
له ډیرې مودې راهیسی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کی خبري اتري او تبصري روانې دي. په دې ورستیو (د روان کال د عقرب په میاشت) کې د افغانستا د حکومت له خوا د افغان ولس سره د مشوری په موخه یوه مشورتې لویه جرګه راوغوښتل شوه او بلاخره په بریالۍ توګه ترسره شوه. د جرګې په ترڅ کې او تر هغې وروسته د ازادو رسنیو له لاری چا د جرګې په ساختار او صلاحیتونو خبري کولی او چا د تړون په ماهیت او ضرورت خبري کولی. په داسی حال کې چی د افغانانو ترمنځ لا په دې اړه یو واحد نظر تر اوسه ندی رامنځ ته شوي او د بلی خوا دافغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان او امریکا ترمنځ تړون او دې ته ورته تړونونه د خپل ملي امنیت او ملي اقتصاد لپاره خطرګڼې، زه غواړم ګرانو هیوادوالو ته په دې اړه په لاندی توګه مشوره ورکړم:
درنو هیوادوالو! تاسو په دې پوهیږۍ چی افغانستان د بهرنیو وسلوالوځواکونو له خوا یو اشغال شوي هیواد دی. د دې خبری ښه ثبوت تیر کال د قوس په میاشت (۱۲/۰۹/۱۳۸۹) کې افغانستان ته د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما بدون د اجازی راتګ وو، هغه هلته د خپلو سرتیرو سره تر لیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو بدون د دې چی د افغانستان ولسمشر سره هم وګوری ، دغه راز هیواد ته د بهرنیو عسکرو بدون د ویزی تګ راتګ هم د دې خبری ښه سپیناوي کوي.
د پورته ذکر شويو حقایقو په نظر کې نیولو سره باید دا ومنو که د افغانستان ولس وغواړئ او که نه، بهرنې وسلوال عسکر په افغانستان کې اوسیدلای شئ، اوکه نه نو داسې یو قوت خو دا مهال په هیواد کې نه لیدل کیږی چی دا حقیقت دې وننګوي. په هر صورت که موږ وتوانیږو چی د افغانانو د ملي غرور په قوی مټ سره د بهرنیو وسلوالو ځواکونو شتون په هیواد کې وننګوو، نو په دې باید هم پوه شوه چی د نوموړو بهرنیوعسکرو لپاره متبادل د میشت ځای پاکستان دی، او د غوښتنې په صورت کې به د پاکستان ولس او حکومت دا ډول یو حرکت ته هرومرو هرکلی ووائې، ځکه تاریخ ثابته کړی چی پاکستان تل خپل ملي اقتصاد او فوځ د بهرنیو مالی مرستو د لاری او د افغانانو د وینو د خرڅلاو په نتیجه کې پیاوړي کړې دی. روښانه او معاصر مثالونه یې د افغانانو د جهاد او هجرت څخه ګټي اخستل او د افغان طالبانو په سر د برهنیانو سره معامله کول وو. که چیری دا فرصت چی اوس د افغانانو په لاس کې دی پاکستان ته په لاس ورغئ، نو وبه ګورئ چی دا وار به پاکستان په افغانستان د پټ یرغل په ځای ښکاره یرغل وکړی.
داسی معلومیږی چی افغانانو ته خدای ورپیښه کړی ده او وايي چی خدای یې درته پیښه کړی نو ځانه به ورته میښه کړی. یانی که موږ د بهرنیو وسلوالو ځواکونو سره جنګ کوو هم د مقابلی وس یی نلرو او که تړون ورسره لاسلیک کوو نو دیوي خوا راته همسایه ګان بلا ګرځې او د بلی خوا شاید موږ دومره ماهر نه هوسو چی د تړون څخه کره ګټه پورته کړو. په هرصورت د افغانستان او امریکا تړون باید افغان ولس ته دا لاندی ملي ګټي تضمین کړی:
۱.د افغانانو دینی (اسلامې) او کلتوری ارزښتونو ته تل په درنه سترګه وکتل شئ.
۲.امریکا او ورته هیوادونه باید د افغانستان سره په پراخه پیمانه اقتصادې مرستي وکړی د بیلګې په توګه لوی لاری، دریل خطونه، هوایې ډګرونه، د بریښنا او اوبو بندونه، صنعتی فابریکي، روغتونونه، پوهنتونونه او مدرسي باید جوړي کړی او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره باید داسی ماسټر پلان عملی کړی لکه د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چی د اروپا د بیا رغولو او پرمختګ لپاره جوړاو عملی شو.
په پای کې باید ووایم چی د امریکا سره د دا ډول تړونو څخه د نړی نورو هیوادونو هم ښه ګټه پورته کړی ده، د بیلګې په ډول جرمنی، سعودی عربستان، کویټ ، قطر او داسی نور.
پای
تل دې وي افغانستان او ژوندي دې وي افغانان
م.ف. شګیوال
کابل، افغانستان
۰۵/۰۹/۱۳۹۰