د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ته ليک

فريد خاموش
دا خو ظاهره خبره ده چې پاکستان او افغانستان د ډېر پخوا نه د يو او بل سره تاريخي او فرهنگي اړيکي لري. د دغو فرهنگي اړيکو د نورو مضبوطولو لپاره يو شمېرملي .، فرهنگي او  پوهو خلکو ته ضرورت دى. ځکه چې د دېرشو کالو راهيسې دغلته يو شمېر افغان کډوال ميشت دي او د خپل مهاجرت شپو کې د يو شمېر ستونزو سره مخامخ کيږي، چې د دغه افغانانو د ستونزو د حل لپاره په پاکستان کې د افغانستان لوى سفارت او په پېښور کې د افغان قونصلگرۍ وسيله ده چې د دغو افغانانو ستونزې په سمه توگه د غور لاندې ونيسي خو بدبختانه چې ولسمشر حامد کرزي په يو وخت هم په دندو سم وزيران نه دي گمارلي. که هر څوک يې په چوکيو کينولي نو هغه نه يوازې دا چې ځانونه ماړه کړي بلکې خپل خپلوان هم له ځانه راتاو کړي. او په وزارتونو کې وروټومي. د دغه وزيرانو څخه يو د ولسمشر حامد کرزي د کابينې وزير زلمى رسول دى چې اوس د بهرينو چارو دوزارت په چوکۍ ناست دى. خو په غبرگو سترگو ړونددي  چې په دې خبره سوچ وکړي چې د کوم هېواد لپاره کوم ديپلومات پکار دى چې په دنده يې وگماري. د ديپلوماتو په اړه يو پوره معلومات ولري چې څومره کاري تجربه لري؟ تعليمي سويه يې څومره ده؟ په فرهنگي او دپلوماتيکو اړيکو باندې پوهيږي او کنه؟ د دغو بې غوره وزيرانو په ډله کې يو زلمى رسول هم دى چې دلته په پېښور کې يو ميشت افغان کډوال ترې سرخوږوي. ځکه چې پاکستان ته يې داسې ديپلوماتان نه دي راليږلي چې د افغان کډوالو ستونزې په نظر کې واخلي. اوس چې ښاغلي زلمي رسول کوم افغان قونصل د سيد محمد ابراهيم خيل د پېښور قونصلگرۍ ته راغلى نو افغانان  د نورو بدبختيو سره مخامخ شول. سيد محمد ابراهيم هغه څوک چې د ډاکټر عبدالله په وخت کې دمامورينو مدير  او ډاکټر عبدالله ته يې په يو مکتوب کې دسلو (١٠٠) کسانو پښتنو نومونه وړاندې کړل چې دغه ټول پښتانه يې له دندو څخه لرې کړل او په کور يې کينول. دا يې په دې خبره تورن کړي وه چې دا په اداري فساد کې ککړ دي. ايا په دې دومره لوى وزارت کې يو دري ژبې ورور هم په اداري فساد کې ککړ نه وه؟ چې ښاغلي ابراهيم خپل صيب د هغوى نوم ورکړې وه. ښاغلى ابراهيم خيل د کمونستانو د رژيم سړي دي. دې مجاهدينو ته په سپک نظر گوري پخپله شمالي وال دى.
د پښتنو سره جوړ نه دي. يو شمېر پښتانه محصلين د پاکستان سفارت لخوا پښتونخوا ته د زده کړو لپاره راغلي دي. جناب قونسل افغان کميشنرۍ ته ولاړل او هغه زده کوونکو ته چې د مياشتې (١٧٠٠٠) اولس زره کالدارې ورکولې. دى ورغۍ د کميشنرۍ سره يې دغه پيسې نيمې کړې او هغه پيسې چې دوى ته په خپل وخت ورکول کېدې، اوس په خپل وخت نه ورکول کيږي. د قونسل صاحب په برکت و چې افغان محصلينو ته يې ورساوه. افغان محصلين چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا ورته تعليمي پاسپورت ورکړى شوى، د پاکستان سفارت يو کلنه ويزه پرې لگيدلې خو بيا هم د پېښور پوليسو لخوا زورول کيږي، بندي خانو ته وړل کيږي، خو چې قونصلگرۍ ته کوم محصل د دغو ستونزو د حل لپاره ورشي نو د قونصل لخوا پرې دروازې وتړل شي. هغه افغان چې غواړي په پېښور کې د خپلې بهرنيو چارو وزارت لخوا پاسپورت ترلاسه کړي. په يوه او بله بهانه زورول کيږي. کارونه په وخت نه اجراء کيږي. بل چې دې قونسلگرۍ ته د عبدالحسيب نوري په نوم يو دپلومات رامعرفي شوى د ښاغلى وزير لخوا نه ده دننه په بورډ کې يوه عکاسخانه درلوده او پنځه کاله يې دلته تېر کړي، چې تراوسه خپل نوم هم نه شي ليکلى. نن دلته زمونږ سياسي ديپلومات دي؟ از براى خدا وزير صاحب. ولې هغه پښتانه چې لوړې زده کړې ترسره کړي. خواران بې کاره بې روزگاره ناست دي. ځکه چې پښتانه دي ولې د دغه عکاسخانې واله نه خوښه دي. خو افسوس چې خپل مشر نه لري چې مشر يې لرلو نو نن به پښتنو ته په هر وزارت او هر ځاى کې چې د افغانستان نمايندگيو کې حق ورکول کيده. مونږ په خپل کور کې بې کوره يو : به هر حال دا اوسنۍ بدبختي نه ده چې مونږ پرې وژاړو.
اوس به د سيد محمد ابراهيم هغه بل خيانت ته ستاسو پام راواړوم چې په پېښور کې ميشتو افغان کډوالو سره يې کړي. د استراليا نه د افغان کډوالو مرسته وه يو کانټينر مواد پېښور کې ميشتو افغان سيلاب ځپلو وروڼو ته راليږلي وه. ښاغلى ابراهيم خيل پرې سره د ملگرو سترگو پټې کړي او مواد يې په خپله ډلې سره يوځاى تقسيم او بيا د کارخانو په مارکيټ کې په تجارانو خرڅ کړل چې وروسته يې د هغه تش کانټينر چې په درې نيم لکه کالدارې خرڅ کړ هغه پسې هم په خپل جيب کې واچولې او کډوالو ته يې په کباړ کې يو (١٠٠٠٠) لس زرو روپو مواد په کباړ کې واخيستل. عکسونه يې واخيستل او په اخبار کې يې چاپ کړل او بيا وزارت ته راپور ورکړ. دويم دا چې کله کوم افغان مهاجر افغان قونسلگرۍ ته عارضه په پښتو کې وليکي نو د قونسلگرۍ له چارواکو او قونسل لخوا ورته په دري د ليکلو امر ورکول کيږي او د پښتو عارضه نه منل کيږي. آيا پښتانه د افغانستان د خاورې څخه نه دي په دې خبره غور پکار دى.
ښاغلى وزير صاحب! دا ستا د اخلاصمند او تا ته نږدې ابراهيم خيل کارونه دي. بله ده دا چې په افغان قونسلگرۍ کې دا مهال (٣٢) دوه دېرش کسان کار ترسره کوي چې لس کسان يې دپلوماتان دي. د بهرنيو چارو وزارت څخه راليږل شوي. په دې کې بيا هم افغان قونسل خپل زوى محمد حنيف ابراهيم راوستى. د قونسلگرۍ ټول واک او اختيار يې هغه ته ورکړى. د پاسپورټ په سر د خلکو پيسې اخلي او هغه پاکساني وروڼه چې غواړي وېزه ترلاسه کړه. يو د ويزې فارم پر ٥٠٠٠ پنځه زره کالدارو پورې خرڅ شوي. يو شمېر پاکستاني وگړو د خپل نوم ښودلو نه ډډه وکړه. خو دا خبره ئې په ډاگه کړه چې مونږ مجبوره يو. ځکه په پنځلس ورځو کې مونږ ته فارم نه رارسيږي. دومره ستر __ جناب وزير صاحب دغه دپلومات د څه لپاره دلته راغلى چې د هر ډيپلومات د مياشتې (٣٠٠٠) درې زره تر ١٨٠٠- اتلسو سوه ډالر معاشونه اخلي او بيا هم قونصل دومره ستر خيانت کړى چې خپل زوى مقرر کړى. ادارې فساد ته يې زور ورکړى. په قانون د کومې مادې په اساس خپل زوى مقرر کړى چې د مياشتې څلور سوه ډالر معاش څلور سوه ډالر معاش هغه ته ورکول کيږي. بيا دې دغه ديپلومات درواړه. د هر ديپلومات د مياشتې د موټرو او د کورونو کرايو سره د څلور زره ډالرو ډېر مصرف کيږي. دا ټولې جمع کړه د مياشتې (٥٠٠٠٠) پنځوس زره ډالر شوه. مونږ په دې ديموکراسۍ کې د ولږې مرو او زمونږ د وزيرانو او سفيرانو مصارف وگورئ. د خيرات په پيسو کې مونږ دومره مصرفونه لرو. جناب وزير صاحب جناب کرزي صاحب د خداى په خاطر په دې ولس رحم وکړئ او دغه قونسل مو وغواړئ د پوښتنو لاندې راولي. ځکه د افغان قونسل د افغانانو نمايندگي نه شي کولى. که دا چېرته ستاسواستازي وي نو سمه ده و که چېرته د افغانانو استازيتوب کوي نو د افغانانو استازيتوب داسې خلک نه شي کولې. دلته د عبدالخالق فراهي په شان يو مجاهد او بهادر سړى پکار دى چې تر څو د افغانانو ترمنځ يووالى رامنځته کړي. ملي تعصب ختم کړي. د غلا او اداري فساد مخه ونيسي. ترڅو افغانستان د نورو برباديو څخه خلاص شي. افغان قونسل صاحب خفه کيږه مه حقيقت نه پټيږي.په خپل گرېوان کې وگوره چې دغه خيانت د افغانانو په گټه دي که په تاوان؟ قونسل صاحب نور په دغه جعلي اسنادو پيسې مه اخله. د ځان په شان بېسواده خلک افغانستان ته مه لېږه. همدغه خلک اداري فساد کې زياتونه کوي.
د بهرنيو چارو وزير صاحب خفه کېږه مه په خداى باور وکړي که زړه مې نور صبر کاوه. ځکه مې تاسو ته عرض وکه. که تاسو دا پړه په ډاکټر سپنتا اچوي. نو هغه خو د کرزي صاحب خبره دومره بې سواده ده چې په Good Morning نه په Good Afternoon نه پوهېده. خو بيا يې هم پنځه کاله د بهرنيو چارو د وزارت دنده ترسره کړه دغه زمونږ د وزيرانو حال دى که پارلمان ته سر ښکار کړو نو پارلمان هم له بېسوادانو څخه ډک دى. د کډوالو چارو وزارت او د پوهنې وزارت هم دغه شان بې سواده او فرمايشي وزيران دي. نو مونږ به گيله د چا نه وکړو. که د کډوالو چارو وزارت د خوا کوم کسان په دندو گمارل شوي نو هغه به يا د استاذ سياف کسان وي يا به د جنرال فهيم او يا د استاد رباني کسان ا و هغه چا چې په لږه او تنده کې زده کړې ترسره کړې وې ځان باندې سختې تيرې کړې وي ماسټرۍ يې ترلاسه کړي د هغو بېوزله پښتنو څوک غږ هم ناوري. او دغه کسان چې ځان ته ډېر څه وايي د سيد محمد ابراهيم خيل په شان په واسطو راغلي دي نه په خبرو پوهيږي نه په بين المللي روابطو او د ديپلوماسۍ تعريف ورځي. بس تش په نامه د افغانستان نمايندگي کوي.
زه د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال جاويد لودين چې دا هم دلته يو وخت د پېښور په تهکال کې يې د هجرت ژوند تېراوه چې وروسته د يوې سياسي پناه لپاره امريکا ته لاړ او هلته د حامد کرزي همسايه پاتې شو، چې نن د بهرينو چارو وزارت مرستيال دى. خو خير دا دولت ټول د همدغه شان خلکو ډک دى. زما غوښتنه د زلمي رسول، جاويد لودين او د فساد او ادارې په ضد د مبارزې مشر ډاکټر لودين څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د سيد محمد ابراهيم خيل سره د دغو خبرو حساب وکړي. قانون ته راکاږي چې تر څو بل کوم افغان د دغسې کارونو ته لاس وړاندې نه کړي. زه د بهرنيو چارو د وزارت هغه مامورينو ته او د حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکريم حرم ته په دې خبره قسم ورکوم چې تاسو دې هغه کلمه او قرآن ووهي چې په کوم کتاب او کومه کلمه چې تاسو ايمان راوړى. زما دغه ليک کرزي صاحب او زلمي رسول ته ورسوي. ځکه دلته خلک د ډېرو ستونزو سره مخ دي.
او که چېرته په دې خبرو غور ونه شو نو بيا د افغانستان د جوړېدو او سولې دپاره هلې ځلې مه کوئ. ځکه ترڅو د افغانانو ترمنځ دغه ملي تعصب او ملي يووالى نه وي رامنځته شوى نو سوله راتلاى شي او نه کار اهل کار ته سپال کيدى شي. او که په دغو خبرو غور ونه شي نو افغانان به ورځ په ورځ د دولت څخه زړه توري کيږي. د دولت له مخالفينو سره به يو ځاى کيږي او ټول ولس به د اوسي نظام په اړه يو انقلاب او پاڅون رامنځته کړي. کرزى صاحب! نه به بيا تاسو يئ، نه به مو جنرالان او نه مزدوران وي او دا هېواد به هغه چا ته بيا په لاس ورشي چې د دې هېواد لپاره يې له دې نه وړاندې ډېرې قربانۍ ورکړي او اوس هم د خپلو حقونو لپاره جنگيږي. رښتينى افغان هغه څوک دى چې د افغانستان په درد ودرديږي او د افغانانو د زخمونو د ملهم پټۍ وگرځي، مونږ يې ملاتړ کوو. د سوکاله او خپلواک افغانستان په هيله