بی خونده خبری(۳۴): پشتون چه کرده؟

ښځه می د اختر دلمانځلو لپاره په مزار شریف کی د خپل پلار کره لاړه وه. پس له اختره باید ورپسی لاړ وای. ټکټان می واخیستل او د چنارونه خبری کوی شاعر کاروان کتاب له نرګسه تر نرګسه چی ډیر وخت می کور کی وو راوخیست چی په لار کی یی ولولم. کتاب دومره خوندور نه وو. بس د انګریزانو خبره کتاب می سکیم کړ. دلیکوال خبری می ولوستی؛ او په اخر کی یی دی خبری خوند وکړ چی لیکلی یی وو هر څوک دی هرڅه، هرڅه وایی. دا چی کتاب ولی خوند را نه کړ نو کیدای شی مختلف دلیلونه به  ولري یو یی هم خپله د لیکوال د شخصیت،خوی او طبیعت سره نابلدتیا به وي او یا به هم په دی موده کی، زه د بی خونده لیکوالو په سلسله اوختی یم لکه د ننګرهار اتل!!! ښاغلی ازمون!!! ده هم بلا یونلیکونه لیکلي!!! که کوز کونړ ته هم لاړ دی لیکلی یی دي!!! میږي ته میتیازی هم دریاب وي!!!
پرواز ۵ بجی وو خو زه هوری ۴:۱۰ ورسیدم. بیروبار وو. په کاونټر ناسته جلکی--یلداچی له کام ایر سره کار کوي—می شاګرده وه. بس په استاد جان ویلو سره یی راته کار وکړ او بیا په سالون ورشیوه شوم. ما سره می خپل نوی څادر او نرګسه تر نرګسه وو. تلاشی یی راته ډیره جدی ونه کړله. یو پولیس خو ټوکه هم راسره وکړه چی مزار ته ځی او لوڅ ویر یی!!!
بس خوله می ورته جینګه کړه او تری تیر شوم. مزار ته پکه و پوستین ویل کیږي. ۱۰ دقیقی وړاندی به ګرمی وی او ببوزی به وهی خو بیا ورسته نو باید پوستین کش کړی.
اول می د ماښام لمونځ ادا کړ چی بیا وروسته نور خلک هم راسره یو ځای شول. مونږ د جهاد ټیکه داران یو خو په جمی سره مو لمانځه ته ملیه ماته وي. یو خو راته وویل که بیدر نمازت نمیشه، قبله کج است!!! د کابل د ورانولو او سوځولو یو دلیل هم داوو چی قبلی یی کږی دي او وی!!! د لته د قبلی درجی او مسیرونه له کارته نو تر کوټه سنګی او بیا... توپیر لري.
خو لمونځ می ادا کړ. پښه می په پښی واړوله او کتاب په لوستلو می پیل وکړ. هو رښتیا مخکی له دی چی کتاب خلاص کړم را یاد شول چی باید مسنونه دعاوی په ځان چوپ او کُف کړم لکه اعوذ بالله باکلمات الله التامات من االشیطان الرجیم (دری ځلی) او بسم الله الذی لا یضر مع السمه شی فی الارض ولا فی السما وهو السمیع العلیم!(دری ځلی)
تاسو هم دغه دوی دعاوی په ځان چوپوی چی له هرډول شنو، زیړو سترګو په امان وی، زمونږ له ابدی دښمنانو جنیاتو په امن وی او...
ایه کرسی می په ځان چوپ کړه چی نن شپی مړ نشم!!! خپل ځان ساته، همسایه غل مه نیسه!!!
خو یوه خبره رانه هیر شوه. کله می چی ټکټ اوکی کاوه نو یو قرقل راته وویل چی اګر بار می زیاد بود باز برایش میګم که دو نفر استیم!!! ما ورته وویل چی تا سی کیلو بی غم باش!!!
په انتظار سالون کی هم همدا سړی راسره برابر شو!!! او بیا په الوتکه کی په شپږم سیټ کی وم هم راسره برابر شو!!! افغان الوتکی لکه د پاکستان د بډبیری بسونو ته ورته دي. هرڅوک چی لومړی راځی نو اخری سیټونه ورکوي او څوک چی اخر راځي نو بیا ورته لومبړني سیټونه ورکوي!!!
زه هم لکه ددی اخری وو له ډلی وم. الوتکی چوکی ډیری تنګی دي. هغه د پیښور مزدی دي. وچ ټیمي سیټونه!!! بس سړی به څه ووایی؟ هغه د نیکتاییو والا مدیریت او منجمنټ دی!!!
ما خپل راسره کتاب له نرګسه تر نرګسه خلاص کړ او په پاڼو اړولو یی بوخت وم. چی په دی وخت کی غازی خیل راوخت. او په دریم سیټ کی کیناست. دوه نور خوی مخي هم ورسره وو. بس نو شک می په یقین بدل شو. د افغان ملتیو ... احدی هم ورسره وو. خو د هغه سیټ په بزنس کلاس کی وو.
زما د څنګ سړي یوه خارجی ته په اشاری وپوښتل چی ایا دا د امریکی سفیر، ایکنبیری دی؟ ما وویل نه! دومره طالع چی ایکنبیری، زمونږ د هیواد وای سرای، او شپږ یی ښځی یو یی نر مونږ سره سفر وکړي!!!
د څنګ سړي راته وویل چی بله ورځ احدی سره ګورم! دشنبی په ورځ له وحیدالله سباوون سره ګورم؛ او بیا له وحید شهرانی سره ګورم!!! له ما یی وپوښتل چی زه د کوم باغ مولی یم.
ما هم کتاب بند کړ؛ دکتاب هم خوند نه وو؛ بس د ازمون خبره چی دخبرو تار می ورسره وغځاوه. ما ورته وویل چی په پوهنتون کی معلم یم!!! په یوه وزارت کی هم د خارجیانو سره کار کوم!!! د تحصیلاتو پوښتنه یی وکړه؛ نو ورته ومی ویل چی مستور د مالیی وزارت کی پیژنی؟!!! له هغه پوهنتونه چی مستور ماستری اخیستی زه هم هلته په کتابونو کی ختلی یم!!! چیری چی مزمل شینواری جینکیو ته نوټونه او چپټرونه چاپول زه هم له هغی دانشګاه وتلی یم!!!
سړي راته ځان د ګازو انجینر معرفی کړ؛ اوس مهال یی په ایران کی په کوم شرکت کی دنده درلوده؛ د مزار هزاره وو؛ زامن یی په ایران کی په لوړو زده کړو بوخت وو؛ دلته د ۳۹ لویی جرګی د هغو شپیتو کسانو له ډلی وو چی له ایرانه راغلي وو.
 ده زیاته کړه چی له ولسمشره نیولی تر خلیلی او بیا تر وزیرانو او بیا تر چمچی مدبره له ټولو سره یی لیدلي دي؛ ده ورته د غازو او سرکونو جوړولو لپاره طرحی هم وړاندی کړي خو دده په خبره چی په دوی کی هیچا هم خود ارادیت نه درلود!
زما د ولایت پوښتنه یی وکړه؛ وروسته یی بیا خپلو خبرو ته ادامه ورکړه؛ ما هم خپل ځان په څادر کی را تاو کړ؛ الوتکه هم وښوریده خو بیا پکی اعلان وشو چی په مزار شریف کی هوا خرابه ده باید معطل شو؛ له دی سره د سړي د خبرو سلسله اوږده شوه او درز چی یی وویل: تمام مشکلات از پشتون است! کسی که غم اورده، جنګ اورده، بدبختی اورده؛ بالای این ملت دربدری اورده، سبب اصلیش پشتون است!!!
د احمدشاه بابا صفت یی وکړ؛ بیا یی له تیمورشاه نیولی تر ظاهر شاه په ټولو خر ولټاوه. صابر شاه مجذوب ته یی دلیونی خطاب وکړ؛ خو ددی باوجود یی احدشاه باباه او له هغه مخکی هوتکیان وستایل؛ د وطن د میړونو د فتوحاتو یادونه یی وکړه؛ سړي سره می په ګریوان کی نیول خو دسړي خبری مرداری نه وی؛ د تعصب بوی یی له خولی څخه نه راته؛ او بس ددی وطن یو کړیدلی، دردیدلی مشر و!
راته یی کړه چی وګوره تاسو ۳۰۳ کاله حکومت کړی، ژبه مو په کوم حال دی؟ خلک مو په کوم حال دي؟ ژوند مو په کوم حال دی؟ او...
ما هم ورته لبیک ووایه چی بلی هو!!!
د کرزی یی ننګه وکړه چی هر څه دی بیا هم د ګوډی پښی ماله وړي. د سدوزیو او محمدزیو په لانجو او جګړو یی خبری وکړی...
خو ښه احساساتي وو؛ بیا یی راته وویل چی ځوانه ته باید وطن ته کار وکړی؛ د تبعیض خلاف ودریږه هغه که په هر ډول وي؛ خپل ورونه وروزه؛ څومره چی دی وس کیږي کار وکړه؛ خلکو ته خدمت وکړه؛ ترڅو دایران او پاکستان له غلامی وځو. د ملا له شره خلاص شو!
ددغه کړیدلی حالته مو کشتی ووځي. دده لکچر ته غوږ، غوږ وم چی په الوتکی کی بیا اعلان وشو چی امنیتی وضع په مزار کی خرابه ده نو ځکه باید نور هم انتظار وکړو!
په مونږ یی څه؟ الوتکه وه، مینسټر لوګ هم وو هغه هم پاو بالا افغان ملتی او له هغه هم وربره سوسیال دیموکرات!
۷:۳۰ بجی ماسختن الوتکی غونګا پیل کړ، سبحان الذی... وویل شوه. او بس حرکت! سړي خبری بس نه کړی له احمد شاه تر کرزی شاه، په ایرانی اخندانو، د امریکی په مداریتوب، زمونږ په بی وزلی او دربدری خبری وکړی او زه هم د ښه شاګرد غوندی غوږ وم!
الوتکه په ۸:۱۵ مزار هوایی ډګر کی کیناسته؛ کوز شوو؛ دی له ما مخکی وو خو راته لاندی ولاړ وو. بیا میده،میده د ترمینل خواته لاړو.
همدا چی لږ وړاندی لاړو چی یو کیمره مین راڅخه په منډه شو؛ کیمره یی رابرابره کړه چی شاته مو وکتل؛ د افغان ملتیانو ... و؛ غوبل وو؛ یکطرف شوین وزیر صیب است! وزیر اوس هم د کار شی دی! د کرزي صیب هم ورسره ساعت تیر دی!
لږ چی مخکی لاړو نو څه حال وو؛ مونږ په وي ای پی کی برابر شو!!! لنډ کروزری، بیروبار، د بلخ افغان ملتیان!!! خو ارمان چی ګلونه یی له ځان سره نه وو راوړي!!!
غږ شو: د وزیر صیب میلمانه دی یوی خواته شي! په دی موټرو کی دی وخیژي!!!
زه او د لویی جرګی وکیل ډډی ته شوو؛ مونږ د وزیر صیب په چمچو کی نه وو. وزیر صیب په یو بلک لِکسس کی ورپورته شو! او غر...
د الفت صیب خبره چی په جشن کی هم د ډیرو په منځ کی سړی یوازی وي. دلته هم مونږ لکه خو... بیرون پاتی شوو. وزیر لاړ!!! پښتون لاړ!!! افغان ملتی لاړ!!! سوسیال دیموکرات لاړ!!! زمونږ د حقوقو مدافع لاړ!!!
همدلته وو چی دسړي پوښتنه را په یاد شوه چی پشتون چی کرده؟
ما می خسرګنی ته ویلي ول چی موټر را ونه لیږي ځکه چی مالوم نه وو چی څه وخت به رسیږو. د لویی جرګی وکیل پسی موټر راغی؛ هزاره زه هم له ځان سره وخيژولم او ترکوره یی د شپی په ۱۰ بجی ورسولم. ډیر ټینګ شو چی د شپی مهمانی ته ورسره لاړ شم خو ما ورته ویل چی سبا سهار وختي بیا ځم!!!
ټينګار یی وکړ چی که تهران ته ورغلم چی میلمه یی شم!!! ددی ست یی هم وکړ که له ایرانه می کتابونه او څه په کار وي چی راته را ویی لیږي!!!
 هو! مونږ حکومت کړی خو له حکومته بیرون پاتی شوی یو؛ ژبه مو کور دننه په دویمی کټګوری کی راځي. له ټولو نورو هیوادولو مونږ ډیر وژل شوي او خوار شوي یو!!! او ادامه دارد!!!
ځان مو تل غازی او اتل ګڼلی خو په غلطیو او اشتباهاتو پسی مو سر نه دی ګرځولی؛ هر چا چی څه ویلي مونږ کړي!!! په خپله حاکمان او بیا له نورو ګیلی او ژړا کوو!!!
وزیر دفاع پښتون؛ لوی درستیز پښتون خو په فوځ کی پښتون نشته! کرزی پښتون خو په کابینه کی پښتون!!! نشته!!! لویه جرګه د پښتون ویاړ خو په ژبه یی چا خبری ونه کړی!!! د تعلیم وزیر پښتون خو ښوونځي په دایکندي او بامیانو کی ډیر!!! د مالیی وزیر پښتون، د مخابراتو وزیر پښتون خو په کلی کی مو ټيلیفون له شپږ ماښام تر شپږ سهاره کار نه کوي؛ طالب پښتون خو ترټولو ډیر ځپلي یی مونږ یو!!!
تاسو په کی څه فرمایی؟ تبصری وکړی او له وطنوالو سره یی شریکی کړی!!! په خپل جهل باید اعتراف وکړو کنه نو لکه په دی دنیا اسفل السافلین وګورو!!!
 leekwal@yahoo.com