د افغانستان په لانجه د روسيې او تاجکستان اړيکې لا پسې خړې پړې شوی

د روسيې او د تاجکستان اړیکی هغه وخت لا پسی خړی پړی شوی چه کله تاجکستان د روسی د کارګو الوتکو دوه پيلوټان هغه وخت په جیل کی واچول چه کله د افغانستان نه په واپسئ کی په ۱۲ د مارچ په تاجکستان کی د تیلو د اخیستو لپاره ښکته شوی وی.
ددغه الوتکو د توقیف او د ناقانونه پرواز او د قاچاق خبر تاجکستان ته د افغانستان دولت د ترانسپورت وزارت ورکړی وو.
د ماسکو حکومت د دغه اقدام په مقابل کی شدیداً احتجاج وکړ او د دغه عمل  په مقابل کی یی په ټولو تاجکستانیانو په ماسکو کی د کار په اجازی بندیز ولګاوه.
د رپورتونو پر اساس دغه  د کارګو ان ۷۲ ډوله الوتکو روسی پيلوټ ولادیمیر سدونیچی او د استونیا پيلوټ الیکسی رودونکو افغانستان ته بشری کومکونه راوړی وو او په واپسئ کی د تاجکستان د کورګان تیوب په هوایی ډګر کی د تیلو اخیستلو لپاره ښکته شوی وی.
دغه دواړه پیلوټان د قاچاق او په غیر قانونی ډول د سرحداتو په عبور متهم شوی دی او په ۸ د نومبر ۲۰۱۱ د اته نیم ۸.۵ کلونو لپاره په زندان کی اچول شوی.
د روسی حکومت د ورته اقدام سره په زرګونه هغه تاجکان چې روسیه ته د کار لپاره تللی دی نیسی او خپلی خاوری ته یی واپس کوی.
تاجکستان چې ټول نفوس یی اووه ۷ ميلیونه دی او د  ۷۰۰۰۰۰ اوه سوه زره په اندازه وګړی یی روسیه ته د کار لپاره تللی نو د روسی حکومت لخوا د دغو تاجکانو واپسی د تاجکستان چې یو غریب هیواد دی اقتصاد ته یی لویه ضربه ده.
 تر اوسه روسانو ۳۰۰ تاجکان  واپس (دیپورت) کړی او ټول ټال د لسو زرو تاجکانو د واپسئ پلان لری.
مګر د روسی د صحت وزارت مشره جنادی اونیشچینکو بیا وایی چې د دغه اقدام علت په تاجکانو کی د ایډز او د تبرکلوز (سل) د ناروغیو زیادت او دا د روسی وګړو ته یو ګواښ بولی.
په ۱۴ د نوامبر د تاجکستان مدعی العموم (څارنوال) شیرخان سلیم زاده هغه مکتوب ښکاره کړ کوم چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت د تاجکستان دولت ته د دغه الوتکو د توقیف سپارښتنه پکی کړی وه.
په مکتوب کی ویل شوی دی چې دغه الوتکو په غیر قانونی ډول پرواز کړی او درست اسناد نه لری.
د یادونی وړ ده چې دغه الوتکی اصلاً درې وی او یوه یی تر اوسه په افغانستان کی ده مګر پيلوټ یی د افغانستان دولت لخوا  نه دی نیول شوی.
د نیول شوو پيلوټانو انځور لاندی وینئ.
 
 

 
 .
انجنیر سید احمدشاه سادات