دويم بن د ژمنتياووکنفرانس!

 
شاوخوادرې نيمې لسيزې وړاندې، په افغانستان کې ترټولولويه ستونزه خپل منځي جګړه وه، چې دې ستونزې هېواد په هره برخه کې په اساسي ډول وځاپه،دښه والي په لوراميدونه مړاوي و، فکرونه په تيارۀ کې ساتل شوي وواودافغانانو باورله منځه تللى ؤ، په هېواد کې يوستراوبې سارى ناورين او لويه تراژيدي روانه وه، ټول افغان ملت ترسختوشکنجواودردوونکومجازاتولاندې ؤ،دې حالاتوپه افغان ملت ځمکه اوآسمان ګرم تنورکړ، چې په ترڅ کې يې ډېرى افغانان له هېواد څخه په وتومجبورکړل، چې ډېرکلونه يې د پرديو ترسيوري لاندې تېراو له خپلې خاورې،کلتور اوافغاني روحيې بې خبره پاتې شول.
 خود٢٠٠١زېږديزکال دسپټمبر١١مې نېټې پېښې د نړۍ سياسي اوضاع په ناڅاپي ډول بدله کړه،کله چې دامريکا متحده ايالتونو د نيويارک ايالت کې،په لوړواوآسمان څکوبرجونواود دفاعي چارو وزرات په لوړه ودانۍ پنټا ګون باندې ترهګريزبريدونه ترسره شول، نو شاوخوا٣٠٠٠ خلک په کې ووژل شول، دملګروملتونودامنيت شورا په پرېکړه ليک کې،دامريکا متحده ايالات قرباني شوى هېوادوباله ،دخپلې دفاع حق يې ورکړ، چې دښمن يې په هره سيمه کې وي، تعقيب يې کړي.
زموږدرديدلى اوغميدلى هېواد ديوۀ ستراتيژيک موقعيت له امله تل دزبرځواکونوترمنځ دسيالۍ ډګرګرځيدلى،له مقدوني سکندره،تردې دمه دجګړوډګرپاتې شوى، چې زيان يې يوازې افغان ولس ګاللى او اوس يې هم ګالي، خوداځل هم دامريکې ولسمشربوش دنوموړې پېښې پړه په افغانستان کې مېشت دالقاعده سازمان مشراسامه بن لادن پرغاړه واچوله، چې په ترڅ کې يې امريکا اومتحده ځواکونه افغانستان ته راغلل،دطالبانورژيم له رانسکورولواودهېواد ترنيواک وروسته، په افغانستان کې ديوې لنډمهاله دورې را دبره کولولپاره دملګروملتونوترسرپرستۍ لاندې،دالمان دبن په ښارکې يې د بن بېړنى کنفرانس دايرکړ، چې دځينوهېوادونوداستازيو او څوافغاني ډلوترمنځ د څو ورځو بحث کولو وروسته، د٢٠٠١زېږديزکال د نومبرپه ٤ پېنځمه ديوې٦مياشتېنۍ لنډمهالې ادارې، په جوړېدوسره توافق ته ورسيدل، په دې کنفرانس کې،دافغانستان دلنډمهالې ادارې سرپرستانوسره ډېرى ژمنې وشوې، چې دافغانانوپه زړونوکې يې نوې هيلې راوټوکولې،دملګروملتونوسرمنشي ژمنه کړې وه، چې نوربه په افغانستان کې داغمجن کړکېچ پاى ته رسوي. درديدلواوزوريدلوافغانانوته به ډاډمن اوهوسا چاپېريال برابروي، ملي پخلاينه،امن، ثبات اوتلپاتې سوله به رامنځ ته کوي اودافغانستان درې واړه قوې لکه:مقننه،قضيه اواجرئيه به تقويه کوي، څود خپل هېواد د چارومسؤوليت په خپله غاړه واخلي، ترڅو نوموړي اداره ددې جوګه شي، چې هېواد يې يوځل بيا د ترهګرو په پټنځايونو بدل نشي، ټول خواره واره افغانان په يوۀ افغانستان کې سره راټول شي اودا اوږده غميزه چې افغانان يې په هره برخه کې وځپل، پاى ته ورسوي اويو باثباته اوخپلواک هېواد ولري. خوبرعکس لکه څرنګه، چې اټکل کېدۀ،هغسې نه دي شوي،که څه هم هېواد په دې لس کلن بهيرکې د پام وړپرمختګ کړى، خود ولس هيلې يې نه دي ورپوره کړي، جګړه لاتراوسه پاى ته نه ده رسيدلې، بې ګناه خلک ووژل کېږي، چې له امله يې په عامه توګه ددولت او ولس ترمنځ ډېرواټن شته، ترهغې چې دولت د ولس هيلې نه وي ورپوره کړي، واټن به شتون ولري، چې پايلې به يې ډېرې بې برخليکه وي،دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال  دالمان په بن ښارکې دافغانستان په اړه د بن دويم کنفرانس جوړيدونکى دى، په دې کنفرانس کې به کړې ژمنې يوځل بيا تازه اوداوږدمهاله تړونونولپاره به تعهدونه کېږي،داچې افغانستان له خورا حساسواو برخليک ټاکونکوحالاتوڅخه د تېرېدو په درشل کې دى،اوږدمهالومرستوته اړتيا احساسيږي، نړيوالې ټولنې ته په کارده، چې له دې درديدلي هېواد سره دزړۀ له تله اوږدمهالومرستوته دوام ورکړي، ترڅو په خپلو پښورا پورته شي اود وړاندې تګ جوګه شي، دا چې افغانستان دموقعيت له پلوه داسيا زړۀ بلل کېږي، نوددې هېواد امنيت دټولې نړۍ امنيت دى، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې دډاډمنې سولې لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي اودسولې په راوستوکې پوره هڅې وکړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دامنيتي چارومسؤوليت افغان ځواکونوته لېږدول کېږي او تر٢٠١٤زېږديزکال پورې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه  په وتلوپيل کوي، چې وروسته له هغې به دهېواد دامنيتي چاروټول مسؤوليت افغان ځواکونوته پاتې کېږي، چې ددې پروسې له پرمختګ پرته له نړيوالومرستو اودافغان ولس ملاتړ څخه ناشونى دى، ترهغې چې ولس له دولت سره اوږه په اوږه دريدلى نه وي،دامنيتي چاروانتقال به ډول ډول ننګونوسره مخ شي، نړيواله ټولنه بايد افغان ځواکونه په عصري اوپرمخ تللو وسلوسمبال کړي، ترڅود هېواد د خاورې د دښمنانود مقابلې جوګه شي اود خپل ولس څخه په کلکه دفاع وکړي، څوولس په ځان راټول کړي اود واټن پرځاى د باورفضا رامنځ ته شي، د بن دويم نړيوال کنفرانس چې په کې به دافغانستان دسولې اوملي روغې جوړې په اړه خبرې کېږي، د ډسمبر په پېنځمه دالمان دبن په ښارکې پيلېدونکى دى،دافغانستان په ګډون د نړۍ اوسيمې هېوادونواستازي به په کې برخه اخلي،دافغانستان دستونزواو ورانوونکوحالاتوپه اړه به په کې خبرې کوي اودستونزو دحل لار به يې لټوي، ترڅوددې کنفرانس له لارې دافغانستا اوږده دردوونکې او ورانووکې غميزه پاى ته ورسوي اودافغان ملت ناهيلي اومايوسي له منځه لاړه شي.اوپه دې توګه افغانستان دسيمې اونړۍ په نقشه کې د يوۀ متمدن، پرمختللي،سوکاله اوهوسا هېواد په بڼه راڅرګند شي.
په همدې هيله!
سيد مرجان هڅاند