لکه انرژي، روغتیايي، لوی ترانسپورتي او
نور مهم خدمات حکومتونوپلاس کي وانخلي ، دلویو بحرانونو مخه نشي نیول کیدای، دبحران
په وخت کي د دولت دمداخلي او دولتي کیدو دچانس زیات دی او باید دعا دلانه ماليو دلاري نه
دشرکتونو او کمپنو د بي ساري لویدو مخه ونیول شي . واړه او منځني پانګه وال د آزاد بازار توازن
او استحکام ساتي ، ډیرو خلکوته کار پیدا کوي او که سقوط کوي ، تاثیر يي ډیر کم او محلي
وي ، نه ملي او نړیوال . احتکار په هر وخت کي په تیره بیا په اوس وخت کي چي تخنیک ډیره وده
کړیده یا اعداد دجیتال ( Digital ) شوی دي ، راز پټ نه پاته کیزي او د ونډو یا سهمیو تجارت
بیله درغلیو امکا ن نلري، په تیره بیا Hedgefonds او نور، تر څو چي د احتکارمخه نه وي نیول
شوي ، بحرانو نه به سر پر سر روان وي، بي عدالتی،غربی، کډوالی، جنګونه او نا آرامی به ورسره
مل وي . دنړۍ اصلي واکداران اوس مهال ۱۳۰۰ لوی کمپنی او شرکتونه دي چي ۸۰ په سلو کي
د نړې ټوله پانګه يي په قبضه کي ده او ۷ ملیارده انسانان یوازي په ۲۰ فیصده ګذاره کوي .
چي څومره به نور دا بي عدالته نظام دوام کوي ، ولیدل شي ، بیله قوي پوځ او وابسته دولتي چارواکونه يي موجودیت اوس هم ممکن ندی .
شپږم - متفرقه وړاندیزون :
۱ – د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ، ملي حاکمیت او دخاوري بشپړتیاته درناوی او پر ساتنه یي
ډیر ټنګار وشي .
۲ - ملګري ملتونه ، ارو پايي ټولنه او ناتو باید خپلي سیاسي ،اقتصادي او پوځي مرستي د اوږد
مهاله ستراتژیکو قرار دادونو پر بنسټ تضمین کړي .
۳ - د افغانستان د قوانينو احترام وشي .
۴ - دافغانستان او نړیوالي ټولني د دوامداره تفاهم لپاره دي د کار یو پروسجر او یوکمیسون جوړ
کړل شي چي په دوامداره ډول سره دکارونو او مرستود سمون او ستونزو ته د حل لاره پیدا
کړي .
۵ - همداسي دي د ایساف او افغاني ځواکونو ترمنځ دهمږغۍ او ګډ کار لپار يو پروسیجر اویو
کمیسون جوړ کړل شي .
۶ - دافغاني ځواکونو روزنه او مجهز کول یو ډیر مثبت قدم دی ، خولا ډیر کارونه پاته دی چي
هغوی په ځان بسا ، د کرښو د کنترول او امنیت د ټینګیدو کارونه په سمه توګه سرته ورسوي .
اړینه ده چي هغوی په مدرنو ځمکني، هوايي او مخابراتي وسلو او وسایطو سنبال کړل شي .
۷ – و افغاني ځواکونه ته دامنیت چاري سپارل، یوبل مثبت قدم دی، خوباید بیړه وشي چي د
استوګني دسیمو امنیت ، همداسي دکورونو او نورو لټونو چاري افغاني ځوانونو ته وسپارل
شي . د اسیاف ځواکونه دي د ضرورت په وخت کي ورسره مرسته کوي اود سرحدونو امنیت دي
وساتي .
۸ – نړیواله تولنه ، ناتو اوپه سر کي يي متحدالات باید دستراتیژیکوقراردادو پر بنسټ ضمانت
و کړي که کوم هیواد پرافغاستان یرغل کوی ، تر څنګه به يي دریږي .
۹ – په افغانستان ، سیمه او نړې کي اوږد مهاله یا دوامداره سوله هغه وخت ټینګیدای شي چي په
اوسنی دومخي نړیواله پالیسي کي تغیر راشي چي ترهګر هیواد په نا مه یاد او هم هغسي
چلښت ورسره وشي . ددی کبله اړینه ده چي نړیواله ټولنه پر پاکستان او ایران فشار راولي چي
ترهګر نور افغانستان ته نه لیږي او په داخلي چارو کي يي مداخله نکوي .
۱۰ - نړیواله ټولنه دي افغانانو سره په ټولو امنیتي ستونزو کي مرسته وکړي، نه یوازي د ترهګرو او
نشیي موادو په مبارزه کي .
۱۱- مالي او اقتصادي مرستي دي دامکاناتو د مخي دیوځانګړی ګډ صندوق یاحساب د لاري اود
یوځانګړي ګډکمیسون تر کنترول او لارښودي دلاري پکار واچول شي ، رانیول یا خریداري
ددی کیمسون د ګډ هیئتانولخوا تر سره شي چي د درغیلواو بي اعتباریو مخه ونیول شي او
مرستي په موثر او پلان شوي ډول پکار ولوږي .
۱۲- څرګنده چې افغانستان د طبيعي زيرمو له پلوه يوه بډاى هېواد دى، هیله ده چي نړیواله ټولنه
د افغانانو سره د كانونود را ایستلو لپاره دپانګوالو په پیدا کیدو اوتشویقیدکي مرسته
وکړي . د امکاناتو سره سم خام مواد بایدپه هیواد کي په پوره یانیمه کالاو وا ړول شي،
بیابازار ته عرضه شي ، خونه دخامو موادو په شکل ،د افغانستان مسئول چارواکي دي دهغه
په لیلام کي بيځایه بیړه نکوي، بلکي پداسي ډول دي پکار واچوي چي ډیرو خلکوته کار پیدا
شي او ډیره ګټه يي په هیواد کي پاته شي .
۱۳- نړیواله ټولنه دي د افغانو سره دچاپریال ساتني او پاکی په برخه کي لازمي مرستي وکړي .
۱۴- نړیوالي ټولني د روزني او روغتیا برخه کي د پام او قدر وړ مرستي کړیدي، هیله ده
چي د لا پاتو ستونزو په حل کي اړیني مرستي و ګري .
۱۵ - د افغانستان اوسني او راتلونکي چارواکي دي د ټولنیزوحقایقو او اهلیت ( ) پر بنا
وټا کل شي ، نه د زور واکۍ، مصلیحتونو ، سلیقو، کاذبي ټاکونو، دخارجي مداخلو
اوفشارو نو دلاري .