
ښايي
له لوستونکي سره سوال راپېدا شي چې تر اوسه مو د چاپيريال ککړتيا، اداري ککړتيا، سياسي ککړتيا، سوداګريزه او نورې
ککړتياوې ليدلې او اورېدلې وې، خو دا فکري ککړتيا يې لا له کومه شوه او څۀ ته يې
وايي؟. له ما يې هم مه پوښتئ، زه يې هم په تعريف نه پوهيږم خو سپيناوي ته نږدې
کيدل به يې، ستاسې سره په لاندې څو کرښو شريکولو کې يو څۀ روښانه شي.
زموږ
ښار (جلال آباد) څۀ موده مخکې د چټکې رغونې شاهد او دښار تر څنګ د ښار څلور خواوو
ته ښه په درز او غرب کار روان و. تر ډيره پاخۀ سرکونه وغځيدل، د پليو د تګ راتګ
لارې جوړې شوې، جلال آباد د پارکونو خاوند
او پارکونه يې د يو څۀ عصري توکو له برکته د نورو عصري پارکونو د سيالۍ جوګه شول،
د ښار د سرکونو پر دواړو خواوو څراغونه له ماښامه په لګېدو شول. ترافيکي ايشارې پر
خپل وخت روښانېدل د ښاري ژوند د پېلېدا يو بل زېرى و، وايي چې د ښار په ناببره
ليدو، په څو ځله ښار ته ډيره موده وروسته راغلي يو –
نيم تن به نه باوروله چې دا دې په رښتيا د جلال آباد ښار وي.
هر څۀ وشول، خو څۀ شول؟ زه
عام ښاري يم او د دولت، غير دولتي موسسو او شخصي ملکيتونو د رغونې شميره راته نه ده
روښانه چې نوره به څومره ډيره خواري او لګښتونه تر سره شوي وي؟؟؟. موږ کنجوسي نه
کوو، په کړي کار مو سترګې څوک نه شي پټولى، دا دى دعا درته کوو چې ښاروال دې ژوندى
وي، د والي سيورى دې زموږ له سره کم نه شي، د ښارجوړونې، او ښايي نورو مسولو او
مطلوبو مشرانو پکې خپله ونډۀ درلودلې وي نو ښاد او آباد دې وي او لنډه دا چې هر
خاص و عام دې ژوندى او خېر دې وويني چې خپله سخا يې نه ده سپمولې. خو دا څوک ويلى
شي چې د دې (لنډ مهالې) رغونې بيا رغونه د چا مسوليت دى ؟ آيا دا دومره ډير لګښت
يوازې د دوه – درې کلونو لپاره وو؟ موږ ډيره لږه
موده وروسته وليدل چې د ترافيکو اشارې خاموشه شوې ، د پليو د تګ راتګ له يو – نيم ځايه ښکلې او پلنې خښتې له بشپړتيا وروسته
غايبې شوې، د ښار د سرکونو بريښنا په يو نيم ځاى کې پر خپل ځاى پاتې ده (نيک فال
دى) سرکونه ګرم او ملامته نه دي، د جلال آباد د ښار تودوخي ته به نو څۀ شى ټينګ
شي، خېر دى که په کوم ځاى کې يې پړسوب او غومبوري پيدا کړي وي، په ژمي کې به ښه شي
کنه. پارکونه (تاسې باور وکړئ چې زه يې د ادرس له مخې پارک بولم) مو لږه پاتې ده
چې په مخفي ډيرانونو واوړي. په تيره که پارک ونې او بوټي ولري نو د نيشو تماشو
لپاره تر ټولو خوندي ځاى، همدا ځاى دى. د پردو په خيراتونو له ولږې خوندي ولس ته
دا هر څۀ اوس اړين وۀ؟ ښاريانو ته د پارک او تفريګاوو د جوړونې اړتيا له پامه نه
شي غورځيدى خو د پارک او يا بل کوم ځاى د پالنې او ساتنې روحيه په موږ کې څومره
غښتلې ده؟ تاسې ورشئ او وګورئ چې عام پارک مو په څۀ حال دى. په سلو کې پينځه روغ
ګروپونه پکې نه شې موندى، د بريښنا مزې يې شليدلي، د ناستې چوکۍ له ګټې وتې او د هرې چوکۍ
شاوخوا يو وړوکى ډيران جوړ شوى دى، د ساتنې په برخه کې يو يا دوه موظف اشخاص نشته
چې د مسوليت له مخې له چا د پوښتنې حق ولري،... نو ايا موږ په همدې تکيه وکړو چې په
يو _ نيم ځاى کې د اوسپنيزي لوښي په خيټه، په نري او تت ليک (زموږ ښار زموږ کور دى
او پاکي د ايمان برخه ده) ليکل کافي ده چې مسولين دې پرې ځان له پړې او ملامتۍ
وژغوري چې ځه که خير وي خپله دنده مې په ښه شان سر ته ورسوله؟ دا کافي نه ده، او
نه هم دا د يوې ادارې يا څو تنو په وس پوره کار دى. په دې برخه کې بايد هر يو لاس
په کار شو. دچاپيريال د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې هر شخص او هره اداره مکلفيت
لري چې په خپلو ورځينيو بوختياوو کې، دې برخې ته هم څۀ نا څۀ کار وکړي، مولوي
صاحبان، ښوونکي صاحبان، مدني ټولنې او رضايي کارکونکي د خپل مسوليت له مخې کولاى
شي چې عامه پوهاوي ته کار وکړي. د ښار پاکونې او چاپيريال ساتنې په برخه کې
ښاروالي تر ټولو ډير مسوليت لري او دوى کولاى شي چې د خپل صلاحيت او مسوليت له مخې
په کمه خوارۍ ښار پاک وساتي.
يوه لنډه لار يې دا ده.
د
جلال آباد ښار د کسبګرو شورا لري، دا شورا له ٨٢ صنفي اتحاديو جوړه ده (د شورا په
خوله) هر صنف يې سلګونه غړي لري. ښاروالي
دې د عامې روغتيا د څارنې دهئيت سره په ګډه د دوى لپاره يوه لايحه وضع کړي چې که د
هرې يوې هټۍ مخه پاکه نه وه نو دومره جريمه او تر پلانکۍ مودې پورې به هټۍ بنده
وي. تاسې باور وکړۍ چې پنځه هټيوال جريمه او ګټه يې له خطر سره مخ شوه، که د
مسوليت له مخې نه وي، نو د ګټې په خاطر به خپله شاوخوا خپل ملکيت وګڼي او د پاک
ساتنې لپاره به يې هڅه وکړي، موږ به د يوۀ ښه ښار خاوندان شو، د ښار په پاک ليدو
به هيڅوک زړه ښه نه کړي چې يو خځلى بې ځايه ګذار کړي، ښاروالي دې د خپلو لوحو
زخامت ته يو څۀ نور تخصيص هم ورکړي او تر دې نورې ډيرې رغوونکې او هڅوونکې خبرې دې
پرې وليکي، که امکان ولري پورته په ګوته شويو ضرفيتونو سره دې د ورکشاپونو له لارې
خبرې شريکې کړي، په خلکو کې دې مخکې تر مخکې د چاپيريال ساتنې روحيه پيدا کړي، که
سبا بل پارک جوړيږي نو د ساتنې روحيه به يې راسره او په دوه يا درې کالو کې به
راته په ډېران نه تبديليږي، هر کله چې ښار پاک او د ښاري ژوند د اسانتياوو لرونکى
وي، هر څوک يې په فخر خپل ښار ګڼي. موږ د لښتيو، پولچکونو، پليو لارو او هرې بلې
رغونې مخکې، فکرې رغونې ته ډيره اړتيا
لرو. هر کله چې فکري رغونې ته کار پيل شو،
ډير زر به يې په رڼو سترګو په وګړو کې اغيز ووينو او که دا نه وي او يوازې په سيخ،
سيمنټ او اوسپنې اتکاوشي، او فکري رغونه له پامه وغورځول شي، موږ به په روى لاس د
نيشو تماشو، بې ځايه او په منفي هدف راټوليدنې ته يوه بله سرپنا جوړه کړي وي چې دا
کار به فکري ککړتيا ته د زمينې برابرولوپرته، بله کومه ګټه و نه لري.