
له شک پرته، چې زموږ ګران افغانستان لرغونى پېنځه زره کلن تاريخ لري. افغانان او په تېره بيا پښتانه اصيل او سوچه ساک آريايان دي. دا اتل او مېړنى ولس خورا بډايه او شتمن کلتور، دودونه، نرخونه او ټولنيز قومي تړونونه لري، چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه کمساري دي. افغان ولس له آدمه تردې دمه د خپل ټولنيز تاريخ په هر پېر کې ورپېښې شوې کوچنۍ او لويې ستونزې اوکشالې د خپل لرغوني او شتمن کلتور دخورا ارزښتمنو دودونو او نرخونو په مټ حل کړې دي. د لرغونو آريايانو په زمانه کې د ريګويدا پېرخورا مشهور دى. د هغه مهال ددولت په سياسي تشکيلاتوکې دوې جرګې چې يوه يې سميتي او بله يې سبها نومېده، موجودې وې. سميتي د هغه مهال د اعيانو، اشرافو، نجيبانو، د قبيلو مشرانو او رئيسانو جرګه وه، چې وخت ناوخت به پاچا هم په کې ګډون کاوۀ . دويمه هغه يې د سبها جرګه وه، چې په هغه کې د ټولنې عادي مشرانو، روحاني عالمانو او ولسي مخورو ګډون کاوۀ او په بېلا، بېلو موضوګانو، ستونزو او ناخوالو به يې خبرې اترې او بحثونه کول اود هواري په موخه به يې لازمې پرېکړې او تصميمونه نيول، چې وروسته به د وخت اجرايه ځواک له خوا عملي کېدل. ميرويس نېکه هم د يوې تاريخي لويې جرګې د پرېکړې پربنسټ دايران صفوي رژيم د خونړي ګرګين پرضد هوتکي پاڅون پيل کړ او هغه يې له منځه يووړاو په دې توګه يې په هېواد کې د هوتکي دولت د بنسټ ډبره کېښوده. لوى احمدشاه باباهم د دکندهاروﻻيت د شېرسرخ په تاريخي لويه جرګه کې د نوي افغانستان اساس کېښود . او دادى تر نن ورځې پورې دهېواد په سياسي تاريخ کې لويه جرګه ديوۀ پياوړي او ځواکمن ټولنيزسياسي بديل په توګه مطرح اود بحث وړدى. د تاريخ په هرستونزمن پړاوکې، چې افغان ولس له ستونزې او ربړې سره مخ شوى، نو لويې جرګې ته يې د يوۀ غوره اومنل شوي دود او عنعنې په توګه مراجعه کړې او د خپلې کشالې لپاره يې دهواري لاره ګودره را اېستلې ده. له نن څخه لس کاله وړاندې د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر مياشتې په ١١ مه نېټه د القاعدې شبکې ترهګرسازمان دامريکې پرمتحده ايالتونو خونړي بريدونه وکړل، چې همدا بريدونه د نړۍ په سياسي تاريخ کې د يوۀ نوي باب د پيلامې په توګه رادې بره شول، ځکه له نوموړې پېښې وروسته دامريکې متحده ايالتونو او دهغې لوېديځوالې ټلوالې په ټول پوځي زور او ځواک سره د ملګرو ملتونو دامنيت شوراد پرېکړې په رڼا کې پرافغانستان پراخ پوځي بريدونه پيل کړل، چې د څلورواوونيو څخه يې په کمه موده کې دطالب واکمني نسکوره کړه او په هېواد کې نوى سياسي نظام واکمن شو. نوې واکمنۍ د چارواګي داسې مهال سمبال کړې، چې هېواد مادي اومعنوي اډانه په چورلټ ډول ورانه او ويجاړه شوې وه او په اصطلاح افغانان د پولۍ ټک ته ناست وو. خوله نېکه مرغه د لس کلن سياسي بهير په پايله کې افغانستان اوس ډېرڅه لري. په سياسي، اقتصادي، اجتماعي، علمي، کلتوري، هنري ، ادبي اوامنيتي برخو کې خورا لوى او ژور پرمختګونه او بدلونونه راغلي، چې د هېواد روان څلورلسيزې ناورين په موده کې يې سارى نه وينواو دادې ودې او پرمختګ لړۍ په خورا هوډمن اوژمن ډول د خپل ټاکل شوي منزل په لور په بريمنه توګه پرمخيون کوي. په هېوادکې له لس کلن بهير وروسته به تر٢٠١٤ زېږديز کاله ټول سياسي، اقتصادي او نظامي واکونه افغان دولت ته وسپارل شي. خود اچاره ددې لامل شوې، څو نړيواله ټولنه دافغان دولت او دولتمشرانو پرسياسي، اقتصادي او پوځي وړتياوو شک څرګندکړي، ځکه له هغې ورځې را په دې خوا، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتو اعلان خپور شوى، نو ددولت مخالفين د هېواد په بېلا، بېلو او مهمو ستراتېژيکو ځايونو باندې بريدونه کوي، چې دې عمل افغان دولت او نړيواله ټولنه له جدي ننګونوسره مخ کړې ده . له دغو ټولو روانو تحولاتو سره جوخت له افغان دولت سره د سيمه ييزه او نړيوالو ملاتړو هېوادونو له خوا پرله پسې ستراتېژيک تړونونه لاسليک کېږي، ترڅو په لنډه او اوږده موده کې له افغانستان سره سياسي، اقتصادي او پوځي مرستې وکاندي . اوسمهال افغانستان د ستراتېژيکو تړونونو په ځاله بدل شوى، امريکه ، بريتانيه، فرانسه او هند غواړي، چې له افغانستان سره اوږدمهاله تړونونه لاسليک کړي او تردامهاله فرانسې او هند له افغان دولت سره دستراتېژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي، امريکه او بريتانيه د داسې تړونونو په درشل ولاړ دي . نو پرهمدې توسن له امريکې سره داوږدمهاله ستراتېژيک تړون د لاسليک په موخه لويه جرګه راغوښتل شوې، چې د روانې لړم مياشتې په ٢٥مه نېټه به کابل کې جوړه شي. دا لويه جرګه به مشورتي بڼه ولري، چې د هېواد دننه او بهرڅخه به دافغان ولس (٢٠٠٠) زره استازي په کې ګډون وکړي اوله امريکه سره به دافغانستان د ستراتېژيک تړون د لاسليک په اړه افغان دولت ته د ( هو! يانه !) مشوره ورکړي. دا مشورتي لويه جرګه داسې مهال جوړېدونکې ده، چې افغانستان د خپل سياسي ژوندانه له خورا حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه تېريږي . نو پرهمدې اساس افغان دولتمشرانو ته ښايي، چې له روانو سياسي او پوځي حالاتو سره په خورا مدبرانه او ځيرکانه ډول سره چلند وکړي، څو په دې توګه د هېواد او ولس ملي ګټې په غوره او عالي توګه سره خوندي او وساتل شي. مخکې له دې، چې له امريکې سره اوږدمهاله ستراتېژيک تړون لاسليک شي، بايد افغان دولتمشران امريکايي چارواکو ته د لنډمهاله اواوږدمهاله مرستو په لړکې ځانګړې طرحې وړاندې کړي، ترڅو هغو ته دلاسري په ترڅ کې افغانان او افغانستان د خپلواک سياسي، اقتصادي او پوځي ژوندون د بقااو پايښت جوګه وګرځي . افغان دولتمشران بايد په دې برخه کې مشخص وړانديزونه لويې جرګې ته وړاندې کړي، څوامريکايي چارواکي دهغو په منلو سره دافغانستان پروړاندې خپل مکلفيتونه ترسره کاندي.
لومړى: بايدامريکه ترټولودې مخه په افغانستان کې داداري فساد څخه د پاکې او سالمې ادارې په جوړاوي کې، چې بنسټ يې ولسواکي، د قانون واکمني او افغان ملت ته چوپړوي، جدي او کارنده مرسته او همکاري وکړي، ځکه په دا لس کلنه موده کې داوسنۍ ادارې په اډانه کې د اداري فساد، جګړه مارانو، قوماندان سالارانو ، مافيايي ډلو، زورواکانو، ددولتي اوملکي ځمکو دغصب مافيايي کړيو، د نېشه ييزه توکو دقاچاقبرانو او داسې نورو ناخوالود شتون له امله د ددولت او ولس ترمنځ د بې باورۍ او بې اعتمادۍ واټن رامنځ ته شوى دى، چې بايد په دې نوي پيلېدونکي پړاو کې دا واټن له منځه يووړل شي.
دويم: بايدامريکه اودهغې لوېديځ ملګري دافغانستان بيارغونې او آبادۍ ته ژمن او متعهد وي او په دې برخه کې له افغان دولت سره صادقانه مرستې وکړي.
درېيم: بايد امريکه دافغان ملي اردو، ملي پوليسو اود ملي امنيت ادارو په مسلکي روزنه، سمبالونه او ځان بسياينه کې بنسټيزه مرستې وکړي، دغه راز د هېواد هوايي او توپچې ځواک په رامنځ ته کېدااو تشکيل کې رغنده ونډه واخلي، ځکه نوموړي درې بنسټونه د يوۀ هېواد د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتندويه ځواکونه دي.
څلورم: بايدامريکه په افغانستان کې دقضايي، عدلي او حقوقي بنسټونو په ټينګښت او پياوړتيا کې هراړخيزه مرسته وکړي، ځکه په افغانستان کې د رښتينې ولسواکۍ دتامين لپاره بايد عدل او انصاف پلى شي. زموږ جګړه ځپلى هېواد د څه کم څلورلسيزې اوږدې غميزې له امله خورا بد ځپل شوى، چې د ژوند هره برخه يې بنسټيزې رغونې اوجوړونې ته زښته ډېره اړتيا لري. نو پرهمدې بنسټ بايد افغان دولتمشران پرامريکه او لوېديځ هم خپلې غوښتنې ومني، ځکه افغانستان د خپل جيولېټيک موقعيت له مخې تل د نړۍ د لويو زبرځواکونو د سيالۍ ډګر پاتې شوى ، چې دا لړۍ اوسمهال تر بل هروخت ډېره تېزه اوګړندۍ روانه ده. نو پرافغان خاوره د هربهرني ځواک مېشتېدل،د مقابل سيال لوري د وېرې، ګواښ او اندېښني وړګرځي او طبيعي خبره ده، چې په افغانستان کې لاسوهنې پيلوي . نو امريکې او دهغې لوېديځوالې ټلوالې ته لازمه ده، چې افغانستان په رښتينې توګه جوړ، سمسور او ودان کړي . بايد دافغانستان واکداران په هرحال کې افغانان وي، نه بهرنيان !
فضل وزير هيله من